شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهقطر له طالبانو وغوښتل چې د دوحې په درېیم کنفرانس کې ګډون...

قطر له طالبانو وغوښتل چې د دوحې په درېیم کنفرانس کې ګډون وکړي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۳ مه) د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې په دوحه کې د ځانګړو استازو درېیمې ناستې ته خپل استازي ولېږي.

خلیفي له عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي چې قطر هیله لري چې د دوحې دریمه ناسته به د طالبانو د استازو په ګډون پایلې ته ورسیږي.

د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر دنن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره په خپل دفتر کې وکتل.

د ملا برادر دفتر د قطر د بهرنیو چارو د مرستیال له قوله لیکلي، چې د طالبانو له استازو پرته دا ډول ناستې “نتیجې نه رسیږي”.

خبرپاڼې د محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له خولې ویلي، چې قطر ملګرو ملتونو ته خپل دریځ روښانه کړی دی.

د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال هم په دې غونډه کې وویل چې د دوی د استازي له ګډونه پرته د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس به کومې نتیجې ته ونه رسیږي.

دغه طالب چارواکي ټینګار کړی چې په دا ډول غونډو کې باید د طالبانو دریځ ته درناوی وشي.

ټاکل شوې ده چې د دوحې درېیمه غونډه د سرطان په ۱۰مه او ۱۱مه جوړه شي.

د افغانستان لپاره د دوحې په تېرو دوو غونډو کې، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړې شوې وې، د طالبانو استازي حاضر نه وو.

ملګري ملتونه هیله لري چې د طالبانو د حکومت استازي په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب