Homeخبرونهروسیې د افغانستان له واکمن رژیم سره د پوځي- تحنیکي همکاریو تړون...

روسیې د افغانستان له واکمن رژیم سره د پوځي- تحنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړ

تاند (پنچشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۷ مه) روسیې او د افغانستان د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ مسکو ته څېرمه په یوه فورم کې د پوځي ـ تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.

د iStories د راپور له مخې، دا ډول تړونونه معمولاً د وسلو، جوازونو او پوځي ټکنالوژۍ د لېږد ترڅنګ د ګډو پوځي پرمختیايي پروژو برخه هم رانغاړي.

د مې په ۲۷مه، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګی شویګو د طالبانو له دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد سره ولیدل.

روسیه هغه لومړنی هېواد و چې په ۲۰۲۱ کال کې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند.

دفاع وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد د سې‌شنبې په ورځ مسکو ته لاړ چې د روسیې له لوري جوړ شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون ولري، خو د یعقوب مجاهد د سفر د اجنډا او احتمالي لیدنو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

ملایعقوب مجاهد په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي...