یکشنبه, جون 30, 2024
Home+ولادي فېسټولا څه شی دی؟

ولادي فېسټولا څه شی دی؟

د مې ۲۳مې له ولادي فېسټولا سره د مبارزې نړیوالې ورځې په پلمه

لیکواله: دوکتورس بي بي آمنه پکتیانۍ (MD, Gynecologist, health officer)

زموږ هېواد له ګڼو روغتیايي ننګونو سره مخ دی او لاملونه یې د ټولنې د پوهې کچې ټيټوالی، فقر، کډوالۍ، طبیعي آفتونه، د سالمې تغذیې نه شتون او خوارځواکي، ټولنیز عامه پوهاوي آسانتیاوو کمښت او روغتیايي آسانتیاوو ته د خلکو آسانه او آرزانه نه لاسرسی دی.

د ټولنې په کچه د میرمنو او ماشومانو روغتیا ته زیاته پاملرنه مهمه ده، ځکه دوی د ټولنې وګړنیزې پراختیا او معنوي ودې او روښانه راتلونکې جوړونې کې مهم رول لري. یوه با سواده میرمن باسواده ماشوم ټولنې ته وړاندې کوي او همدا با سواده ماشوم د خپلې ټولنې راتلونکی جوړوي، هغه راتلونکی چې د همدې ټولنې بنسټ پیاوړی کوي.

ټولنه کې د روغتیايي خدماتو کچې ټیټوالی که هغه د مسلکي پرسونل کموالي له امله وي او که د روغتیايي معیاري نږدې مرکزونو او تجهیزاتو نشتون له امله؛ پر ټولنې خپلې منفي اغیزې په څرګند ډول پرې باسي. د زېږونونو پر مهال د مور او ماشوم مړینې کچه لا هم د یادو ستونزو او نورو مواردو له امله لوړه ده او د ټولنې ژوند ګواښي.

زموږ د ټولنې روغتیايي ستونزو له ډلې یوه هم ولادي یا د زېږون فېسټولا ده چې لرې پرتو سیمو کې چې روغتیايي آسانتیاوو ته یې لاسرسی کم دی په لوړه کچه ده. د مې میاشتې ۲۳ مه نېټه د ولادي فېسټولا پر وړاندې د مبارزې ورځې په توګه ټاکل او نومول شوې ده او په دې تړاو باید زموږ ستاسو کړیدلي هېواد کې د روغتیا مسئولین او ټول روغتیايي مسلکي کارکوونکي د خپلې ونډې اخېستو سره د ستونزې بشپړ او بنیادي حل ومومي.

په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې ترسره شوې ډیموګرافیکې څېړنې وښوده چې له ۱۵ څخه تر ۴۹ کلنې عمر لرونکې میرمنو له ډلې ۳ سلنه د ولادي فېسټولا له ګواښمنې ستونزې سره مخ دي.

ولادي فېسټولا هغه معیوبیت دی چې د ولادت پروسې یا لړۍ اوږدېدو له امله په غیر طبیعي ډول یوه مجرا یا لار د ولادي کانال او ادرار مجرا تر منځ رامنځته کیږي. دا معیوبیت له ولادي کانال څخه په دوامداره ډول د غایطه موادو او ادرار راتګ، د کولمو د باد بې اختیاره کیدلو له نښو نښانو څرګند او مشخص کیږي. ددې ستونزې دوام موندو له امله میرمنو ته فیزیکي او رواني ستونزې رامنځته کیږي چې دا په مکرر ډول د انتاناتو مداخلې ته لار هواروي او د بډوډو ګواښمنو ستونزو په ګډون ګڼې روغتیا ګواښوونکي ستونزې رامنځته کیږي چې حتا د مړینې لامل هم کیدای شي. ولادي فیسټولا ډیری وخت د اختلاطي زېږونونو او زېږون وخت اوږدیدو له امله رامنځته کیږي.

څیړنو ښودلې چې د ولادي فیسټولا یو عمده لامل هغو زېږونونو کې رامنځته کیږي چې کورونو کې وشي او د روغتیايي مسلکي کارکوونکي تر څارنې لاندې ونه شي. په همدې ډول هغو زیږونونو کې هم ولادي فیسټولا رامنځته کیدای شي او خطر یې ډیر دی چې تر روغتیايي مرکز پورې د ناروغ رارسولو کې وخت زیات تیر شي، چې داسې حال کې بیا د رحم څیرې کېدو او ماشوم مړینې شونتیا هم ډیره وي، چې له امله یې د میرمنې رحم رایستل کیږي او هم پر ولادي فېسټولا اخته کیدای شي.

ناسالمه تغذي د ماشومتوب او نوې ځوانۍ پر مهال او د لنډ قد لرونکې میرمنې هم له ولادي فیسټولا سره ډیرې مخ کیدای شي. ځکه زموږ ستاسو ټولنه کې نجونو ته په هره برخه کې زیاته پاملرنه نه کيږي او د ناسمې تغذیې له امله خوارځواکه پیغله او د راتلونکې خوارځواکه او کمزورې میرمن ټولنې ته وړاندې کیږي.

له ۱۸ کلنۍ د کم عمره نجونو ودولو سره د نورو ګواښمنو ستونزو رامنځته کیدو سربېره چې کله میرمن زیږون کوي نو د ولادي فیسټولا ستونزې سره مخ کیږي، ځکه په دې کم عمر د کم عمره امیدوارې میرمن تناسلي سیستم سمه او بشپړه وده نه وي کړي او د ارتجاعیت وړتیا نه لري، چې له امله یې د زېږون پر مهال د بندښت ستونزه رامنځته کیږي او د ولادي فېسټولا ګواښمنې ستونزې سره مخ کیږي.

ولادي فیسټولا که څه هم د مخنېوي او درملنې وړ ده خو بیا هم ټولنه کې د میرمنو شرم او ټولنیزې انزوا لامل کیږي او د مخنېوي لپاره یې باید ګډ کار وشي.

له دې ستونزې څخه مخنېوی هغه وخت شونی دی چې میرمنې د امیدوارۍ پر مهال د امیدوارۍ ځانګړې پاملرنې او د خوندیتوب مهم اصول د روغتیايي کارکوونکو لکه ډاکټرې او قابلې سپارښتنو سره سم په پام کې ونیسي او عملي یې کړي او دا خوندیتوبونه باید د امیدوارۍ له پیل څخه بیا تر زېږون پورې په منظم ډول دوام ومومي.

پر دې سربېره میرمنو ته باید د زېږونونو تر منځ د لازم واټن په پام کې نېولو معلومات ورکړل شي او دا آسانتیاوې موجودې وي.

ټولنه کې د مېرمنو تعلیم کچه لوړه شي او د روغتیايي خدماتو کچه تر لرې پرتو سیمو هم ورسول شي.

دغه راز له وخت مخکې د نجونو ودولو مخنېوی دې وشي او په دې تړاو دې هم د ټولنې په کچه روغتیايي عامه پوهاوی زیات او پراخ شي. تر څو دې سره له د یوې معیوبې او نېمګړې ناروغې ټولنې پر ځای یوې سالمې ټولنې درلودو او د هغې پیاوړتیا ته لار هواره شي.

تر ټولو مهمه دا چې د ولادي فیسټولا ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره دې د ټولنې اړوند روغتیايي مسئولین یوه ځانګړې تګلاره جوړه کړي تر څو د بنیادي حل لارو موندلو سره دا ستونزه له رېښې او بنسټه له منځه ولاړه شي.

ولادي فېسټولا ګواښمنه او ځوروونکي ستونزه هغه مهال هم له منځه تلای شي، چې میرمنې د خپل ژوند بهیر کې د زېږونونو په تړاو د تصمیم نېولو او واک درلودلو توان او آسانتیا ولري او په دې تړاو بشپړ عامه پوهاوی موجود وي.

دې برخه کې د ټولنې نارینه وو ونډه مهمه ده ځکه دا ستونزه د ټولنې په کچه د میرمنو د انزوا او له تاوتریخوالي سره د مخ کېدو لامل کیږي. پر دې ګواښمنې ستونزې اخته مېرمنې زموږ ستاسو هېواد کې د نارینه وو له لورې وهل او ډبول کیږي او رټل کیږي، چې دا یو دردوونکی ځور دی.

په دې هیله کې یوه لوستې او پرمختللې روغمنه ټولنه ولرو، نو پر یادو مواردو بیا هم ټېنګار کوم او د خپلې دې لنډ لیکنې لمن رانغاړم.

په درنښت ستاسو خور

دوکتورس بي بي آمنه پکتیانۍ

خپلې پوښتنې، وړاندیزونه او نیوکې پر برېښنا لیک له ماسره شریکې کړئ.

زما برېښنالیک پته:  [email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب