Homeخبرونهد یوناما مشر د ترکمنستان له جنرال قونسل سره د افغانستان پر...

د یوناما مشر د ترکمنستان له جنرال قونسل سره د افغانستان پر اقتصادي پروژو خبرې وکړې

تاند (پنچمشبه/ د غبر\ولي/ جوزا 7 مه) ترکمنستان او د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) د افغانستان د اقتصادي رغېدو د ملاتړ لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ او بنسټیزو پروژو په اړه خبرې کړې دي.

د دې خبر راپور ترینډ خبري اژانس د ترکمنستان د حکومت د مطبوعاتي دفتر له قوله ورکړی دی.

د یوناما نوي ټاکل شوي مشر پاول یرشییف، چې هرات ته تللی، په دغه ښار کې د ترکمنستان د قونسلګرۍ له عمومي قونسل باتیار یولوف سره وکتل.

په خبرو کې دواړو لورو ټینګار کړی چې ترکمنستان د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول لري، او دا کار د انرژۍ او ترانسپورټ د سترو پروژو له لارې ترسره کېږي؛ هغه پروژې چې د ټاپي د ګازو نل‌لیکه او د برېښنا د مزو سیمه‌ییز لېږد پکې شامل دي.

په دغو خبرو کې د رېلګاډي د پراختیا او عصري کولو روانو پروژو ته هم اشاره شوې، چې هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او نښلونې پیاوړتیا بلل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...