شنبه, جولای 27, 2024
Home+غریزه | ع. بشرمل

غریزه | ع. بشرمل

غریزه څه ده؟

غریزه (instinct) د انساني فطرت په خټه کې اخښل سوي تمایلات دي چې د یو څه د لاسته راوړلو لپاره یې په ڪار اچوي داسې یې هم تعریفولای شو چې غریزه د ژوندیو موجوداتو هغه غیر ارادي غوښتني چې د بشر په باطن ڪې د ځینو اشیاوو د لاسته راوړلو لپاره اچول شوي/ايښودل شوي وي.

فروویډ غریزه په انسان ڪې هغه فطري حالت ګڼي چې ګڼو اروایې بهیرونو ته لوری ورڪوي. د غريزې د فلسفي لوري د پېژندني په باره ڪې ویل ډیورانټ هم په دې قانع دی، چې دا په انساني اروایې بهیر ڪې پاشل شوې اروایې انرژي ده خو ډیورانټ یې د همغږئ لټون په فلسفه ڪې ڪوي؛ دی لیڪي:

واقعي چاري او وسیلې یوازي د غریزۍ سره په نسبت کې مانا او ارزښت لري. دا چې غریزې باید خپله را غونډي وي، داچې غریزې باید د یو شخصیت منظمي برخي وي او د ژوند سره همغږي شي؛ هم د فلسفې ڪار دی او هم د فلسفې د لوړو موخو څخه.

ډیورانټ یې موږ ته فلسفي اړخ روښانه کړئ خو لا دومره روښانه شوی نه دی. موږ به راتلونڪې کې لا ښه روښانه بحث ورباندي وڪړو.

یو شی چې باید د غریزې سره تفڪیڪ ڪړل سي هغه خواهشات دي. خواهش د انسان د خپل واڪ او اختیار تر تأثیر لاندي دی مثلاً: یو ښکلی موټر چې زما خوښ شو همدا زما خواهش دی چې رایې نیسم او په دې ڪې زه اختیار لرم چې دا خپل خواهش بدل هم ڪړم او یا یې بیخې له منځه یوسم او هیڅ د موټر خوښولو علاقه ونه ساتم خو غریزه بیا د انسان د ڪنټرول څخه وتلی یو شی دی، ڪله چې زه د لوږي د غریزې سره مخامخېږم ڪولای شم د خواراک لپاره مختلف خواړه وخورم او یا دا چې هیڅ رقم رقم خواړه انتخاب نه ڪړم او یو شی تر مړېدو وخورم مګر زه په دې باره ڪې، چې دا د لوږي غریزه مې اشباع شوې نه وي؛ نه سم پرېښودای او نه ترې تېرېدای شم. غرایز مختلف اشڪال لري لڪه د لوږي غریزه، د واڪ او قدرت غریزه، د شتمن ڪېدو غریزه، جنسي غریزه او …

غریزې د انسان په جنتیک او وراثت ڪې پایښت ڪوي او له یوه نسله بل ته او له بله نسله بل ته انتقال ڪیږي. غریزې د رابرسېره ڪېدو لپاره زمان او مڪان ته ضرورت لري. د لوږي غریزه هر لس یا دوولس ساعته وروسته، د جنسي هوس غریزه تر بلوغ وروسته او د واڪ او قدرت غریزه تر یو مقام وروسته سر راپورته ڪوي بیا انسانان ددې غرایزو په حللارو پسې لټون ڪوي.

هر څومره ڪه پر غریزه باندي عمر تیریږي او انسان له یو محرومیت سره پڪښې مخ وي په هماغه اندازه دا غریزه سختیږي او وحشي ڪیږي. تشه خېټه او لوږه د انسان مغز ته تر څو ساعتونو وروسته سګنال لیږي او بیا چې فڪر د ډوډۍ د لاسته راوړلو لپاره په ڪار ولویږي، تر څو چې ډوډۍ مو نه وي خوړلې هوسایني ته نه رسیږو خو ڪه د ډوډۍ لټون اوږدیږي نو بیا ڪېدلای شي انسانان هم د خپلې دې غریزې لپاره لڪه وحشي حیوانات قتل هم وڪړي او یا په غلا لاس پوري ڪړي. وخت د غریزې پر شدت او اغېز مستقیم تاثیر لري. فروویډ وایې چې د غریزې هدف د غریزې د منشاء ختمول او انساني جسد ته جسمي او اروایې سڪون دی. نو ڪه وږی ڪس ډوډۍ ومومي د هوسایې احساس ڪوي او بیا تر یو څه مودې د لوږي د غریزې څخه په امن وي. همداسي نور مثالونه هم درواخلئ. ځینې ڪسان د اروایې سڪون لپاره طبیعت ته پنا وړي، نور بیا د یوازيتوب لوري او ځینې خو بیا خپلو ڪتابونو سره زړه خواله ڪوي او خپل د اروایې سڪون لپاره یې تر یو حده د ځان هوساینه پڪي لټوي.

غریزې هم جسمي بڼي لري او هم روحي یا اروایې بڼي. ټولي غریزې یوازي تر خوند او یا جسم پوري نه وي محدودي بلڪه ځیني داسي وي چې د جسمي اړخ سره یې رواني اړخ هم پیاوړی وي.

مینه ڪه د فروویډ د تعریف پر اساس په انسان کې یو جنسي غریزه وبولو او یوازي یې تر جنسي اړیڪي را لنډه ڪړو نو ویلای سو چې دا ڪسان خپله غریزه یوازي د یوځای کېدو او پیوستون پر بنیاد سړولای سي خو ڪه مینه د دین او قوانینو رڼا ته وګورو د واده وروسته انسان یوازي دا نه چې له خپلي مېرمني څخه د جنسي اړیڪي په خاطر خوند حسوي بلڪه د اروایې سڪون منبع یې هم ګرځي. ځڪه خو د جنسیاتو په باب د ګډ ژوند(واده) یوازي څو سلنه پر جنسي غریزې راڅرخي نور ټول بحث د واده وروسته د اروایې سڪون او ډاډ وي. یو بل مثال به ورکړو: پیسې او شتمن کېدل دا جسمي اړخ لري، ڪار به ڪوو او ځان ته به یو زمینه برابروو چې دا د شتمن کېدلو او پیسو لاسته راوړلو د غریزې جسمي اړخ شو خو ولي اروایې اړخ یې د زمان په قید پوري اړه لري؛ ڪله چې پیسې لاسته راشي نو بیا ورسره یو ډول روحي سڪون مومو. [هو دلته د پیسو هغه اندازه درلودل چې د یو انسان ضروري انساني چاري په رفعه شي نه دا چې د پیسو انحرافي ګټل او حرص اخیستل ورڅخه موخه وي!]

دا د غریزې جسمي او اروایې اړخونه د فروویډ هغه مثال ته ورته خبره ده چې وایې: موږ فڪر ڪوو او فڪر ڪول زموږ اروایې انرژي مصرفوي او بیا د فڪر وروسته ڪار ته مخه ڪوو او ڪار زموږ مېخانیڪي انرژي مصرفوي یا سوځوي او بیا چې ڪله کارځای ڪې د یو څه ږغ او ږوږ اورو، بیا مو هم اروایې انرژي مصرفیږي یاني په هر حالت ڪې اروایې انرژي او مېخانیکي انرژي د بدلون په حال ڪې دي؛ همداسي د انساني غرایزو د یوه اړخ تکمیل ڪېدل د بل سره همېشه په رابطه ڪي دي.

آیا غریزې رهنمایې ڪېدای شي؟ یا داچې یو منظم قالب ته واچول شي؟

هابز وایې انسان له آره وحشي دی، دا مدنیت دی چې انسان یې انساني قالب او فرېم ته اچولی. قابیل چې خپل ورور هابیل وواژه په هماغه وخت ڪې هم د انسان سره د ڪیني او بغض غریزه مل وه. زما په اند هغه وخت چې لا د انسان د وژني پر حرمت بحث نه وو شوی دا پېښه رامنځته شوې؛ ڪه د انساني وینو د ارزښت په اړه قابیل ته مالومات وای شاید د خپلې حیواني او وحشي غریزې څخه لاس په سر سوی وای. د قانون د نه شتون په عربانو ڪې د ځان براعلی ګڼلو وحشت ته وده ورڪړل او هغه ڪسان چې هیڅ به یې لور نه درلوده په ټولنه ڪې اعلی مقام درلود ځکه خو یې ددې نامښودني د غریزې لپاره لوڼي هم دومره وحشت ژوندۍ ښخولې.

حتی ځیني وختونه ڪلتورونه د همدې قانون په نه درلودلو سره تر حیواني غریزو لاندي راځي عربو ڪه هغه دود درلود په اوسني صحرایې پښتنو ڪې دا دود اوس هم شته چې هر څومره لور په ګرانه بیه ورڪړي په خوشحاله وي ځڪه دلته د انسانانو د نامښودني ڪلچر لا د ناپوهو افڪارو تر اغیزې لاندي دی. دلته لا هم د یو چا ژوند د خپل پلار، ڪورنۍ او ټبر تر نوم قربانیږي. په لري پرتو سیمو ڪې پښتانه لا هم د نجونو و ښوونځیو ته خوشبین نه دي ځڪه د ڪاذب غرور د غریزې تر اثر لاندي راغلي او دا به ددوی په نزد عار وي چې لوڼي یې ښوونځیو ته لاړي شي.

هابز ڪه د مدنیت خبره ڪوي پر بل اړخ روسو د طبیعت خبره را مطرح ڪوي. روسو وایې انسان د مدنیت له لاسه وحشي سوئ نه د طبیعت. مدنیت ڪه انسان له ځنګله راوباسه خو بل پلو یې بیا د وګړو او ټولني د تمدني کېدو سره سره د حرص، ځان ښودني، شتمنۍ، واڪ او قدرت لمبې لا د بشر په وجود ڪې تیزي ڪړې. استبداد، غلامي او استعمار ڪه له پخوانۍ زمانې سره توپیر لري خو ولي ختم سوی نه دی او بدبختانه چې قوي سوی لا نور هم دی. د قدرت، واڪ، تمدن او مدنيت ډنډورچیانو د خپلي هوسایني لپاره د جنګ داسې اوزار/ابزار جوړ ڪړل چې بغیر د خپلو بشري ځواڪ او قواوو د شدیدو مرګ ژوبلې څخه مقابل طرف نیست و نابود ڪولای سي. ددې ټولي بربادۍ چې اوس وخت ڪې یې وینو د روسو په اند د مدنیت سره تړاو لري او ساینس هم په دې اړخ ڪې د مدنیت لپاره د چت مثال لري.

په ځنګلونو ڪې د وحشي حیواناتو غرایز به لا هم دومره نابودونڪي نه وي لڪه د مدنيت او تمدن د سرلاري انسان دا. اوس سوال دادی چې څنګه انساني غریزه په دومره قوانینو ڪې تر وحشي حیواناتو بدتره سوه؟

د نړۍ په سطحه نافذه قوانین د نني ماډرن علم په رڼا ڪې وضع سوي او نني علومو د ویل ډیورانټ په قول زموږ اخلاقي او میتافزیڪي باورونه له مونږه اخیستي.

دولتونه خپل قوانین یوازي د خپلو اتباعو د ګټي پر محور جوړوي خو په هیڅ بل ملت باندي د زړه سوي ماده او خاڪه نه پرې ورګډوي او نه پرې ګډه سوې. دلته بیا انسان یوازي د خپل هیواد وګړی یادیږي نه دا چې دده د انسانیت په خاطر یاد سي. ننی علم له خپل اصلي روحي مسیر څخه پر متغیره لاره روان دی او یو انسان د بل ملت انسان حتی انسان هم نه بولي.

انسانان چې هرڅومره له خپلو تقدیرونو او دیني باورونو څخه لیري ڪیږي په هماغه اندازه وحشت ته لاس اچوي او د دنیایې ژوند د تېرېدو او ګذران په خاطر د بل ویني هم د خپل ژوند د سمون لپاره زبیښي. د شدید حرص غریزه تر بل هر وخت د مللو په نفوسو کې سرایت ڪړئ، هر زورور ملت بل ڪمزوری ملت د ځان په نفعه لوټوي او دا یو مسلم حق ګڼي. ننی نړۍ ڪې د زورورو اوبه پر بره خیژي خو د ڪمزورو او بې وسو حتی چینې لا هم وچي سوي او لوټل شوي.

یوخت مې د تمدن او مدنیت تعریف داسي هم اورېدلی وو: د انسانانو برلاسي پر خپلو غرایزو …

خو ماته اوس څرګنده سوې چې هیڅ متمدن هیواد پر خپلو نا انساني غرایزو فڪر نه دی ڪړئ او حتی د خپلو هغو ڪړونو لپاره چې سوچه تر حیوانیت بدتره دي په سرسري او بې تفڪره علم ورته دلیلونه تراشي. یو ځای مې لوستي وو چې دویم او دریم نړۍوال جنګونو نړۍ ته دا ګټه ورسول چې د نفوسو شمېر راکم سو! دا دلیل به د هغه چا په نزد هم معقول نه وي چې دوه درې ڪاله یې ښوونځي ویلې وي ځکه د انسانانو د شتون ڪمښت نړۍ نه ودانوي بلڪه د مضرو او مغرضو انسانانو شتون کولای شي نړۍ و بحرانونو ته ټېل وهي.

په دوو نړۍوالو جنګونو ڪې جنګ سالاران او د جنګونو وحشي طراحان د ګوتو په شمېر ووژل شول خو د میلونونو عامو انسانانو ڪڪرۍ د باروتو خواراک شوې.

د علومو مبناوي باید مستحڪمي ڪړو، هغه اړخ د علومو چې انسان واقعیت انسانیت ته هڅوي لا پیاوړي کېده غواړي. غریزې باید مهار وي تر څو یو نسل او بل نسل ته د بقاء چانس نور هم زیات شي مګر نه دا چې پر نړۍ د انسان شتون محوه شي!

همدا خبره ویل ډیورانټ هم ڪوي: د فلسفې یوه موخه د انساني غرایزو سمون او یو ڪلي او منلي چوڪاټ ته اچول دي.

د فروویډ په نظر ایډ د غریزو ڪان دی او د بشر بدني او اروایې انرژي پر درو سرو قواوو (ایډ، ایګو او سوپر ایګو) درو سرو تقسیميږي؛ دا بیا د علومو، محسوسو او باتفڪره زده ڪړو په سبب ڪولای شو چې د انساني انرژۍ زیاته اندازه چې اوس وخت پر ایډ مصرفیږي؛ تغیر ڪړو و سوپرایګو ته. د ا.ج. ولز په نظر د نني علومو پراختیا یوازي د اوازو شڪاڪیت دی نور هیڅ نه!

زموږ نني قوانین چې د غریزو پر بنیاد بناء شوي خپل میتافزیڪي بنسټونه یې له لاسه ورڪړي او موږ د هغې ګډوډۍ لوري ته روان یو چې د ژوند څخه یې یوازي موخه خوند اخیستل دي.(ايپیڪوري فلسفه) دا هرڅه شاید موږ خوشاله ڪړي، خو پوره نسل له پښو غورځولای شي. موږ د پوهي تر عمیق تأثیر لاندي نه راځو ځڪه موږ یوازي علم د خپلي منطقې او ټاټوبي پر سطحه را چورلولی.

ڪه غرېزې مهار نشې څه به پېښ شي؟

غریزې ڪه مهار نشي ژوند تر دې هم راته سختیږي او بیا نشو کولای د هغو غلطیو جبران وڪړو ڪوم چې بشر مخڪي ڪړي. لمړی خو په ټوله ڪې صنعتي انقلاب د انساني ژوند د بسیا او هوسا ڪېدو زمینه وار دی او په دې صنعتي انقلاب سره زیات ڪار د انسان له اوږو واوښت او ماشین ته حواله سو.

په دې سره فرد د فزیڪي ڪارونو او روحي ستړیاوو څخه تر ډېره حده فارغه شو او دا هوساینه خپله د غرایزو را برسیره ڪېدو ته زمینه سازي ڪوي.

هغه انسانان چې د ڪار له وجي ستړیاوي ګالي په هغوی ڪې د زیاتو غریزو د سرڪوبولو باعث همدا ڪار وي؛ هغه هم په داسي حال ڪې چې دا ڪار دوی په لاشعوري ډول ڪړئ وي نه په شعوري توګه.

د فروویډ سره په څنګ کې ادلر او یونګ یوازي جنسي غریزې نه بلڪه د ڪمترۍ د احساس او ټولنیز لاشعور خبره هم مطرح ڪوي وایې چې انسان یوازي د جنسي هوسونو په خاطر نه بلڪه د ټولنیز لاشعور او احساس ڪمترۍ تر چتر لاندي هم ځیني داسې ڪړني ڪوي چې د ځان سره سره د نورو انسانانو ژوند هم تریخوي.

ڪه ووایو د حرص او احساس ڪمترۍ حالتونه پر ټول نړۍ هم واڪمن دي، هیڅ زورور بل زورور نشې زغملای او په یو ډول نه په یو ډول خپل هیواد او ټاټوبی تر مقابل د لوړ ښودلو په خاطر پورته ڪوي.

چارلي چاپلین به ویل: یو سېب راولود چې انسانانو د جاذبې قوه کشف ڪړه خو میلیونونه جسدونه ولوېدل هیچا انسانیت کشف نه ڪړ. زه وایم ڪه په داسې یو حالت ڪې بشر نور هم پر مخ ځې لا به یې د مستقبل ستونزې او ڪشالې زیاتیږي.

ڪه د یو بشر په حیث د غریزې د مهار خبره ڪوم باید د نني علومو هغه فسخه شوي میتافزیڪي باورونه بیرته د علم تر ڪور را ستانه شي. بشر چې د زده ڪړییز چاپیریال او د خلګو د ایګو او سوپرایګو پر لا زیاتي انرژي مصرفولو تمرڪز ونکړي دا حالات به تر هغو بدل نه شي.

غریزې بغیر له عقلي دلیل او منطقه، هغه لمبې ته ورته دي چې هیڅ خپل او پردی نه پېژني او سوځي یې، یو بشر د بل بشر تڪمېلونکی دی خو دا نفاق ګر (غریزه) يې پر دوښمنۍ ورته اړوي. انسان د طبیعت اولاد دی خو ددې اړیڪي د شلېدو باعث هم ددې انسان وحشي غرایز شوي.. خو هو عقل هم بغیر له محسوسي قوې، میني، او وجدان څخه هماغه لمبې ته ورته دی. عقل ڪه له احساسه تشیږي بیا هم انساني کرامت تر پښو پایمالوي.

غریزه به د هغه علم پر بنیاد اداره کیږي، ڪوم علم چې خپله د عمیق تفکر، فلسفې، منطق، احساس، درڪ، میني او رحم دلۍ پر بیناد مغزونو ته القاء شوی.

فلسفي پوهه هیلي ڪموي، غرایز سنجوي او د درڪ قوت پیاوړی ڪوي.
نن ورځ پوهه سته خو له فلسفې سره یې تړاو نشته.

مأخذونه:

د حڪمت او فلسفې ودانۍ، ویل ډیورانټ، ژباړن نیاز محمد نثار
د فروویډ ارواپوهنه، ژباړه محب زغم
ادبستان، اجمل ښڪلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب