تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۴ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی زلمي کابلوف، ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي یا یوناما ماموریت به وغځول شي، خو د هغه په وینا، د دې ادارې د فعالیتونو په اړه په اوسني پړاو کې ځینې پوښتنې موجودې دي.
کابلوف ایزویستیا ورځپاڼې ته ویلي: «هو، البته چې د یوناما ماموریت به وغځول شي، خو له ځینو شرطونو سره؛ ځکه د دې پلاوي د فعالیتونو په اړه پوښتنې شته. موږ هیله لرو چې دا ټول موارد به په پام کې ونیول شي.»
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي همداراز په افغانستان کې بشري بحران ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید یوازې د اعلامیو او سیاسي دریځونو له مرحلې واوړي او عملي اقداماتو ته مخه کړي؛ که هغه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې وي او که په دوهاړخیز ډول.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د وضعیت د حل لپاره عملي ګامونه تر بل هر وخت ډېر اړین دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر لمریز کال د حوت په میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې یوناما د یو کلن ماموریت د غځولو له مسودې سره موافقه نه ده.
امنیت شورا هغه مهال په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د درو میاشتو لپاره غځولی و او دغه ماموریت د درېیو میاشتو لپاره وغځول شو.
دا له ۲۰۰۲ کال راهیسې لومړی ځل و چې امریکا د یوناما د ماموریت په اړه داسې دریځ خپل کړ. د همدې پرېکړې له مخې، په دغو درېیو میاشتو کې باید د یوناما د ماموریت هر اړخیزه ارزونه وشي.
د امنیت شورا د پخوانۍ اعلامیې له مخې، امریکا ویلي و چې یوناما د ملګرو ملتونو له تر ټولو لګښتلرونکو ځانګړو سیاسي ماموریتونو څخه ده او په ډېر پېچلي چاپېریال کې فعالیت کوي، نو شورا باید لومړی وارزوي چې ایا د دې ماموریت دوام لا هم مناسب او عملي دی که نه.