Home+ښکاره جګړه: د افغانستان او پاکستان زړه ملګرتیا او نوې دښمني

ښکاره جګړه: د افغانستان او پاکستان زړه ملګرتیا او نوې دښمني

منصور افغان – انګلستان مېشت افغان شنونکی

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشت د ټولو په یاد ده.

د ۱۵مې له څو ورځو شوک وروسته شاید تر ټولو زرور تصویر چې د ډېری افغانانو په ذهن کې مېخ پاتې وي د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د هغه وخت مشر، جنرال فیض حمید و چې په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو یوازې څو ورځې وروسته، په سرینا هوټل کې د چایو څښلو په حال کې اخیستل شوی و.

د پېښوریانو خبره په سخت خوشګوار موډ کې و، دا یو ډېر مانا لرونکی انځور و. د پاکستان د استخباراتو مشر په ډېر ډاد او ارام لکه کابل یې چې نوی کور وي، داسې برېښېده. خو دا ټول له نن سره ډېر لرې او لکه بله دنیا داسې ښکاري. د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ هغه پخوانۍ پټه ملګرتیا اوس په یوه ښکاره او اعلان شوې جګړې بدله شوې.

هغه څه چې یو وخت د فیض حمید هغه تصویر تمثیلول، اوس په بشپړ ډول له منځه تللي.

هغه ترېنګلتیا چې له ډېرې مودې راهیسې په پټه خوټېدله بالاخره په جګړه بدله شوه. د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه، پاکستان د (غضب الحق) تر عنوان لاندې پوځي عملیات پیل کړل، چې له افغانستان سره یې د یوې رسمي او اعلان شوې جګړه چې د پاکستان د دفاع وزیر یې (ښکاره جګړه) بولي. دا جګړه به یوازې یو پوځي مانور او عملیات نه بلکې د دې سیمه د امنیت لپاره لوی سرخوږی وي، داسې څه چې په تېرو څو وختونو کې یې ځینې برخې برالا خو ځینې یې پټې وې.

د دې جګړې له پیلېدو وړاندې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له لوري د بریدونو زیاتېدا هغه څه دي چې د اسلام‌اباد د صبر کاسه یې ډکه کړه. د یوه راپور له مخې، چې د ۲۰۲۵ کال وروستۍ برخه باندې راڅرخي کښي چې ، په دغه موده کې د ټي‌ټي‌پي له لوري تر ۲۱۰۰ ډېر بریدونه ثبت شوي. د ټول کال په اوږدو کې دا شمېر له ۳۵۰۰ څخه اوړي.

دا بریدونه ورځ تر بلې پراخېدل. د فبرورۍ په ۶مه نېټه، په اسلام‌اباد کې پر یوه شیعه جومات ځانمرګي برید لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل او ۱۷۰ نور یې ټپیان کړل. یوازې څو ورځې وروسته، په باجوړ کې یوه بل بریدګر د بارودو ډک موټر د امنیتي ځواکونو له یوې پوستې سره وجنګاوه چې ۱۱ سرتېري یې ووژل. ورپسې په بنو کې د پوځ پر کاروان یو بل ځانمرګی برید وشو چې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون یې دوه نور سرتېري هم ووژل.

د بریدونو له زیاتوالي وروسته پاکستان د فبرورۍ په ۲۲مه، د افغانستان پر خاوره بریدونه وکړل او په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې یې ځینې موخې وویشتې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول. اسلام‌اباد دا بریدونه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پټنځایونو پر وړاندې “هدفي عملیات” وبلل. خو افغان چارواکو وویل چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د دوی په وینا، یوازې د ننګرهار د ګردي کڅ په کلي کې یوې کورنۍ د خپلو ۲۳ غړو څخه ۱۸ تنه په دې بریدونو کې له لاسه ورکړي دي. ملګري ملتونو د ملکي کسانو مرګژوبله تایید کړه.

افغانستان تېره ورځ‌ د دغو بریدونو غچ واخیست او د نږدې ۲۰ سرحدي پوستو له سقوط وروسته، پاکستان پر کابل او کندهار هوايي بریدونه وکړل. دا هغه څه وو چې یوازې څو کاله وړاندې ناممکن ښکارېدل. د دفاع وزیر خواجه آصف څرګندونو هغه څه تایید کړل چې ډېرو یې له له څه مودې راهیسې وړاندې شک درلود: اسلام‌اباد د (ستراتیژیک عمق) له تګلارې نور تېر دی او پوځي ځواک کارولو ته یې مخه کړې ده. طالبانو هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سخت ځواب ورکړی، او نړیواله ټولنه له امریکا،‌ تر ملګرو ملتونو، ایران، روسیه، چین، ترکیې پورې په تېزۍ سره د حل لارې لټولو په حال کې ده.

د اسلام‌اباد لپاره دا جګړه د لسیزو ناکامو پالیسیو پایله ده. د پاکستان پوځي او ستخباراتي بنسټ اوس طالبان د یو سټراټیژیک ملګري پر ځای، د هند یو نږدې متحد بولي چې د دوی مخالفو وسله والو ته یې پناه ورکړې ده.

له دغو بریدونو سره پاکستان غواړي کابل یوې سختې پرېکړې ته اړ کړي – یا د ټي‌ټي‌پي ملاتړ پرېږدي او یا د افغان دولت د بقا سوچ ورسره ولري، خو دا پخپل ذات کې یو ډېر لوی خطر دی، ځکه پاکستان اوس له یو داسې دوه اړخیز امنیتي کړکېچ سره مخ دی چې د وتلو روښانه لاره نه لري. د (ورورګلوۍ) اړیکو وخت پای ته رسېدلې او ځای یې یوې داسې امنیتي دکتورین نیولی چې یوازې پر خپلو ګټو ولاړه ده.

طالبان به هڅه کوي دا بحران په خپله ګټه وکاروي. د پاکستاني بریدونو پر وړاندې په ودرېدلو سره، طالبان د افغان ناسیونالیزم احساسات راپاروي ترڅو له خپلې ایډیالوژیکې حلقې ور هاخوا، ځانونه د هېواد د ملي حاکمیت د مدافعانو په توګه وښیي. د ډیورنډ کرښې ساتنه په کور دننه دوی ته اعتبار بښي. خو افغانستان لا هم په وچه کې ایسار هېواد دی او مهمې سوداګریزې لارې یې له پاکستانه تېرېږي. که څه هم ملي احساسات یو پیاوړی ځواک دی، خو دا د اقتصادي ثبات ځای هېڅکله نشي نیولی. دا یوه داسې لوبه ده چې ښايي دوام یې ناممکن او یا هم ډېر زیات تاواني وي.

هغه هېواد چې په سیمه کې تر ټولو ډېر دغه کرکېچ پرې اغیز کولی شي چین دی. د دغه هېواد د (یو کمربند او یوه لاره) پروژې او په ځانګړي ډول د سي‌پېک (CPEC) پانګونې په مستقیم ډول د جګړې په خط کې دي.‌ د بیجینګ دا ژوره اندېښنه په رښتیا هم یوه ریښتینې سټراټیژیکه ویره  ده چې که جګړه اوږده شي، غیر مستقیم به ښايي هند او روسیه میدان ته راکاږي او دا سرحدي سیمې به د نیابتي جګړو په ډګر بدلې کړي. وبه ګورو چې د چین، ترکیې او نورو منځګړیتوب به ګټه ولري، که نه.‌

اوسمهال دا یوازې د (تا وکړل ما وکړل) ‌او یوې لنډې ځوابي نښتې ته ورته برېښي، خو دا ځل داسې ښکاري چې د پاکستان او د طالبانو د اتحاد پرېکنده پای رارسېدلی، او دا به ټوله سیمه ورسره بې ثباته کړي. خو تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې ایا د طالبانو د جنوبي مشرتابه نه به سوڼ وخېژي او هغوی به ووایي چې (نور بس ده) او تر هر څه افغانستان لومړیتوب لري.‌ والله اعلم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مورنیو ژبو ورځ او د پښتو نیمګړی عدالت

لیکوال: محمد خالد وردګ / لاس انجلیس، کلیفورنیا د فبرورۍ ۲۱مه د ملګرو ملتونو له خوا د مورنیو ژبو نړیواله ورځ نومول شوې ده. دا...