پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهطالبانو وايي، د افغانستان امنیت د سترو پروژو لپاره برابر دی

طالبانو وايي، د افغانستان امنیت د سترو پروژو لپاره برابر دی

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۱ مه) د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت په هیواد کې د سترو پروژو د بیا بیلېدو لپاره کفایت کوي.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته له افغانستان سره اقتصادي مرستې تر ډېره کمې شوي او پانګونه له نشت سره برابره شوې ده. له بلې خوا اکثره شتمن افغانان له خپلو شتمنیو سره له هیواده وتلي او هغوی چې لا نه دي وتلي د وتلو په هڅه کې دي.

طالبان، چې تر واک ته رسیدو وړاندې د اکثرو لویو پروژو خنډ بلل کېدل، اوس هڅه کوي چې د تاپي په شمول لویې پروژې په افغانستان کې پیل او خلکو ته د کار- روزګار فرصتونه برابر شي. خو له دې کبله چې د طالبانو د ځینو پالیسیو له کبله پر افغانستان نړیوال بندیزونه دي، نه یوازې دا چې پانګوونکي افغانستان ته پانګې نه شي راوړی، ډیری په اوسنیو حالاتو باور نه شي کولی.

د چارو کتونکي وايي، که د نړیوالې ټولنې او د هغې په سر کې د امریکا مرستې نه وي د افغانیو ارزښت به خورا ټیټ شي او د افغانانو اقتصادي ناورین به تر دې هم سخت شي.

په تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته لږترلږه ۴۰ میلیون ډالره نغده مرسته رارسیدلې او دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۱۰ ورځو کې دا د مالي مرستو څلورمه جوپه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب