دوشنبه, جولای 1, 2024
Home+له مېرمن ساهرې شریف سره مرکه / نرګس سهاک

له مېرمن ساهرې شریف سره مرکه / نرګس سهاک

 د افغانستان او سیمې د مطرح مورخ او دانشمند پوهاند عبدالحی حبیبي د ۴۰م تلین په مناسبت د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غواړي د علامه د کار او ژوند په هکله مرکې وکړي. د مرکو د لړۍ په دې برخه کې د پوهاند عبدالحی‏ حبیبي د تاریخ ‏لیکنې او هڅو په اړوند اغلې نرګس سهاک له مېرمن ساهرې ‏شریف سره مرکه کړې ده. 

—————————-

– ستاسو په اند علامه‏ حبیبي یعنې څوک؟

– له علامه‏ حبیبي څخه زمونږ مطلب یعنې د هیواد نامتو عالم، شاعر، لیکوال، ژباړن، څیړونکی، د پښتو ژبې لومړنی پوهاند، مورخ، ادیب او په پښتو، دري او عربي ژبو د کابو ۱۵۰ علمي او څیړنیزو آثارو مؤلف.

 – په افغانستان کې د علامه حبيبي په آثارو ولې ډېره تکیه کیږي، تاسو یې علت څه بولئ؟

– ښاغلی‏ حبیبي له کوچنیتوبه هر اړخیزه مطالعه درلوده. دی په ډېرو ژبو پوهېده او ‌ډېرو هېوادونو ته یې سفرونه کړي وو. همدا پراخه مطالعه، نړۍ لید، په څو ژبو تسلط او خدای ‏ورکړی استعداد د دې لامل کیږي چې د ده آثار ډېر اعتبار ولري. ترڅنګ یې د استاد آثار لومړی لاس ماخذونه دي او ده د دې آثارو په راټولولو او لیکلو کې هیڅکله په یوې سرچینې باور نه دی کړی، بلکې څو باوري منبعې یې پیدا کړي او له پراخې مطالعې او ډاډ څخه وروسته یې بیا تاریخ لیکلی او یوه مسئله یې روښانه کړې ده نو ځکه د ده په آثارو ډېره تکیه کیږي. 

-له حبیبي څخه وړاندې مونږ په پښتو ژبه کې داسې لیکوال لرو، چې د تاریخي مسایلو په څيړلو او د تاریخ لیکنې په برخه کې یې د علامه غوندې مهم کارونه کړې وي؟ 

-هو، شته! له نیکمرغه خوشحال‏ خان خټک د پښتو ژبې لومړنی څيړونکی دی، چې په پښتو او دري دواړو ژبو یې بیلابیل کتابونه لیکلي دي.

-د پوهاند حبیبي آثار د کیفیت له پلوه د ارزښت وړ دي که د کمیت له اړخه؟

-د علامه ‏صیب آثار  په افغانستان او سیمه کې هم د کیفیت او هم د کمیت له پلوه ساری نه لري. کیفیت یې له دې څخه څرګنديږي چې دا آثار نه یوازې په افغانستان کې بلکې د سیمې په هیوادونو کې هم بیا بیا چاپیږي او د معتبرو منابعو په توګه ترې کار اخیستل کیږي او د کیمیت په اړه باید د پوهاند صیب د هغه انځور یادونه وکړم چې د حبیبي ترڅنګ د ده د ایښودل شویو آثارو قد او اندازه د ده له قد څخه هم اوچت ښکاریږي.

-آیا د اوسنیو تاریخ‏ لیکونکو یا مؤرخینو په آثارو کې د علامه‏ حبیبي د سبک او اصولو څرک موندلای شو؟

-بلکل یې موندلای شو! نن سبا ډیری مؤرخین د تاریخ ‏لیکنې په برخه کې د ده له اصولو او میتودونو څخه ګټه اخلي او علمي لیکنې کوي. لکه څنګه چې په ایران کې د علمي تاریخ‏ لیکنې بنسټ علامه محمد قزویني ایښی، زمونږ په هېواد کې بیا د علمي تاریخ ‏لیکنې بنسټ علامه عبدالحی‏ حبیبي ایښی دی، نو ځکه هر هغه څوک چې د علمي تاریخ لیکنې په برخه کې کار کوي د ده له اصولو څخه به هرومرو ګټه پورته کوي.

-د کومو ځانګړنو په درلودلو د پوهاند حبيبي آثار د مهمو اثارو  په کتار کې حسابېږي؟

-د پوهاند حبیبي علمي، ادبي او تاریخي آثار چې تحقیقي او تنقیدي بڼه لري او د افغانستان د تاریخ، فرهنګ او ادب په بډاینه کې لوی لاس لري د لوړو ارزښت لرونکو ادبي او هنري آثارو په ډله کې راځي او په ضمن کې د دې له پاره چې لومړی لاس منابع ګڼل کیږي، د پام وړ ارزښت لري.

-تر اوسه مو د پوهاند د مقالو په اړوند کومه تنقیدي لیکنه تر سترګو شوې که نه؟ که نه ده شوې، علت یې څه بولئ؟

-هو، ولې نه! که څه هم پټه خزانه د محمد هوتک اثر دی، خو ددې له پاره چې حبیبي د پښتو ادب په راټولونه کې لوی لاس لري، نو د دې اثر په اړه مخالفین دا نقد کوي چې ګواکې دا اثر حقیقي بڼه نه لري او د استاد لخوا جوړ شوی اثر دی. حال دا چې دا خبرې حقیقت نه لري او دا هسې جوړې شوې خبرې دي.

-په معاصرو څيړنو کې د علامه له آثارو څخه ګټه اخیستنه تر کومه بریده زده‏ کړیال/ې ته نوي مفاهیم ورکوي؟

-په اوسني وخت کې د علمي‏ څيړنو لومړنۍ مرجع همدا د علامه ‏حبیبي آثار دي او زه ګومان نکوم چې کوم څوک دې د افغانستان د اسلامي دورې د تاریخ په برخه کې کار وکړي او د ده آثارو ته دې مراجعه ونه کړي، مطلب دا چې نوي مؤرخين او نوي زده‏ کړیالان به هرومرو د ده د لیکنو تر سیوري لاندې خپل کار پیلوي او یا به په مستقیمه توګه د پوهاند صیب له آثارو څخه ګټه اخیستنه کوي.

– د علامه د خپرو شویو مقالو په اړه که ټولې راټولې شي او د یوه کتاب په بڼه چاپ شي، ستاسې نظر څه دی؟

– پوهاند حبیبي شاوخوا ۱۰۰۰علمي او تحقیقي مقالې لیکلې دي، که دا ټولې راټولې او د یوه واحد کتاب په بڼه چاپ شي نو په راتلونکې کې به څیړونکي په ډیرې آسانۍ سره په دې وتوانیږي، چې له دې کتاب څخه د یوه بشپړ او مؤثق ماخذ په توګه ګټه پورته کړي.

-له تبعید څخه د مخه او له هغه څخه راوروسته د استاد په لیکنو کې بدلون احساسولای شو که نه؟

-نه! ځکه چې علامه‏ حبیبي د علمي میتود بر بنسټ لیکنې کړي دي او هیڅ وخت یې د حکومتونو د نفوذ پروا ساتلې نه ده.

-ستاسو په اند د پوهاند حبیبي د تاریخ‏ لیکنې په برخه کې د هغه سیاسي فکر اغیز پروت دی؟

-پوهاند حبیبي یو هیواد پال او وطن ‏دوسته افغان و. تل یې د هیواد ملي ‏ګټې په پام کې نیولې دي او پر خپل دغه دريځ تل ولاړ و او د تاریخ په لیکلو کې یې له سیاست څخه ډېر پر علمي اصولو تکیه کړې ده، ښايي همدا یې لامل وه چې له تبعید څخه راوروسته کله چې دی بېرته وطن ته راستون شو او له سیاست څخه یې لاره بیله کړه نو د افغانستان د تاریخ په انجمن کې له دندې اخیستو څخه وروسته د ده علمي شهرت یو په لس زیات شو او دی یې نړۍ ته وروپېژانده.

-ولې د علامه‏ حبیبي ډیری لیکنې په دري ژبه دي، حال دا چې دی د پښتو ژبې ښوونکی هم پاتې شوی دی؟

-ځکه چې علامه‏ حبیبي له ماشومتوبه دواړو ژبو سره یو ځای ژوند کړی و. که له یوې خوا هغه د سراج ‏الاخبار مجلې په ډېرې مینې لوستلې، نو له بلې خوا د هغه سترګې د مولوي له مثنوي، د سعدي له ګلستان او د حافظ له دیوان سره هم بلدې وې، حبیبي په دواړو ژبو برلاسی وه او لیکنې یې پرې کولې او په دې توګه ده غوښتل، چې د دواړو ملي ژبو ترمنځ توازن وساتي او ترڅنګ یې ژبه، علم او تاریخ هم له تعصب څخه وژغوري. 

-پوهاند حبیبي د تاریخ ‏لیکنې په برخه کې له کومو اصولو څخه پیروي کړې ده، تاسو یې د بریا راز په څه کې وینئ؟

-دا چې ده د تاریخي ‏څېړنې او تحقیق طریقه له کیمبرج هیسټري آف انډیا او د مصري او هندي علماوو، لکه: د جرجي زیدان، شبلي نعماني او سید سلیمان ندوي له لیکنو، د برلین د کاوه جریدې له مقالو او د علامه محمد قزویني له ارزښتمنو آثارو څخه زده‏ کړې وه، تل یې په اکاډمیکو میتودونو تکیه کړې وه او په هرې برخې کې یې له علمي میتودونو څخه ګټه اخیستې وه،  نو پرته له شکه چې د ده لیکنې به تلپاتې وي او دی به په تاریخ کې د یوه بریالي لیکوال په توګه پاتې کیږي.

-ستاسې په اند داسې کوم اړخ دی چې له علامه‏ عبدالحی ‏حبیبي څخه راوروسته چا پکې قلم نه دی ځلولای؟

-که څه هم زمونږ هیواد ماشاءالله ډیر لیکوالان لري او په بیلابیلو برخو کې په خدمت بوخت دي، خو زه فکر کوم چې د حبیبي صیب په شان استعداد به بیا په تاریخ‏ لیکنه کې تکرار نشي. ځکه چې دی خدای پاک په یوه ځانګړي استعداد نازولی و. د بیلګې په توګه کولای شو دده مهم آثار لکه: تاریخچه سبک های شعر پشتو، تاریخچه ادبیات پشتو، تر احمد شاه‏ بابا د مخه ابدالي مشاهیر، د پټې خزانې دري ترجمه، د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی او دوهم ټوک، پښتانه شعرا‌‌‌ء، تاریخ افغانستان در عصر تیموریان، نومورکي مؤرخین، افغانستان بعد از اسلام، جغرافیای تاریخي افغانستان، رهنمای تاریخ افغانستان او داسې لسګونه نور تاریخي آثار یاد کړو.

-که پښتو ژبې علامه‏ حبیبي نه درلودلای، تشه به یې احساس شوې وای؟

-خامخا به احساس شوې وه! خو دا هم د شکر ځای دی چې د حبیبي ترڅنګ افغانستان د رشاد، بینوا، طرزي، رښتین، خادم، روهي صیب او په اوسنیو وختونو کې د یون، آزمون او داسې نورو سترو لیکوالانو په څیر شخصیتونه لري چې د حبیبي په لاره روان دي او د علم او ادب له لارې یې د هیواد د بسیاینې له پاره لسټوني بډ وهلي دي.

پای


LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب