شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهسیلونو بیا هم د سرومال تاوانونه پېښ کړي، د نورو ورښتونو وړاندوینه

سیلونو بیا هم د سرومال تاوانونه پېښ کړي، د نورو ورښتونو وړاندوینه

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۳ مه) د راپورونو له مخې، سیلونو یو وار بیا په څو ولایتونو کې خلکو ته د سرومال تاوانونه اړولي دي.

په فاریاب کې ۹ تنه مړه شوي او ۸ نور تري تم دي.

دا په داسي حال کې ده چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست اټکل کړی چې نن او سبا به د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د تیز باران، تالنده، بریښنا، او تیز بادونه وي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د کوهستان ولسوالۍ په غرجي کلي کې سیلونه راوتلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې سیمه کې د خلکو هرڅه په اوبو لاهو شوي.
طالبان وایي، چې د تلفاتو په شمېر کې د زیاتوالي احتمال هم شته.
له بلې خوا په سرپل ولایت کې طالبان وایي، چې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې سېلابونو د یوه ماشوم په ګډون څلور ښځې وړې دي.

د سرپل د والي ویاند حبیب‌الله سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه په صوفک کلي کې سیلونه راغلي او له امله یې ۱۵۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه  ویجاړه شوې ده.

د بغلان ولایت د خوست ولسوال محمدثناء حقجو وایي، چې د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې سېلابونو یو کس مړ کړی دی.

د نوموي په وینا،  سېلونو ۲۰۰ کورونه، ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او ۷۰۰ څاروي تلف کړي دي.

په پنجشېر ولایت کې هم د سېلابونو د راوتو راپور ورکول کېږي.

د هوا پېژندنې ادارې نن پر خپلې ایکسپاڼې د سالنګونو په ګډون په بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندوز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، میدان وردک، بلخ، بامیان، سرپل، ډایکنډي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو کې له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو باران د اورېدو اټکل کړی دی. د هواپېژندنې ادارې په یو شمېر سیمو کې د سیلونو د راوتلو وړاندوینه هم کړې ده. په عین حال کې دې ادارې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لویدیځو، سویلي اومرکزي ولایتونو کې د نسبتا تیزو بادونو خبرداری هم ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب