جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالب مشرانو د ویزو د بندیز په اړه د امریکا پر...

د طالب مشرانو د ویزو د بندیز په اړه د امریکا پر پرېکړده د طالبانو غبرګون

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۱ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري پر طالب مشرانو د وېزو بندیز د دوو هیوادونو د اړیکو لپاره زیانمن وباله.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، د امریکا دا پرېکړه به د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پرمختګ په لاره کې خنډونه پېښ کړي.

د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وړمه ورځ (سې شنبه) وویل چې د ویزې په بندیز کې به د طالبانو اوسني او پخواني غړي او ټول هغه کسان شامل وي چې د طالبانو د حکومت په ځپونکو پالیسیو کې په یو نه یو ډول لاس لري.

بلینکن پر یوه ټویټ کې لیکلي:«موږ پر طالبانو او نورو فشار ته دوام ورکوو چې بشري حقونو او د نجونو او ښځو په شمول د ټولو افغانانو د تعلیم د حق بینادي ازادیو ته درناوی وکړي.»

ده همداراز وویل هیله لري چې نور هیوادونه هم ورته اقدامات وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه اعلان داسې مهال کېږي چې روانه اوونۍ د دواړو هېوادونو لوړ پوړیو چارواکو په دوحه کې پر بېلابېلو برخو تفصیلي ناستې لرلې او پر نژدې ټولو د پام وړ مسایلو باندې خبرې اترې شوې دي.

د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو جزییات نه دي څرګند شوي خو له دغو خبرو وروسته امریکا وویل چې نور به پر افغانستان د امریکا بې پېلوټه الوتکې یوازې د ولسمشر بایډن په امر برید کوي.

ویل کېږي چې د طالبانو یوه اساسي غوښتنه دا وه چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې دې د افغانستان په خاوره بریدونه نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي. د امريکا متحد ايالتونه بايد په دوحه کې وروستيو خبرو ته په پام  مثبت ګامونه پورته کړي او په عمل کې هم وښيي چې له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل په لټه کې دی.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه ډول پرېکړې، په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي. بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اختلاف وړ ټکي بايد د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې حل شي او پر داسې پرېکړو له سره غور وشي چې د دواړو لوریو په ګټه نه وي.

1 COMMENT

  1. کاشکی آمریکائی استعمارگرانو ټولو طالبانو ته دَ خپل هیواد ویزه ور کړې واى خو کابل او نورو ښارونو ته ئې دَ سفر او اقامت جواز او ویزه نه واي ورکړې.
    په هر حال، په زړه بینا اشخاص پوهيږى چى دَ پردې شا ته څه روان دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب