Homeخبرونهټرمپ د افغانستان او پاکستان په جګړه کې د پاکستان ضمني ننګه...

ټرمپ د افغانستان او پاکستان په جګړه کې د پاکستان ضمني ننګه وکړه

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۹ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې له پاکستان سره یې «ډېرې ښې اړیکې» دي او اسلام‌اباد «ډېر ښه روان دی».

هغه دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې «پرانیستې جګړې» په اړه د امریکا د احتمالي لاسوهنې پوښتنه وشوه.

پاکستان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره په «پرانیستې جګړه» کې ښکېل دی او ادعا یې وکړه چې د هوايي بریدونو په ترڅ کې یې تر ۲۷۰ زیات طالب جنګیالي وژلي او تر ۴۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

بل لور ته، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې افغان ځواکونو ۵۵ پاکستانی سرتېري وژلي او د پاکستان دننه یې «مهم پوځي اهداف» په نښه کړي دي.

ایا ټرمپ به د پاکستان–افغانستان په شخړه کې لاسوهنه وکړي؟

د روانو ترینګلتیاوو او د امریکا د احتمالي مداخلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، ټرمپ په ضمني ډول د پاکستان ملاتړ وکړ او ویې ویل چې له اسلام‌اباد سره «ډېر جوړ» دی.

هغه خبریالانو ته وویل:
«هو، کېدای شي (لاسوهنه وکړم)، خو لکه څنګه چې پوهېږئ، له پاکستان سره مې اړیکې ډېرې ښې دي. ډېرې، ډېرې ښې. تاسو هلته یو عالي صدراعظم لرئ، یو ښه جنرال لرئ، او یو قوي مشر لرئ — دوه کسان چې زه یې ډېر درناوی کوم.»

د ده اشاره شهباز شریف او عاصم منیر ته وه.

دا په داسي حال کې ده چې ټرمپ د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې د خپلو پوځي قوماندانانو په شان په افغانستان کې د جګړې او ستونزو پړه پر پاکستان اچوله. د ځینو پاکستاني شنونکو په شمول نظر خاوندان باور لري چې امریکا هڅه کوي پاکستان د افغانستان په جبۍ (باطلاق) کې ګیر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...