شنبه, مې 18, 2024
Home+دندې ته ځان چمتو کړئ

دندې ته ځان چمتو کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

تر هر څه وړاندې درته د نوې دندې د پيل مبارکي وايم. پوهېږم چې د ډېرو هڅو او ستړياوو تر ګاللو وروسته دې ځای ته رسېدلي ياست.

لومړنۍ دنده او يا لومړۍ تنخواه اخیستل ځانګړی خوند لري، چې هېرول یې ناشوني دي. لومړۍ کاري دوره مو پر دریو برخو (لومړۍ اونۍ، لومړۍ میاشت او لومړي فصل) ووېشئ؛ څو وکولی شی خپلې وړتیاوې ثابتې کړی.

لومړۍ اونۍ

۱- د ادارې لومړیتوبونه مو وپېژنئ- کېدای شي د کار په لومړۍ اونۍ کې مو کارونه ډېر درانه او زیات نه وي، نو ښه موکه ده چې له خپل نوي کاري محیط او دندې سره اشنا شئ. کېدای شي د ځینو ادارو اصول بیا داسې وي چې په لومړۍ اونۍ کې پر کارکوونکو د کار بوج زیات کړي. معلومه نه ده چې تاسو له دې دواړو حالتونو څخه له کوم یوه سره مخ کېږی خو له دې سره سره، ځان ته وخت ورکړئ او له مدیر څخه مو د ادارې د لومړیتوبونو په اړه وپوښتئ.

۲- له اداري جوړښت څخه ځان خبر کړئ- کېدای شي په هماغه لومړۍ ورځ تاسو ته د ادارې د جوړښت په اړه معلومات درکړل شي، خو که نه وي درکړل شوي، خپله دا هڅه وکړئ چې د ادارې له جوړښت څخه ځان خبر کړئ، ځکه دا پوهه درسره مرسته کوي چې له چا سره څه ډول چلند وکړئ او د هر چا موقف و پېژنی. بل دا چې پر دې هم پوهېږئ چې د خپلو ځينو کارونو راپور چا ته ورکړئ
.
۳- د ورځې تر پایه په دفتر کې پاتې شئ- کېدای شي د دندې تر پيل کولو وړاندې په ډېر خوب کولو عادت شوي یۍ، خو اوس د دې وخت دی چې سهار وختي له خوبه پورته شی، ځان منظم کړی، پر وخت او ان له وخت څخه څو دقیقې مخکې ځان دفتر ته ورسوۍ. لومړۍ اونۍ ډېره مهمه ده، باید پوه شئ چې ډېر کار د ورځې په کومه برخه کې دی. که تاسو په لومړۍ ورځ تر اخره په دفتر کې پاتې شی، دا شی ښه درک کولی شی.

۴- له همکارانوسره مو ګورئ- دا سمه ده چې تاسو به له دې وروسته ډېری وخت له همکارانو سره ګوری، خو لومړۍ اونۍ ډېره مهمه ده. له همکارانو سره مو پېژندګلوي پيدا کړئ، نوم او د مسوولیت پوښتنه یې ترې وکړئ. کېدای شي له دې هم ورسره صمیمي شی، د سرګرمۍ او ان د کورنۍ په اړه یې ترې پوښتنه وکړئ، زده کړې یې څومره او په کومه برخه کې دي او چېرته اوسېږي؟

۵- له مدیر سره مو همغږي اوسئ- د لومړۍ اونۍ په پای کې مو مدیر ته ورشئ، د یوې اونۍ کاري راپور ورکړئ او د خپلو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه ورته ووایئ. دا ډېره ښه موکه ده چې د ځان په اړه مو د مدیر نظر واخلئ او په راتلونکې کې له دې هم ښه پر مخ ولاړ شئ.

لومړۍ میاشت

۱- له همکارانو سره مو وګورئ- له همکارانو سره مو خبرې وکړئ. کېدای شي هغه اداره چې تاسو پکې دنده اخيستې ده ډېر کارکوونکي ولري. د همکارانو نومونه مو د یادښت په کتابچه کې ولیکئ، ځکه کېدای شي چې له یاده مو ووځي.

۲- پوښتنه وکړئ، غوږ کېږدئ او وګورئ- لومړۍ میاشت د زده کړې لپاره ډېره اړینه ده. په دقت سره مو د مدیر او همکارانو سپارښتنو ته پام وکړئ. کېدای شي ځینې موضوعات مو په طبعې برابر نه وي، اړينه نه ده چې سملاسي غبرګون پرې وښیی؛ خو وروسته يې د علت په اړه پوښتنه وکړئ، کېدای شي داسې څه یې تر شا وي چې په لومړي سر کې یې تاسو په اړه نه وۍ پوه شوي. په لومړیو ۳۰ ورځو کې کېدای شي تاسو ځینې وړاندیزونه هم ولرۍ، خو ډېر پام مو باید د زده کړې خوا ته وي.

۳- د ادارې غوښتنو ته مو پام وکړئ- په خپل ټول توان سره د ادارې د لومړیتوبونو او غوښتنو د پېژندلو په لټه کې شئ. د بېلګې په توګه، که پوهېږئ چې اداره مو د پروژې یوه کنټرولوونکي ته اړتیا لري او تاسو یې وړتیا لري، نو همدا یې وخت دی چې خپله وړتیا ښکاره کړئ.

۴- د ټیم ستونزې مو یاداشت کړئ- سترګې او غوږونه مو خلاص کړئ او په دقت سره په ټیم کې شته ستونزې درسره د یادښت په کتابچه کې ولیکئ. معلومه کړئ چې څه مو د کارونو پر وړاندې خنډ دي. لومړی په دې اړه څېړنه وکړئ چې ولې له دې وړاندې دغه ستونزې نه دي حل شوې، له هغه وروسته خپل وړاندیزونه مطرح کړئ.

۵- اوبه وڅښئ، سالم خواړه وخورئ او دمه وکړئ- کېدای شي دغه سپارښتنې په مستقیم ډول ستاسو په کړنو پورې نه وي تړلې، خو د اوبو څښل، د سالمې غذا خوړل او په کافي اندازه استراحت کول هغه څه دي چې په دنده کې ستاسو پر کړنو مثبت اغېز کوي. له بدن سره مو د یوه ماشین په څېر عمل وکړئ! ښه تغذیه او کافي استراحت.

لومړۍ ۹۰ ورځې

۱- له ماهرو کسانو سره په اړیکه کې اوسئ- له څو اونیو وروسته به مو اوس په خپله اداره کې ماهر، پیاوړي او په کارپوه کسان هرو مرو پېژندلي وي. له دې کسانو سره مو اړیکې پیاوړې کړئ، څو تاسو هم بریالي شی. دغه کسان کولی شي ډېرو ښو او اړینو ټکو ته ستاسو پام واړوي.

۲- غوښتنې مو مشخصې کړئ- له مدیرانو سره مو اړیکې مه پرې کوئ، غوښتنې او موخې مو ورسره شریکې کړئ. د رییس او مدیر موخه، په تېره بیا په شخصي کاروبارونو کې، دا وي چې څه ډول خپله اداره د پرمختګونو پر لور رهبري کړي. مدیر ته مو دا ثابته کړئ چې ستاسو غوښتنې او موخې د ادارې په ګټه دي او د لا ځلېدو لامل یې کېږي. دغه راز تاسو کولی شی پوه شی چې اداره مو په راتلونکې کې کومې موخې او غوښتنې لري.

۳- هغه کارونه هم وکړئ چې مسووليت يې ستاسو پر اوږو نه دی- په ټولو ادارو کې ځینې داسې دندې هم وي چې کېدای شي ستاسو په کاري تړون کې يې يادونه نه وي شوې؛ هڅه وکړئ چې دا ډول دندې هم په ورین تندي مخ ته یوسئ. کېدای شي ځینې وخت مو مېلمه ته خپله چای يوسئ او یا هم له پخلنځي څخه د ځان لپاره په خپله خواړه راوړی.

۴- هره ورځ مو باید لومړۍ ورځ وي- د کاري مرکې لومړۍ ورځ مو در په یاد کړئ چې څومره متمرکز او دندې ته تږي وی. هره دنده چې درسپارل کېږي، فکر وکړئ د کار لومړۍ ورځ مو ده. په پوره دقت او لېوالتیا یې ترسره کړئ. دغه څه تاسو ته مسلکي ابرو دربښي.

۵- له پخوانیو همکارانو سره په اړیکه کې اوسئ- ځان ته وخت ورکړئ او له پخوانیو همکارانو سره مو وګورئ. له وړې موکې څخه هم ګټه واخلئ، خپل پخواني رییس، مدیر او یا همکار ته مو ایمېل او یا هم لیکلی پیغام واستوئ.

یادونه: په دنده کې د ښو پایلو د ترلاسه کولو لپاره هڅه اړینه ده. تاسو هېڅکله هم دا موکه بیا نه شی تر لاسه کولی چې دویم ځلي ځان ثابت کړئ، ځکه د دې تجربې لپاره هېڅ رییس او مدیر وخت نه لري. د کار په همدې پیل کې د ځان ثابتولو هڅه وکړئ. په دنده کې ښه راتلونکې مو یوازې د لومړیو ورځو په فعاليتونو سره تضمين کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب