تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۷ مه) د افغانستان د واکمن رژیم دفاع وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد په مسکو کې د ایران د ملي امنیت شورا له مرستیال علي باقري سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان خاوره او فضايي حریم هېڅکله د ایران پر ضد نه دی کارول شوی، او د دوی حکومت دا موضوع د امریکا او ایران د وروستۍ جګړې پر مهال ثابته کړې ده.
دواړو لورو د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د نړۍ د جګپوړو امنیتي چارواکو د څوارلسمې غونډې په څنډه کې سره وکتل.
د ایران د دولتي خبري اژانس (ایرنا) ړ راپور له مخې، علي باقري یعقوب مجاهد ته ویلي، امریکا او اسرائیل د سیمې د هېوادونو «ګډ دښمنان» دي.
باقري ویلي چې د بهرنیو ځواکونو مداخله په سیمه کې د بېثباتۍ اصلي لامل دی، او یوازې د سیمې هېوادونه حق لري د خپلو امنیتي او برخلیک ټاکونکو مسئلو په اړه پرېکړه وکړي.
د ایرنا د راپور له مخې، یعقوب مجاهد په دې لیدنه کې د امریکا او اسرائیل د وروستیو پوځي اقداماتو پر وړاندې له ایران سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ایرنا په راپور کې دا هم راغلي چې هغه د ایران د مشر علي خامنهيي د وژل کېدو له امله خواخوږي څرګنده کړې ده.
یعقوب مجاهد ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره، فضا او پولې هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې، او کابل دا موضوع د ایران په وروستۍ جګړه کې په عملي ډول ثابته کړې ده.
ایرنا لیکلي چې د ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه او د سرحدي امنیت پیاوړتیا هم د دواړو لورو د خبرو مهم محورونه وو.
طالبانو تراوسه پورې له علي باقري سره د ملایعقوب مجاهد د کتنې او حبرو په اړه څه نه دي ویلي.
ملامحمد یعقوب مجاهد د سېشنبې په ورځ مسکو ته لاړ چې د روسیې له لوري جوړ شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.