چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+فولوکس واګون چا په څه هدف جوړ کړ؟

فولوکس واګون چا په څه هدف جوړ کړ؟

تاند- له نن څخه ۸۶ کاله پخوا د یوې کمپنۍ له لوري چې اصلاً په یوه نازي سازمان (د جرمني کارګري جبهه) پورې یې تړاو درلود، د فولوکس واګون په نوم چې معنا یې ده «د خلکو موټر»، ارزان بیه موټر جوړ شو.

د دې موټر د جوړولو لپاره د جرمني کارګري جبهې په ۱۹۳۴ م کال اتریشی انجینیر فیردیناند پورشې وګوماره او په ۱۹۳۸ م کال کې یې په کوز ساکسوني ایالت کې نوې فابریکه جوړه کړه.

په ۱۹۳۹ م کال مخکې تر دې چې دوهمه نړیواله جګړه پیل شي د فولوکس واګون پراخ تولید پیل شو. دا فابریکه چې فولوکس واګون پکې جوړ شو، د پوځي وسلو او وسایطو د جوړېدو په هدف جوړه شوې وه.

خو اوس دا موټر، چې د جوړېدو هدف یې ارازنه موټر و، د نړۍ ارزانه موټر نه ګڼل کېږي. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې فولوکس واګون د موټر جوړولو د نړۍ یو تر ټولو ستر شرکت وګڼل شو. د دغه موټر تر ټولو ستر بازار چین دی.

د فولوکس واګون مرکزي دفتر د جرمني په وولفسبورګ کې دي.

فولوکس واګون اوس د نړۍ په لسو تر ټولو ډېرو پلورل کېدونکو موټرو کې درېیم مقام لري. د اتو ګایډ کام (AutoGuide.com) د درجه بندۍ پر اساس ټویوټا ۳۷ اعشاریه ۵ ملیونه، فورډ ۳۵ ملیونه، فولکس واګون ګلف ۲۷ اعشاریه ۵ ملیونه او د فولوکس واګون بل ماډل فولوکس واګون بیټل ۲۳ اعشاریه ۵ ملیونه پلورل کېږي.

د دې درجه بندۍ له مخې د فولوکس واګون بل ماډل پسات نهم ځای لري او ۱۵ اعشاریه ۵ ملیونه پلورل کېږي.

1 COMMENT

  1. که څه هم زما د موټر د چلولو څخه خوا ګرځی ( د مجبوریت او کاسبی له مخی ئی چلوم ) او تقریباً هر اروپائی موټر می آزمویلی او چلولی دی خو آلمانی موټران ډیر تکړه موټران دی البته ټویوټا هم ښه موټر دی ( طبیت ئی یوی هوښیاری او نیکی او سِنه داری او دُعاګویه او ۹۰ کلنی خواښی ته ورته دی ). امّا فرانسوی موټران خوشی د ګوزی زامن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب