Home+پوهه | محمد مصطفی سمون

پوهه | محمد مصطفی سمون

پوهه انسان ته له دریو اړخونو گټوره تمامېدای شي، یو په فردي لحاظ چې د ده شخصیت جوړوي، بل په کورني لحاظ چې دی ایډیال کېږي نورو ته او بل په ټولنیز لحاظ چې دی بېلگه معرفي کېږي د ټولنې په سطح. که موږ څوک چاته معرفي کوو، چې دا ښه شخصیت لري، د ښه ایډیال څښتن دی او بېلگه انسان دی دا د ده د علمي وړتیا او فکري مسیر له ټاکلو وروسته برملا کېږي، چې دا بیا په فردي، کورني او ټولنیز ژوند او فکر خپل اغېز پرېباسي. له دې سره د ټولنې د وگړو ترمنځ یوه معنوي اړیکه د پوهې له لارې پرانیستل کېږي، چې هر فرد خپله هیله او احساس ته د عمل جامې ور اغوندي، تل هڅه کوي، چې د علمي او اکاډیمیکو ځایونو سره ځان، کورنۍ او ټولنه وصل کړي، ترڅو د نوښت او بدلون نښې په شعوري او لاشعوري توگه راښکاره کړي او ټولنه د علم په گاڼو سنبال کړي او له هرې پدیدې سره د ښه درک او پوهې له لارې برخورد وکړي؛ ترڅو د انسانانو ترمنځ د وصل خوا ټینگه شي او له هره اړخه د یو شي په اړه له سطحي او خپل لیده د قضاوت څخه کار وا نخلي، بلکې له هر اړخیز لید وروسته خپل قضاوت د ټولنیزو افکارو په رڼا کې د استدلال له مزي سره وصل کړي؛ ترڅو د هرې مسلې د حل لپاره همدا د منطق او استدلال لار تعقیب شي او د پوهې رڼا هر لوري خوره شي.

انسان هر کله د نوې خبرې او نوې کړنې تږی وي، په چاپېریال کې د نوي لیدلوري د پیداکولو  هڅه کوي؛ ترڅو د ژوند پاڼه د داسې اشخاصو تابع کړي،چې د ټولنیزو افکارو په رغاوي کې یې مهم رول لوبولی وي او هر انسان ته یې د انساني ارزښتونو او پراخ لیدۍ، زغم او ستونزو سره د مبارزې او په خپل ځان د بسیا کېدو هیلې او عمل لارښوونې په تجربوي او علمي لحاظ ښودلې وي.

دا بیا په ټولنه کې د پوهې ارزښت او انسانانو ترمنځ د نږدېوالي او افکارو په تبادل کې مهمې لارې پرانیستلی شي. انسان د هرې ښېگڼې او ښې خبرې او ښه برخورد له لاسه له ځینو کړنو لاس اخلي، چې ځینې پایلې یې د مثبت فکري مسیر په خوراوي کې مهم رول لري او انسانانو ته د موجوده او راتلونکو ستونزو سره د مقابلې لار په سړه سینه او علمي منطق سره ښیي، چې دا بیا د ټولنې په عمومي افکارو او شته فرصتونو څخه د گټې اخیستنې مسیرونه برملا کوي. نن چې انسان څه پېژني او ځان هر شي ته نږدې ښیي همدا پوه ده، چې د هر مسلک په رڼا کې هر څوک ځانته یوه منطقي او مسلکي تگلاره ټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...