یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهکډوال افغانان: ترک پوځیانو له موږ کالي وایستل، سخت یې ووهلو او...

کډوال افغانان: ترک پوځیانو له موږ کالي وایستل، سخت یې ووهلو او په مریو یې راته برچې کېښودلې

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۰ مه) یو شمېر کډوال افغانان چې غوښتل یې د ترکیې له لارې اروپا ته لاړ شي، وایي د ترکیې خاورې ته له داخلېدلو څخه وروسته ترک نظامیانو ونیول.

کډوالو وویل، د سهار تقریبا څلور بجې وې چې ویې نیولو او تر ۸ بجو پورې یې سخت ووهلو.

د ا. خوګیاڼي په بدل نامه یوه کډوال له تاند سره په خبرو کې وویل، «بس د دنیا هر رنګ نخری یی پر موږ وکړلی. اول خو یی چی ونیولو لباس یی له موږ واېست، بیا یې یخې اوبه را باندې واړولې. له اوبو اچولو څخه وروسته یې زموږ په وهلو شروع وکړله، په لغتو، سوکانو یې ووهلو، بیا یې لږه دمه وکړله،»

خوګیاڼي وویل، «له دمې وروسته یې د پلاستیکي پایپونو او بیا د لرګي په ډانګونو باندې ووهلو، بیا دمه شوه،»

هغه وویل، «په درېیمه مرحله کې دوه ترکانو یو کډوال اوږو ته پورته کاوه او بیا یې په زور په ځمکه را ویشت چې ډېر کسان په کې سخت ژوبل شول،»

نوموړي وویل، «د شکنجې په بله مرحله کې یې راته وویل چې سترګې رډې کړئ او بیا یې عکسونه واخیستل. تر هغه وروسته یې ټول سره یوځای کېنولو او امر یې وکړ چې وخاندئ، مونږ سخت ځپل شوي او دردمن وو خندا نه راتلله خو له زور او جبر څخه په استفادې یې وخندولو او بیا یې زمونږ ګډ عکسونه واخیستل،»

هغه وویل، «له هغه وروسته یې څو دقیقې په مونږ باندې د شاوخوا ځایونو څخه د سګرټو فلټرونه راټول کړل،‌ او چې د سهار اته بجې شوې بیا یې بېرته د ایران د پولې په خوا را روان کړلو،»

د جمال لغماني په مستعار نامه یوه کډوال د خوګیاڼي د خبرو په تایید وویل، «د ایران په لوري د تګ پر وخت یې په سینه کشۍ بوتللو، او مجبور یې کړو چې سندرې ووایو،»

لغماني له تاند سره په خبرو کې وویل، «ترکانو سندره ویله او مونږ ته یې ویل چې سندره به هغسې تکراروئ چې مونږ یې وایو، دا چې مونږ د ترکي ژبې صحیح تلفظ نشوای کولی ډزې یې راباندې وکړلې،»

جمال وویل، «زمونږ په ۴۰ کسیز ګروپ کې یو د ملي اردو غړی وو،‌ هغه ورته وویل چې د ملي اردو غړی وو او ژوند ته یې خطر وو، هغوی هغه را چپه کړ او په مرۍ یې ورته برچه کېښودله، غوښتل یې حلال یې کړي، هغه کلمه وویله، بیا یې خوشې کړ.»

ویل کیږي چې ترکیې درې کاله مخکې له اروپایي اتحادیې سره د څو زره میلیونو ډالرو په بدل کې تړون وکړ چې د کډوالو د ورتګ مخه به نیسي او لا هم دغې چارې ته دوام ورکوي.

ترکیه، پاکستان او ایران چې ځانونه د مسلمانانو سرلاري بولي، هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې د خپلو اجیرو ملېشو له لارې د جنګ اور تازه ساتي او هر یو یې هڅې کوي چې د هغوی نایب ګروپونه په بېلابېلو ډولونو په افغانستان کې د هغوی ګټې خوندي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب