پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد ازبکستان ولسمشر له م.م. وغوښتل پر افغانستان د خبرو لپاره یوه...

د ازبکستان ولسمشر له م.م. وغوښتل پر افغانستان د خبرو لپاره یوه نړیواله ډله جوړه کړي

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۱ مه) د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، نړیوالو افغانستان هیر کړی او باید د دغه هیواد په اړه د خبرو لپاره یوه نړیواله ډله جوړه شي.

ښاغلي میرضیایف نن په استانې کې د سیکا په شپږمه سرمشریزه کې وویل، د نړیوالو ستونزو په منځ کې افغانستان هیر شوی دی نو له همدې کبله ملګروملتو ته وړاندیز کوي چې پر افغانستان د خبرو لپاره په نړیواله کچه یوه ډله جوړه کړي او دا ډله بیا له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

ده له طالبانو سره د تعامل په خاطر د همږغو او ګډو تګلارو پیاوړتیا ضروري وبلله.

میرضیایف په عین حال کې وویل:«دې ته اجازه نه شو ورکولی چې د تېر وخت غموونکې تجربه تکرار شي؛ یعني هغه وخت بیا راشي چې دا هیواد د نړیوال تروریزم پر مرکز بدل شي.»

د ازبکستان تر ولسمشر مخکې روانه اوونۍ د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل افغانستان ته د نه پاملرنې له کبله پر نړیوالې ټولنې انتقاد وکاوه، ویې ویل دوی ته داسې ښکاري لکه افغانستان چې اصلاً نه وي.

ښاغلي بوریل د اروپايي اتحادیې د سفیرانو په غونډه کې وویل؛«تېر کال ټولو د افغانستان په اړه خبرې کولې، خو اوس افغانستان چیري دی؟ نور د ورځپاڼو پر لومړي مخ د افغانستان نوم نه لیدل کېږي او ته وا اصلاً افغانستان نه شته.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب