Homeخبرونهد پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ ملکي افغانان وژل...

د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ ملکي افغانان وژل شوي

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۹ مه) د افغانستان حکومت د جمعې په شپه ناوخته وویل چې لږ تر لږه ۱۹ ملکي وګړي وروسته له هغه ووژل شول چې پاکستان د دغه هېواد پر دوو ولایتونو بریدونه وکړل.

د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل، پاکستان «یو ځل بیا په قصدي ډول په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د عامو ملکي وګړو کورونه ویشتي، چې له امله یې ۱۹ ملکي وګړي شهیدان او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.»

فطرت زیاته کړه: «د شهیدانو او ټپیانو ډېری برخه ماشومان او ښځې دي.»

بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په جلا بیان کې وویل چې پاکستان د پنجشنبې له شپې څخه د جمعې د شپې تر۱۱:۰۰ بجو پورې په افغانستان کې ۲۹ سیمې د هوا له لارې په نخښه کړې دي.

هغه ادعا وکړه چې د افغانستان حکومت ۲۹۷ کسان له لاسه ورکړي او ۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي همداراز وویل چې ۸۹ پوستې ویجاړې شوې او ۱۸ نورې پوستې د پاکستان له خوا نیول شوې دي.

تر دې وړاندې، د افغانستان حکومت وویل چې ۵۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې کابل د پنجشنبې په ورځ د افغانستان پر خاوره د پاکستان د یکشنبې د ورځې د بمباریو په ځواب کې پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل، چې ورپسې اسلام‌اباد په افغانستان کې هوايي بریدونه وکړل.

د کرښې دواړو غاړو ته د وژل شویو شمېر ۴۸ ته لوړ شوی دی. په دې کې، د پاکستان په وینا ۱۲ پاکستاني سرتېري او یو ملکي وګړی شامل دي، په داسې حال کې چې کابل ویلي یوازې د ۱۹ وژل شویو پاکستاني پوځیانو مړي دوی ته پاته شوي دي. ۱۹ پوستې یې ویجاړې شوې دي.

د طالبان ویندوی ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې ۱۳ طالبان شهیدان شوي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا، لږ تر لږه یو پاکستاني سرتېری لا هم نادرکه دی.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې یو شمېر پاکستاني پوځیان یې ژوندي نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...