شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهملابرادر د قطر له امیر او د حماس له سیاسي مشر سره...

ملابرادر د قطر له امیر او د حماس له سیاسي مشر سره ولیدل

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۳ مه) د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر او ورسره ملګري پلاوي په تهران کې د قطر له امیر “تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني” او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په تهران کې د ایران د ولسمشر او باندنیوچارو وزیر د تسلیت د مراسمو په څنګ کې وشوه، دواړو لورو د سیمې د وروستیو پرمختګونو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.

ملابرادر او ورسره ملګري پلاوي یې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره هم وکتل.

 ملابرادر د حماس د سیاسي دفتر له مشر سره په کتنه کې د اتسراییلي رژیم د جنایتونو په وړاندې د فلسطین د خلکو مقاومت وستایه.

تر دې وړاندې د طالبانو پلاوي د ایران له نوي سرپرست ولسمشر محمد مخبر او بهرنیو چارو وزیر باقر علي کني سره هم کتلي وو او د ایران له حکومت او ولس سره یې د وروستۍ پېښې له کبله یې له هغوی سره خواخوږي څرګنده کړې وه.

1 COMMENT

  1. لکه پخوا به چې امریکایانو د طالبانو په واسطه د القاعدې غړي معلول او له مینځه به یې وړل اوس یې په لوړه کچهربیا دا وظیفه ورکړې چې ځینې خلک لکه د حماس او نورو سره اړیکې نزدې او له مینځه یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب