چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

دوکتور لعل پاچا ازمون

اومه برخه

۵ـ۱: ساینس او ښکلايي حس

ساینس دا ښودلې چې د علمي تجربو په ترسراوي کې تر هر څه وړاندې الهام، تصور او تداعي ونډه اخلي، ښکلايي حس د الهام، تصور او تداعي سرچینه ده.

ځکه خو د جبران په وینا: (( له فکر او خیاله محروم ساینسدان یو قصاب دی چې چړې یې پڅې او پیمانې یې تر وخت تېرې سوې دي، لاکن وکړو څه؟ موږ ټول سبزي خواره هم نسو کېدلای؟ )) (( زهیر، عصمت، د لبنان ویاړ جبران، ژباړه، ۲۰۲۰ز، ۱۵۲م)

 نو فکر و خیال د ژوند د پایښت او ښایست توکي دي. ځکه (( تر ښایسته اخوا نه علم سته او دین. )) ( زهیر، عصمت، د لبنان ویاړ جبران، ژباړه، ۲۰۲۰ز، ۱۵۳م)

د دیر سیمې تکړه لیکوال غمزه را ته په یوه لیک کې لیکلي وو چې: (( ساینس پوهان او څېړونکي د طبیعت یا نظري ماډلونو کې د جمالیاتی ښکلا څخه الهام اخیستل کېدی شي چې د نوي بصېرتونو، فرضیو او موندنو لامله کېږي.

په دواړو ډومینونو کې، د جمالیات او فعالیت ترمنځ مداخله څرګنده ده. جمالیاتي اپېل کولی شي ښکیلتیا، ارتباط او تفاهم ته وده ورکړي، دا د انساني بیان او نوښت ارزښتناکه اړخ جوړوي.))

د ساینسي تجربو سپړنه مو ذهن یوې مخینې ته بیايي، دغه مخیه د انسان په لومړني ژوند پورې تړلې ده. انسان له هرڅه سره د خپل سلوک او ذات له مخې انساني چلن کوي. انساني چلن له ښکلایي حسه خړوبېږي، د کایناتو له توکو سره لکه لمر، سپوږمۍ، ستورو … په څېرو کې د ښکلا په لټون پسې ورک وي.

د دوی په څېرو کې د انسان څېره ګوري، دا هغه څه دي چې خیر رسوونکي او فکر ورکوونکي دي، نو ددغه خیر رسوونکو توکو نه په ساینسي تجربو کې هم کار اخیستل کېږي. (( … پخوانیو قامونو د سپوږمۍ، لمر او ستورو عبادت کولو او له دغو اجرام فلکې سره یې ډېر روایات منسوب کړي وو، بلې خواته به هم شاوخوا ادوارو کې د نړۍ ګڼ شمېر عالمونه لکه طالس، ملطوي، فیثاغورث، کوپرنیکس، دیموکراطیس او بطلیموس وغیره، ددې حقیقت معلومولو لپاره انتهایي زیار راوست چې د ځمکې او اسمان ګردش د ستورو او سیارو تګ راتګ د تیارو او رڼا خاصیتونه معلوم کړي. ددې څېړنو په رڼا کې د اجرام فلکې په هکله غوره معلومات واضح شو، که څه هم نوې تجربې نوې اډانه رابرسېره کوله خو دا سلسله لا روانه ده، هغه د اقبال خبره چې وایي:

یا کاینات اب هے، ناتمام هے شاید

که ارهے د مادم صداے کن فیکون

د اجرام فلکې دغه څېړنه له هغه وخته سره سم تر ننه پورې دوام لري، هغه وخت نور خو نور د خلفه مامون الرشید په دور کې د بغداد او دمشق په ښارونو کې د ستورو د ګردش معلومولو لپاره بېخي ډېرې رسدګاهانې موجودې وې، ان تر دې چې بر صغیر کې هم د محمدشاه تغلق په دور کې په ډهلي او جېپور کې مانسېنګ دوې رسدګانې رسم کړې وې. ددې دور اوږد تمهید لرلو څخه زما مطلب دا و چې پښتانه هم ځان لره د ستورو حساب لري. په دې حساب کې هم د ستورو ګردش نه شي معلومولی، خو دومره قدر ضرور وه چې د دوی د کښت و کروندې، د مالدارۍ او د کوچ کولو یعنې د تګ راتګ د حساب انحصار په همدغه ستورو باندې و.

له دې علاوه د ستورو د ختلو او لوېدلو په ترڅ کې د ټول کال دپاره د پښتنو سره د ستورو د حساب یو ډول مربوط نظام و، د دوی دغه اوقات کار د خپل حساب په اړه هېڅ ډول بدلون نه قبلولو، بلکې د شمسي کال غوندې یې حساب ځای پر ځای و. یعنې هغه داسې چې جنوري ګرد عمر د یخ میاسته ده او د نهم ستوري ګرد عمر هغه خاص یخ کې وي خو دغه حساب ته څه خاص نوم نه و ټاکل سوی او په دې اوسني دور کې چرته خال خال پخواني سپینږیري دغه حساب کولی شي ګنې زیاته په ختمېدو دی. دلته ما پخپله د مالک زهیر له (پښتني علم الافلاک) مضمونه استفاده کړې ده.

په هر حال دلته چې د اتڼ په نارو کې ددغه حساب له رویه د کومو ستورو نومونه ذکر شوي دي، یا یې لږ و ډېر خاصیتونه اندازه کولی شوو، د هغه تشرېح په دا ډول ده.

 هیله هیله هیله

پر اړ مې ماښام راوختې سهېله

پرون لا راسره وې

نن به چېرته یې د شنو کوترو سېله

هیله هیله هیله

په اړ مې ماښام راوختې سهېله

میېن څله بېلباسې

رب دې وچ که د پسرلي رټه پهیره

بېلباسې: بېل باسل، جلا کول

 رټه: رټ، خراب، بېکاره

 پهیره: پهر، موسم.

 لکه څنګه چې واضحه ده چې سهیل د یوه ستوري نوم دی، د همدغه سهیل په مناسبت د پښتانه د جنوب خواته سهېل وایي، ولې چې سهېل له دغې خوا څخه راخېږي، دغه ستوری چې کله د سهار له مهاله ښکاره شي نو ورسره د کلک یخ اغاز هم وشي او شنېزه رزېدل شروع کړي.

یو زرغون بوټی هم نه پاتېږي او د مني موسم وي، دا ګول سهېل د سهار د لمانځه پر وخت ختل د خزان زېری دی. د پخوانیو پښتنو د حساب له رویه چې کله دغه ستوری پر اُړمې ماښام راښکاره شي، نو دا د څوړمني موسم دی، ټول وطن شین زرغون دی، مېږې او مالداري په مستۍ کې وي لکه څنګه چې یو متل هم شته، “چې سهېل د ماښام پر خاته سي، د شپانه برت (برېت) په ماسته سي.” یعنې پۍ، ماسته، غوړي، هرڅه ډېر وي.

پښتانه وایي چې د سهېل څلوېښت شپې په وسه کې وي او څلوېښت شپې په مني کې شمېرل کېږي، په عامه توګه ویل کېږي چې کله سهېل د مني په پهر کې د ملا پر اذان خېزي، نو په هغه وخت ډېر ګړز او خوپ وي ځکه یې د اوبو پر سړوالي معلوموي، خو په پورتنۍ دوو نارو کې چې کوم فکر وړاندې کړل سوی دی، هغه د حساب سره فني ژورتیا هم لري، هغه داسې چې د سهېل د سهار د راختلو پس کوچیان یا مالداره پاوال ټول سره کلی وي، یوځای ژوند سره تېروي خو چې سهېل پر اوړمۍ ماښام راوخېزي، نو شین پسرلی وي.

دغه مالداره پاوال د خپلو مالونو د څرولو لپاره ځله یو کور شي، هر یو و پر ګوړ یعنې د وښو مځکې ته د ځان رسولو هڅه کوي، ځکه خو د شنو کوترو سېل یانې ښایستې نجونه ځله دانه دانه شي.

دغه رنګ په یوه بله ناره کې د درې ښلنګې ستوري ذکر په دا ډول خوندي شوی دی:

راوخته پر منګی (پېرمن، ثریا، پروین)

پر اُړمې ماښام سپوږمۍ تندر نیولګې

په نجونو کې طالع ده

په ستورو کې ښکاره ده درې ؟ښلنګی( د یو ستوري نوم)

هغه غوټه چې ورته ستوری، ثریا او پروین ویل کېږي، هغه ستورو ته پښتانه پرمن یا پرمنګ وایي، دغه پرمنګی چې د میاشتې پر کومه شپه کې له سپوږمۍ سره جوت شي نو ورته د سپوږمۍ میاستې په حساب و پرمنګي ته هم نوم ورکول کېږي، مثلاً د میاستې پر نهمه ورځ چې پرمنګ د میاستې سره برابر وي، نو د نهم پرمنګی ورته وایي، ولې پرمنګی د هرې میاستې په تاک شپو کې له میاستې سره برابرېږي. په کال کې له دولسو میاستو سره دولس پرمنګی راځي، د هرې میاستې په تاګ شپو کې چې کله سپوږمۍ او پرمنګ په یو برابر کې سره پر څنګ شي نو د هغې ورځې په نامه سره ورته پرمنګ ویل کېږي …)) (عارف، سید خیرمحمد. د اتڼ نارې. ۸۷م)

په فولکلوري اثارو کې چې د انسان د لومړنۍ پوهې زېږنده دي،  د ساینس او تخنیک لارې راښيي، د انسان ذهني او شعوري حرکت پر همدې لارو او نغوتو تګ کوي،  د رنګونو له غږونو نه یې تجربو ته پام اوړي. دوی  په دې تجربو کې  د ژوند اسباب برابروي، اوس پوښتنه دا ده چې: د ژوند دغه اسباب څه شی دي!؟

دغه اسباب د انسان د ذهني تجربو له مخې دده  په لاس له جوړې شوې “مېچنې” تر “ماشینه” ژوند دی.

مېچن د انسان د لومړنۍ پوهې زېږنده ده، دده خپلې تجربې دي، دده انسان د ذهن تخلیق دی. کله چې نور حسونه او  ذهن پراخېږي نو مېچن پر ماشین  اوړي، همداسې د ژوند په نورو چارو کې پرمختګونه وینو:

اسمان ته لار د ختو نشته

لیلا مجنون په عاشقۍ ختلي دینه

شاعر اسمان ته د ختلو لاره د لیلا او مجنون په عاشقۍ کې لیدلې، دغه تخیل یې د نورو  حسونو د ژوندي کولو او تجربو لپاره وړاندې کړی دی، اوس بویه چې نور پر دې لاره د خپل تفکر په رڼا کې اسباب یا وسیلې پیدا کړي.

د لیلا او مجنون کیسه یوه اسطوریي افسانه ده، په دغه افسانه کې تعهد، ژمنتیا او یو له بله سره اړیکه د ټولنیز ژوند او انساني ذهن ځواک ښيي. اسطورې د انسان د لومړنۍ پوهې هغه خارق العاده او مافوق الطبعیي تجربې دي چې اوس ټولنې ته د افسانو په توګه را پاتې دي، خو د انسان د ذهن ارتقايي بهیر ته چې ګورو نو دا د دوی د ژوند خپلې تجربې وې، پر دې کیسو د خلکو باور او عقیده وه، د دوی ژوند په همدې باورونو ولاړ و. دغو باورونو د انسان ذهن پراخه او نویو نویو تجربو ته وهڅاوه. د پرون تجربې نن او د نن سبا ته افسانې دي. د انسان ژوند پخپله افسانه دی. شاعري د تېرو ژوند په افسانو کې تخیلي ګډون دی، هغه افسانې او باورونه چې د خلکو له ذهني تجربو را منځته شوي هغه نه هېرېږي، په هماغو تجربو کې د سبا مزل او منزل پروت دی.که مېچن نه وای، نو نننۍ پر مختللې بڼه چې ماشین دی، دا به هم نه وای.

مېچن په کولتوري لحاظ په پښتنو کې درون کار نه ګڼل کېده، ځکه دغه چاره سخته وه، انسان یې له ادوباده غورځاوه، پرنګیانو به چې کوم پښتون مشر ونیو، نو دوی پر دې پوهېدل چې مېچن کول دوی ته عار دی، سختې مېچنې به یې پرې تاوولې، خو ملي مشرانو د خپلو مبارزو په ترڅ کې خپلو خلکو ته د کسبونو پر زده کړې تاکید کاوه، مېچن ګرځول یې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل او ژوند د ښکلا لپاره یو مهم کار باله.

خدای دې زما کړه غونډې منډې

پردۍ مېچن به تاووم تا به ساتمه

اسمان ته لار د ختو نه شته، د لومړني فکر له مخې دا یو حقیقت ګڼل کېده، خو ددې لپاره چې ذهني پراختیا او وده را منځته شي، نو تر تجربو وړاندې یې ذهن دې ته برابر کړ چې لیلا او مجنون چې د ټولنې د خلکو باوري افسانه وه، په څېره کې یې اسمان ته د ختو لپاره ذهنیتونه پیدا کړه،  اسمان ته د لارې  پیدا کولو لپاره د انسان ذهن پلټونکی شو، کومه پلټنه!؟ دا خبره په لومړیو کې بابیزه ګڼل کېده، دا ډول خبرې اوتې بوتې ګڼل کېدلې،  ویل به یې؛ دا څه وایي!؟ هېڅ امکان نه لري، اسمان ته لاره ههههه، په مذهبپاله او دینپاله ټولنه کې خلکو بیا دا له دین او مذهب په ټکر کې خبرې ګڼلې، کله یې چې د بیان، مانا او معني علم ولوست، نو پر دې څه ناڅه پوه شول چې کلمې یوازې د یوې مانا لپاره نه دي، بلکې تر خپلې اصلي مانا او ذات اخوا نور ګڼ مفاهیم هم وړاندې کوي، دغه ګڼ مفاهیم د انسان ذهني وده او پراختیا راښيي، دغه پراختیا د ژوند له بېلابېلو تجربو خړوبېږي . کله چې ذهني تجربې د کایناتو د توکیو په څېرو کې ولیدل شوې، ذهن دغه توکي په نویو تجربو کې وړاندې کړه او د هغې پایله دا شوه چې د ساینس او تخنیک علم رامنځته شو. ستورو او سپوږمۍ ته د انسان لاس ورسېده، تخنیکي وسایل پیدا شول، دا د انسان د جمالیاتي حس پایله وه چې د ذهن په کرونده کې یې د نویو تجربو لپاره زړي زرغون کړل او بالاخره انسان پر دې وتواندېده چې لمر او سپوږمۍ ته د علمي تجربو له لارې، لاره جوړه کړي.

دغه لاره له ژمنتیا، تعهد او مینې نه پیدا شوه، هغه تعهد، ژمنتیا او مینه د لیلا او مجنون په اسطوره یي افسانه کې نغښتې وه. یعنې څه!؟ انسان له ډېرو سختو لارو تېرېږي او بالاخره د خپلې ستونزې د حل غوټه پیدا کوي. بیا همالته خبره ځي چې حرکت کې برکت شته. که دی د کایناتو له رنګونو سره خبرې وکړي او د دغو رنګونو غږونه واوري، نو دده ذهن ساکن نه پاتې کېږي، هغه په حرکت راځي، برکت پکې همدا دی چې یوه دنیا، یوه نوې لار او یوه نوې بڼه رامنځته کوي. نو کله چې موږ د لیلا او مجنون دغه کیسه اورو، نو ددغې کیسې د لفظونو تر شا موږ یو حرکت ګورو. شعر یوازې لفظونه نه دي، په لفظونو کې هغه غږونه او رنګونه دي چې د انسان ذهن او شعور په حرکت راولي او له لاشعور ه حافظې ته د راغلیو موادو له ذخیرې کار اخلي، له هغه نه نوي موډلونه او بڼې برابروي.

په لومړیو کې دغه هرڅه د انسان د لومړنۍ پوهې پر بنسټ شعر و، ځکه دا د یوه لوی هنرمند تخلیق و چې دنیا یې ښکلې او ښایسته پیدا کړه ، هر څیز ته یې خپل نوم وټاکه او د هر څیز په رنګونو کې یې شور او ځوږ پیدا کړ، نو د هغه هنرمن ذات او خالق پنځونې شعر پیدا کړ، شعر له همدغه ځایه پیدا شوی دی، بیا د انسان شعور همدغه رنګونه په بېلابېلو بڼو کې راخیستي او وړاندې کړې یې دی چې دا بیا د انسان د ذهن زېږنده شعر دی، دا هغه شعر دی چې له شعوره مشتق شوی دی او شعور د الله تعالی د کایناتو له رنګونو خړوب شوی دی، نو په لومړیو کې ټول څیزونه ادب او شعر ګڼل کېده، د شعر ګڼلو یا ادب ګڼلو یوه خبره هم همدا وه چې دا د یوه لوی تخلیق کار  هنري ذوق پنځونه ده چې د انسان خټه یې په همدغه رنګونو او غږونو کې رانغاړلې او دده کالبوت ته یې د شعور قوه  د جمالیاتي حس له لارې ورپو کړې ده. جمالیاتي حس دا نور حسونه ټول راژوندي کړل او د کایناتو د هر توکي د رنګونو له غږونو یې بڼې رامنځته کړې، د ذهني تجربو هغه بڼه  چې د نفسیاتو تر تاثیر لاندې رانغله، هغه د ساینس برخه شوه، خو هغه چې د نفسیاتو تر تاثیر لاندې راغله، هغه کې  ذوق خړوبونه رامنځته شوه، هغه تجربه په شعر واوښته.

دغه غږونه چې د طبعیت له بېلابېلو رنګونو او توکیو  یې بڼه موندلې، دې بڼې د انسان ذهني او نفسیاتي فعالیت رامنځته کړی دی. ددغې بڼې په وجود کې غږونه وو، هغه غږونه ورو ورو منسجم او منظم شول، بیا په کلمو واوښتل، همداسې کلمې په ترکیبونو،  فقرو یا عباراتو، جملو، پارګرافونو او بالاخره په یو متن واوښتې. اوس په دغو غږونو، کلمو، ترکیبونو، جملو، فقرو، پراګرافونو او متن کې د انسان د ذهني او نفسیاتي فعالیت ښکلايي یا جمالیاتي حس پایله لولو.

په دې پایله کې د ساینس، حکمت، فلسفې دنیا ته د بېولو او تجربو حسونه پارېږي.  په لومړیو کې دا ټول شعر و، ځکه چې تخلیق کار یې د خپل ذهني فعالیت او جمالیاتي حس له برکته دا شیان رامنځته کړل او ورو ورو د طبعیت د غږونو په رنګونو کې یې ځان ورک کړ، د شعور پر موادو یې د عقل له لارې کار وکړ، عقل د انسان د وجود حسونه مطالعه کړل، له دغې مطالعې او بیا تجربې بېلابېلې پوهې او حکمت رامنځته شو. تاسې ګورئ چې طبابت هم د انسان د لومړنیو ذهني تجربو چې ښکلايي حس پکې کارنده و، رامنځته شو. دا چاره موږ په فولکلوري یا ولسي طبات او ادب کې وینو. د درمل جوړولو او کارولو لومړنۍ پوهه هم ولسي وه، دغه طبابت د یوناني په نامه شهرت لري، اوس هم په ټولنه کې ځانګړی ځای لري، کلیوالو حکیمانو به د ښکلايي حس په زور پر بوټو او ګلونو خپلې ذهني تجربې ترسره کولې او هغه به یې د درمل په توګه کارول.   په هغو ټولنو کې چې ساینسي تجربو، فلسفې او حکمت وده نه وه موندلې، هلته لا هم د انسان ذهني او جمالیاتي حس او تجربو د ټولنې پالنه.

نو: اوس دا خبره کولی شو هغه خبرې چې له شاعر سره دي، هغه له ډېرو سره نه شته،  د شاعر په ښکلايي یا جمالیاتي خبرو  کې د ساینس، حکمت او فلسفې خبرې نغښتې دي.

له دې خبرو موخه دا ده چې د ساینس، حکمت او فلسفې په تجربو کې ښکلايي یا جمالیاتي حس چې د شعر خبرې دي،  ونډه لري. دا یو ډول نه یو ډول له شعر سره تړاو لري، دا چې شعر د خوشحال بابا په وینا له شعوره مشتق دی، نو شعور په ټولو پوهنو، فنونو او هنرونو  کې لاس لري. له همدې کبله شاعر په ټولنه کې د یو سترګو انسان  په توګه یادېږي، ددې لامل دادی چې دی په جمالیاتي حس کې د ټولې دنیا د رنګونو کیفیت، غږونه او بېلابېلې بڼې ګوري، هغه د رنګونو په کیفیت کې ټولنې ته وړاندې کوي…

On Sun, May 19, 2024 at 9:15 AM azmoon L <[email protected]> wrote:

پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

شپږمه برخه

۴ـ ۱ـ ۴ : ښکلايي حس او موسېقي

دا هغه توکی دی چې د غږونو له منظم او منسجم حرکت نه بڼه مومي، موسېقي د ملت جوړونې یو لوی او ګډ نغری دی، جمالیاتي حس پر دغه نغري ګڼ خلک راټولوي، دغه نغری له ملي کچې ورو ورو نړیوالې کچې ته اوړي.

 د غږونو منظم او منسجم تکرار چې هغه د یو ملت جمالیاتي حس او ښکلا خوښونې ذوق راښیي، هغه له بریدونو اوړي.

موسېقي د ښکلا پېژندنې او د انسان له بهرنۍ نړۍ نه راخیستي توکي دي چې اندروني کیفیت هغه د وجود په بېلابېلو برخو  ویشلي او له هغه نه یې منظم حرکتونه رامنځته کړي دي. (( موجز موسیقار یو خیالي مرغه ګڼي، ددغه مرغه عمر زر کاله، ته تقریب اټکلوي، وایي چې د موسیقار په منقار کې اووه سوریان دي، کله چې دی و خپل طبیعي عمر ته ورسېږي، نو دنورو مرغانو په شان له خاشو او وچو وښو څخه ځاله جوړه کړي، په همدې ځاله کې هغه د موسېقۍ په سرونو ویلو پیل وکړي، دده د مښوکې له هر سوریه څخه بېل بېل دردناکه سور وځي او یو وخت دا سورونه داسې انتها ته ورسي چې ددې سورونو له کبله ځاله اور واخلي او موسیقار په دې ځاله کې ایرې شي او وروسته له همدغو ایرو څخه هغه موسیقار مرغه پیدا شي چې دې مرغه ته ققنس هم وایي. په یوناني کې ورته فېنقس وایي، په پاړسو کې اتشزن وایي او په سانسکریت دیفیکلاټ وایه شي.

موسېقي ته هندي کې سنګیت ویل کېږي، د هندوانو دا عقیده ده چې سنګیت په لغت کې د غزلو نه علاوه رقص، اتڼ او ښودنه هم شته، ځکه چې د موسېقي موجد دیوتا و او د سنګیت موجد شوګي مهاراج دی، مولانا روم په مثنوي کې فرمایي:

 پس حکیمان ګفته اند

این لحنه ها از دوار چرخ بګرفتیم ما

ځکه خو د موسېقي موجدان وایي چې موږ د راګ د اسمانونو له ګردشه څخه اخذ کړی دی

بانګ ګرد شاهای چرخ است اینکه خلق

میسر ایندش به تنبور و به خلق

دا د اسمان د ګردش غږ دی چې خلک یې په طنبوره او یا په خپل اواز کې وایي

مومنان ګویند که اثار بهشت

نغز ګردایند هر اواز زیشت

مومنان وایي چې د راګ او د موسېقۍ د ایجاد اصلي اصل سوب همدا دی چې جنت د بهاندو اوبو نرم او خوندور ژغ د درختو د زنګېدو اواز، د حورو او غلمانو د غزلو ویلو ږغ، دغه زموږ بېکاره ږغونه ښه کړل.)) ( عارف، سیدخیرمحمد. د اتڼ نارې، ۲۳ م)

موسېقي له طبعیت سره د انسان داسې چلند او سلوک دی چې د بشر او انساني اخلاقو مزاج جوړوي، د موسېقۍ د هر راګ یو ځانګړی وخت وي، دغه وختونه اب و هوا او طبعیت د بېلابېلو توکیو زرغونېده جوړوي ، دغه وختونه د هرې سیمې په اب و هوا او زرغونې لمنې پورې تړلي دي. همدغه اب و هوا، د رنګونو ښکالو او زرغونتیا ښکلایي حس روزي او پالي یې، په همدې حس له طبعیت ( اوبه، هوا، نبات)  سره د انسان اړیکه ټینګېږي.

((۱- اسا له سپېدو څخه تر لمر ختو پورې غزلونه په اسا کې ویل کېږي.

۲- اساوري: له لمر ختو څخه تر دوه ساعتونو پورې د اساوري وخت دی.

۳- بیرمي: د ورځې له یوولس بجو څخه تقریباً تر دولسو بجو پورې بیرمي وایه شي.

۴- پیلو: له غرمې څخه تر مازیګره پورې په پیلو کې سندرې ویل کېږي.

۵- شام: له مازیګر نه تر ماښامه پورې د شام وخت وي.

۶- شام کلیان: له ماښام نه تر  ماسختنه پورې د شام کلیان وخت دی.

۷- پهاړي: له ماسختنه تر سپېدو پورې پهاړي ویل کېږي. دغه خبره یو ځل باید بیا تکرار کړم چې د نړۍ ټول قدیم مذاهب د انسان پر ځای دیوتاګان ډېر لطیف فن موجودان ګڼي، د مصر خلکو دا عقیده لرله چې موسېقي او ددې فن نور الات د هغوی او د نورو دیوتاګانو اسایسرس، ایسس، اوردس او هرمس ایجاد دی، د یونانانیانو په خیال چې د دوی د لویې دیوتا زیوس نهه لوڼې د جمله علومو او فنونو یا وتونکي وې او په دوی کې بلخصوص نهمه میوزس د رقص موجده وه. تاریخ وایي چې د خسرو پروېز د دربار مغیانانو یا ربده او کسیا د موسېقۍ فن تر عروجه ورسوه، ګواه د تاریخ له ابتدا نه بیا تر پېړیو پېړیو پورې د موسېقۍ د سلسلې دوام لرلو او لا تر نن پورې دغه سلسله روانه ده، خو کله په ډېره لویه سطحه او کله په عامه توګه خلک د سکون لار او لیکه پکې لټوي.

پاته شوه دا خبره چې ایا د فنون لطیفه په اړه خو هغه ټاکل شوې لیکې ته تاوان نه رسي د کومې په اساس چې د ژوند حتمي خدوخال موږ ته راښکاره کړل شوی دی. ددې خبرې په ترڅ کې ځینې پوهان دا نقطه په ګوته کوي چې د انسان له فطرت پرته د هغه مشاهیرو تقلید یا پیروي د معاشرتي ګټې سوب دی، چا چې د یوناني فلسفې د مخنیوي لپاره ددغې فلسفې ژوره مشاهده او تجزیه وکړه او بیا وروسته بیخي په چاڼ سره د حقیقي یا جمالیاتي حس د راپارولو لپاره زموږ په مخ کې د پرمختګ لپاره مشالونه کېښودل، موږ له مخه دا خبره په ګوته کړې وه چې نڅا یا ډانس یا اتڼ هم د فنون لطیفه درنه برخه ګڼل کېږي. د فنون لطیفه ددې برخې په اړه فنکاران د خپل بدن په پېچ و تاب او ترکیب باندې د خپل تیت و پرک ژوند په حالاتو کې د یو ښه ترتیب او نظم و ظبط د پیدا کولو کار په کار راولي او یا د خپلې عسکري، روحانيداو مذهبي جذبې د تسکین او سکون لپاره د خپلو اندامونو په ښورښت هغه فطرتي او طبیعي ولوله راپاروي چې د عمل په اړه د هر ګران کار دی، د عملي کولو جذبات تکمیل ته ورسي او ناممکن ممکن کړي.)) (عارف، خیرمحمد. د اتڼ نارې. ۲۶ م)

د موسېقۍ ځینې الې د ښکلایي حس له مخې د مرغانو د اواز له کیفیته د انسان تفکر او تخیل رامنځته کوي، دلته د انسان ذهن او زړه د مرغانو له غږونو خړوبېږي، همدغه خړوبېده دده انساني سلوک او خوی د ځان پر وړاندې را څرګندوي،  د طبعیت له دغو خوږو غږونو سره دده اړیکه عاطفي ده، له همدې عاطفي اړیکې داسې الې رامنځته شوي دي چې انسان پکې د خپل ژوند کیفي غریزې وړاندې کوي. (( تر کومه چې د سریندې دنامه تعلق دی، نو رښتین دغه سرینده لفظ برهان قاطع او انندراج په حواله سارنده، له سار یا سارک د یو خوش اوازه تورې مرغۍ په نامه په وجود کې راغلی بولي او بیا دغه مرغۍ ښارو ثابتوي، ولې سارک اوس هم د پښین او شاوخوا په سیمو کې یوه توره ښایسته مرغۍ ته وایي، دا مرغۍ د توتانو د پخېدو په موسم کې و دغه سیمې ته راځي.

د بوري خلک و دغو مرغیو ته ډبي وایي، د سارک جمع سارکي راځي، په څړموني(پسرلي) کې دغه مرغان هرنایي له هم راځي او هغوی سره بولي …

د هند سارنګۍ هم ددغه مرغۍ له اوازه سره ارتباط پیدا کولی شي، لکه په سر کې مې چې وضاحت وکړ چې د سهېلي پښتونخوا په ځینو سیمو کې چیغکې ته هم سارنګۍ ویل کېږي.) (عارف، سید خیر محمد، د ماتو غاړو فولکلوري او تاریخي پس منظر، ۶۶ م)

په ۱۳۹۰کال د هند په چندیګړ کې د فولکلور سیمینار و، زه هم دغه سیمینار ته بلل شوی وم، د سیمینار په یوه څنډه کې یو ماښام د ټاګور هال ته وبلل شوو، دا شپه د سندرو او ټنګ ټکور شپه وه، د هند د بېلابېلو قومونو ټنګ ټکور او نڅاوې نندارې ته وړاندې کېدې، د هند د بېلابېلو سیمو خلکو خپلې نڅاوې او سندرې وړاندې کړې، ددغې نندارې په بهیر کې له دریځه اعلان وشو چې اوس له افغانستانه یوه ډله سندرغاړي راغلي او هغوی به خپل هنر وښیي. د ظریف په نامه یو ربابي ، سلام لوګری او یو ډولچي دریځ ته لاړل. ربابي د رباب په پردو کې د “دا زموږ زېبا وطن” نغمه وغږوله، موږ ددې نغمې یا غږونو تر شا د هغو لفظونو او پیغام ننداره کوله او جمالیاتي حس په پارونې سره د خپل کلي او کور سردرو ته لاړو. ددې ملي ترانې ټنګ او ترنګ ته ټول ننداره کوونکي ودرېدل او په چکچکو یې دا نغمه بدرګه کړه، چکچکې او احساسات دومره زیات شول چې په تالار کې زیاترو خلکو نڅل، کله چې دا نغمه پای ته ورسېده، نو یوه میرمن راغله، دریځ ته ودرېده، ویې ویل:

– زه له دغه ربابي نه هیله کوم چې ماته هغه سندره وغږوي چې کلونه وړاندې زه له خپلې مور سره افغانستان ته تللې وم او هلته مې اورېدې وه، هغه سندره:

راشه جانانه! ورځ د دیدن ده

سبا به نه وي دیدنونه دیدنونه

راشه جانانه

هندوې دا سندره  په نیمکۍ ژبه د رباب له ترنګ سره زمزمه کړه، د رباب او ډول غږ دومره خوږ و چې د ټولو جمالیاتي حس یې راوپاروه، که څه هم لفظونه سم نه ادا کېدل، معنوي ټکر یې هم رامنځته کاوه خو د لفظونو تر شا چې د غږونو کوم ترکیب او ترتیب و، هغه پارونکی او اغېزمن و، نو ځکه خو ټول تالار د هغو غږونو انسجام او ترکیب ته پورته شو.

همدا ډول سینما چې هغه هم د یو ملت د کولتور استازولي کوي، د جمالیاتي حس په پارونه کې ونډه اخلي.

په ټوله کې د هرې ټولنې سینما، ډرامه، موسېقي، حکاکي، مجسمه جوړونه، میناتوري او شاعري د هغې ټولنې د هنرمن او ژوندي ملت د فکري او ذهني ښکلاییزو تجربو پایله ده، له همدې ذوقي او هنري پایلې یوه جغرافیه او ملت را پېژندل کېږي.

یوه خبره ډېره مشهوره ده چې موسېقي د روح غذا ده، په دې جمله کې روح، موسېقي او غذا درې توکي یا مفهومونه دي چې د لوستونکي او اورېدونکي پام ځانته را اړوي، همدغو درې واړو توکیو یوه لویه مسله په لنډه جمله کې ارانغاړلې ده، موسېقي د طبعیت د رنګونو د غږونو  انسجام او اوډون دی چې د زړه له حرکته رامنځته کېږي او په زړه اغېز کوي، د زړه له حرکت سره سمه بڼه مومي. د زړه حرکت ځانګړې موسېقي لري، که دغه حرکت له سُر، تال او لی ولوېږي، نو د وجود ټول حسونه مري. کله چې د طبعیت رنګونه او غږونه وایو، نو موخه مو ټول بشر دی. د بشر په رګونو کې  رنګین او آهنګین غږونه ساه باسي. ټول بشر که کاڼی دی، که بوټی، که ونه، که غنه، غر، سین ، سپوږمۍ، ستوري، لمر او… دا ټول د خپل وجود د رنګونو په اهنګینو غږونو کې حرکت کوي. دغه حرکت د دې ټولو توکیو له ګډ رنګین، آهنګین امتزاج او ګډونه موسېقي رامنځته کوي، دغه موسېقي یا غږیز آهنګین رنګین تړون زړونه پیوندوي او یو له بله سره عاطفي چلن کوي.

دا آهنګین رنګین حرکت له کوم ځایه راپیدا شو!؟ دغه حرکت د طبعیت د بېلابېلو توکو د رنګونو له غږونو رامنځته شو، دا هغه غږ دی چې هوا د طبعیت رنګونه او غږونه سره ملګري کړل، د دوی له اوډون او ملګرتیا نه خواږه غږونه راپیدا شول.ددغو خوږو غږونو انسجام چې د طبعیت د بېلابېلو توکیو له رنګونو او غږونو رامنځته شو او په زړه یې اغېز وکړ، موسېقي شوه. د طبعیت دا ټول توکي د یو لوی خالق په هنرمن ذوق را منځته شوي او روزل شوي دي.

موسېقي د ونو، بوټو او په ټوله کې د طبعیت د بېلابېلو توکیو د رنګونو له منظمو غږونو او ښکالو رامنځته شوې ده، کرنپوهان په دې اند دي چې د طبعیت خواږه او اغېزناک غږونه چې د طبعیت د بېلابېلو توکیو له رنګه یې رنګ اخستی دی، بېرته د طبعیت په رنګونو اغېز ښندي. کرنپوه منتظر شاه هاشمي مې ددې سکالو په اړه وپوښت چې موسېقي پر کرکیلي څومره اغېز لري او یو له بله سره څه تړاو لري که نه؟ نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې دغه سکالو له یوې خاطرې داسې را پیل کړه:

((له ننه ۴۳ کاله وړاندې د کرنې پوهنځي د درېم ټولګي زدکړیال وم. د جېنېټیک مضمون مو د درسي نصاب برخه وه، پوهاند صېب ډاکټر اعظم ګل دې الله ج وبښي د نباتي وراثت په اړه یې د جرمني ساېنسپوه مېندل (Gregor Johann Mendel) چې په 1856 زکال کې یې په نخودو ېوه څېړنه کړې وه، د هغې په پاېله اوطرحه شوو قوانینو یې لکچر ورکاو. ویل یې چې هغه په خپله باغچه کې د نخودو (Pisum sativum) په دې ډول باندې کار وکړ او د نخودو ارثي مطالعه یې وکړه. له لومړۍ څېړنې روسته یې په نخودو کې اوه ځانګړنې و لیدلې چې سره جلا جلا وې لکه د ګلونو رنګ، پر بوټي د ګلونو موقعیت، د دانې رنګ، د دانې ساېز،  د نخود د پلي ډبلوالی او اوږدوالی، ټيټ ولوړ او نور ځانګړنې یې مطالعه کړې. سره له دې چې په هغه وخت کې د کوم علمي بنسټ د مېندل دې نوښتونو ته ارزښت ور نه کړ او چا پې غوږ و نه ړپاو، خو روستېو څېړنو وښوده چې مېندل د نباتي وراثت د علم پلار دی.

د دې په ترڅ کې استاد دې ته هم اشاره وکړه چې د وراثت پوهانو د یو پلار او مور ېو ډول نباتي بچیان په دوو برخو ووېشل، دواړه برخې په ېو شان اقلیم، یو شان خاوره چې عضوي توکي او اوبه یې سره ېو ډول وې یا په بله مانا د خاورې ښېرازې اقلیمي ځانګړنې او نور شرایط یې سره ورته او مناسب وو، یو له بله په لرې واټن کې وکرل.  یوازې دویم ګروپ یې د موسېقي د څپو او اهتزازاتو سره مخ کړ، ېوازینی شی چې د دوی تر منځ توپير و همدا موسېقي وه چې د دوي په منځ کې یې سیالي راوستې وه. همدا و چې هغه نباتاتو ته چې موسېقي غږېدله، وده، لوړوالي او حاصل یې نسبت هغه بلې ډلې ته ښه و. څېړونکي وموندله چې هغه برخه نباتات چې د موسېقي د غږ سره مخ شوي وو لاندینۍ ځانګړنې یې درلودې؛

  • ونه یې لوړه وه.
  • تنه یې بلې ډلې ته نسبتا ډبله وه.
  • حاصل یې هغې بلې ته نسبتا لوړ و.

دا د استاد خبره وه چې په لکچر کې یې موږ ته له ننه څه دپاسه څلور لسیزې مخکې ذکر کړې وه. په تیوریکي توګه مو په دې اړه خدای شته چې مطالعه وکړه خو دلته په هېواد کې دېته لاره جوړه نه شوه چې د یوې څېړنیزې پروژې په کچه مطالعه شي. په هر صورت. موسېقي او د نبات د ودې اغېز د ېوې مودې لپاره په ساینسي ټولنه کې یوه په زړه پورې موضوع وه او ده. څېړونکو مطالعه کړه چې میوزیک څنګه پر نباتاتو اغېز کوي؟

وروسته بیا په کال 1962 کې د هند د انامالیه پوهنتون نباتپوه ښاغلي ډاکټر ټي، سي سینګ (Dr. T. C. Singh) له خوا په غوږوالۍ ګلي (balsam) نبات ېوه څېړنه ترسره شوه. هغوي نوموړي نباتات د دواړو موسېقیو،  لویدیځې کلاسیکې او راګا موسېقۍ د غږولو سره مخ کړل. هغوي بیا نظر ورکه چې نوموړو نباتاتو خپلې ژوند چارې د انسان په څېر د موسېقي د فریکانسونو سره برابرې او تنظیم کړې وې. دا څرګنده شوه چې نبات د موسېقۍ سره موافقه ښیي، د احصائیوي تحلیل له مخې البته هغوي وښوده چې شل سلنه یې قد یا ونه لوړه شوې او ۷۲ سلنه یې ژوندي توکي زیات شوي وو. په دې اړه نورې ډېرې تجربې هم شوي دي لکه د والتز موزیک چې د رشقې په تېغ وهلو باندې یې ژور اغېز درلود او د تېغ وهلو پروسه یې ګړندۍ کړې وه.

همداراز په چین کې هم ورته څېړنې شوي دي، هغوي ورته څېړنې په خوږو مرچکیو، بادرنګو، باټینګړو، پالکو، پنبې، وریجو او غنمو سر ته رسولي دي. کله چې نوموړو نباتاتو ته موسېقي غږول شوې ده، د هغوي معافیت یې هم حشراتو لکه کنې، نباتي سپږۍ، ویروسي ناروغۍ او نورو په مقابل کې هم لوړ کړی دی. نباتي نړۍ خو ډېره پراخه ده، بلې ډلې ګلاب د موسېقۍ سره وازمېییه، څرګنده شوه چې ګلاب د واېلن ځانګړې موسیقۍ سره مینه لري. ډیری نباتات د جاز کلاسیکې موسېقۍ په غږولو سره وده کوي او سخته فلزي موسېقي یې ګواښي. ځکه چې د فلزي موسېقۍ حرکتونه د نباتاتو لپاره خورا ګواښوونکي دي، ممکن دلیل یې دا وي چې نباتي حجره له حده زیاته هڅېږي .

په نباتاتو د موسیقۍ د اغېز مېکانېزم

موسېقي داسې نه ده چې د موسېقي الو لکه ډول په وهلو سره به نبات خپلو نیلو باندې ګوزار کوي، بلکې د غږ څپې نباتي حجرې هڅوي چې دا هڅونه کېدایشي مالیکولي هورموني هڅونه وي چې حجرې تشویقوي. هورمونونه ځانګړي کیمیاوي مالیکولي پېغامونه دي چې د نباتاتو په ګډون د ټولو ژوندیو موجوداتو په بدن کې د پېغامونو په لېږد کې ونډه اخلي. د بېلګې په توګه کله چې هوا سړېږي وحشي ژوي لکه پړانګ، زمری، مارکوپولو پسونه، هوسۍ او نورو په بدن کې همدا هورمونونه دي چې د هوا د بدلون خبر ورکوي او دوي بیا د پامیر د لوړو څوکو د واخان لاندې ټیټې نسبتا ګرمې ډډې ته راکوزېږي، دوي سره د اقلیم او جغرافیاوي بدلونونو کوم سیسټم یا نقشه نشته، همدا هومونونه دي چې دوي ته پېغام ورکوي چې موسم سوړ شو، ګرمې سیمې ته باید کوچ وشي ، همداسې د هوا په تودېدو سره بیا سړو سیمو ته مخه کوي.

نباتات هم ورته ځانګړنې لري کله چې نباتي حجرې چاپېریال ته ځواب وايي د دوي حجرې نورو حجرو سره اړیکه نیسي، دغه اړیکه او پېغامونه له ېوې حجرې و بلې ته د هورمونونو په مرستې سره لېږل کېږي او سر ته رسېږي. کله چې حجرې تشویق شوې، په نبات کې غذاي مواد یا خواړه د هورمونونو په مرسته هڅول کېږي چې د نبات په ټول بدن کې حرکت وکړي، نو په دې ډول د نبات وده هڅول کېږي او د نبات معافیتي سیسټم پیاوړی کېږي چې د ټولو خبرو غوره یې همدا ده چې د نباتي معافیتي سیستم په پیاوړتیا سره د ژوند چاپېریال ککړتیا هم ښکته راځي.

د څېړونکو موندنې

۱ـ د غږ اهتزاز د ضیايي ترکیب او سیګنالي هورمونونو د جینونو په ګډون د ۱۲۹۶ جینیونو په دنده کې بدلون راوستی.

۲ـ د اواز تکنالوجي کولای شي چې د نباتي معافیتي سیستم پیاوړی کړي.

۳ـ د ضییايي ترکیب عملیه چټکه شي او کېدای شي د کیمیاوي سرو د استعمال کچه هم را ټيټه کړي چې د ژوند د چاپېریال ککړتیا کچه به هم ور سره راټیټه شي(Hassanien 2014)..

۴ـ ځنې نباتي ډولونه شته چې د موسېقۍ غږولو سره وده کوي.

۵ـ کېدای شي چې د ځینو د ودې لپاره ګټور نه وي او وده یې ودرېږي.

که څه هم دوي وموندله چې د میوزیک او نبات وده په کرنه کې او همدارنګه په شنو خونو کې ترسره شوي او داسې ښکاري چې موسېقي غږول په حقیقت کې د نباتاتو وده هڅوي! خو، دا خورا ساده کار نه دی، او د دې موندنو په اړه لاهم یو څه تناقضونه شته دی. یو څه مطالعو ښودلې ده خو ځنې څېړونکي لا ورسره موافق نه دي. تر هغې چې کرنیزه څېړنه د ېوې سیمې ترڅنګ په لویه کچه مطالعه نه شي، په کرنه کې څېړونکي نشي کولای چې د هغې د ترویج لارښونه وکړي.))

پر کرکیله د موسېقۍ د اغېز په باب یوه ژوندۍ بېلګه له (  دیر نواب ـ یونلیک) را اخلو، په دې بېلګه کې پر کرکیله د موسېقۍجوت اغېز ګورو:

((د رحمت الله جوار

…پر سين واوښتو، پورې غاړې ته کروندې وې، د کروندو په بر سر کې يو ښوونځی و، پر وره يې ليکل شوي وو:(بين بېراړي پرايمري سکول)

زموږ گل احمد يار په همدې ښوونځي کې تورې تختې ته ولاړ و چې زموږ د پلونو ښکالو يې تر غوږ شوه، نو تخته يې پرېښوده او رامنډې يې کړې، له لاسه يې ونيوم، د ښوونځي ښوونکي او زده کوونکي به چې په مخه را تلو، نو ده به په شدومد ورپېژندلم.

د ښوونځي پر بل وره ووتو، اخوا د جوارو پټي وو، وږو لا د ډاډې اور ته څڼې نه وې ږومنځ کړې، گل احمد د جوارو يو پټي ته گوته ونيوه:

ـ استاد جي! دا پټي د رحمت الله خان دي.

زه له ځان سره وايم چې دا رحمت الله خان به کوم تاريخي شخصيت وي چې گل احمد يې پټی را وښود او که په دې پټي که څه کمال دی؟! پولې لکه د صراط پل له ويښته باريکې او له تېغ تېرې وې، خو هغه د محمدنور ماما خبره چې:

هغه به پرې درومي چې صادق وي مسلمان

پر دې پولو هغه سړي ښه مزل کولي شي چې پولو يې څپلۍ خوړلې وي. د گل احمد پلونه خو پرې سم په منډه منډه نڅېدل، خو ما لکه د جونگي پرې يو يو گام اخيست، خبره را نه پاتې وه، گل محمد ته مې مخ واړاوه:

ـ د پولو په ننداره شوو، هغه د رحمت الله پټی را نه هېر شو.

هغه سترگۍ سترگو ته کړې، مخ يې را واړاوه:

ـ هغه پټي کې يو کمال و، کمال دا و چې ده به خپلو جوارو ته سندرې غږولې!

ـ سندرې؟!

ـ هو، ويل به يې چې جوار سندرې واوري، نو ښه حاصل کوي.

ـ بيا به خبره رښتيا هم همداسې شوه؟

ـ هو تر ټولو کروندو به د رحمت الله ددغه پټي زيات حاصل کاوه.

ما غاړه تاره کړه:

ـ گوره! د ترنگ، شرنگ او ټنگ دا ټول د طبيعت په غېږ کې د بېلابېلو غږونو له تصادم، تضاد، تناسب، امتزاج او يو له بله سره توافقه را منځته شوي دي. موسيقي د طبيعت په رنگونو او شور کې نغښتې ده، د رنگونو دغه ښکالو او شور د ماښام د تيارو، سپوږمۍ، ستورو، لمر، ورېځو، زول، توپان، تالنده، برېښنا، پسته اور او د باران په نڅېدو کې نغښتي دي.

له موسېقۍ منکر د طبيعت د رنگونو ښکالو، شور او ښکلا نه پېژني، په غوږونو کاڼه، په سترگو، زړه او ذهن ړانده دي. بختور هغه خلک دي چې پر پنځو حواسو سربېره يې شپږ نور حواس هم بيدار وي. د ډوډۍ غږ په لوږه له ټپاري وپېژني. هغوی چې د زړه سترگې يې ړندې، مړې او کڼې وي، هغوی د ښکلا د خالق له لورېيينو ناخبره دي.

په دې بوټو، ونو، غنو، کاڼو، غرونو، سيندونو، اوبو، شرشرو، گلڅونو، گارو، لارو او کمرونو کې يو پټ او ښکاره شور نغښتی دی، دغه شور د ټنگ، شرنگ، ترنگ او ټکور دی چې د زړه پر پرده د خپلو وږمو ښکالو نڅوي. دغه ښکالو چې پر شونډو ونڅېږي، شعر ترې جوړ شي چې د زړه تارونه وترنگوي، نو ټنگ ټکور شي چې مجسمه شي، نو پژۍ شي چې په کرښو کې نقش شي نو انځور شي چې په غږونو کې را ونغاړله شي، موسېقي شي چې پر پردو تمثيل شي، نو ډرامه او فلم شي چې له لفظونو سره ټنگ ټکور ملگری شي، نو سندره شي.

خالق پخپلې لورېيينې او ښاېست دا دنيا ډېره ښاېسته او ښکلې پيدا کړې ده، ددې ښکلا لپاره يې ښکلی انسان پيدا او پر ټولو کايناتو خليفه کړ.

رحمت الله خان د ښکلا د خالق پر دې لورېيينې پوه شوی دی، ځکه د خپلو بوټو پالنه او روزنه پر سندريزو غږونو کوي.

فصل به يې هم خوږ وي، گل احمد سترگۍ لرې کړې:

ـ فصل يې تر بل هر پټي خوږ دی.)) ( ازمون، لعل پاچا، د دیرنوابه، ۴۰ م)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب