چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+ولې ځينې خلک په چايو کې شيدې ګډوي؟

ولې ځينې خلک په چايو کې شيدې ګډوي؟

سپين روان نورزی

ښايي په افغانستان حتا په ډيورنډ پوله پورې داسې سيمې پيدا نه شي چې چای په کې نه کارول کېږي، خو توپير يې په دې کې دی چې ځينې يې له شيدو سره خوري، او ځينې يې بيا شين چای يا تور چای پرته له شيدو څکي.

دا خبره ډېره مشهوره ده چې (( چای وڅکه))

د چايو ست په پښتنو کې يو خاص ځای لري، که چېرې چا ته د چای ست ونه کړې، ښايي خلک ستا په پښتو او مېلمه پالنه شک وکړي او د ټول عمر لپاره در څخه زړه بدی شي، ځکه چای په اصل کې د دمې او جمې بنسټ جوړوي. ډاکټر مبارک علي د سټيوارټ لي الين په حواله وايي چې کله په لومړي ځل په (۱۵۵۵) زيږديز کال په ستانبول کې قهوه خانه جوړه شوه د ځانګړي کلتور بڼه يې غوره کړه. نوموړی زياتوي چې هغه وخت به قهوه خانو ته هغه خلک ورتلل چې مؤدب او درانه به وو، دوی به په ډېره ارامه فضا کې د ژوند په مسايلو بحثونه کول، په داسې حال کې چې په ميخانو کې به خلک نشه شول او د بحث موضوع به يې کنځلو او جګړې ته ورسېده.

خو دا چې چای څنګه پيدا شو، له کومې سيمې نړۍ ته خور شو او افغانستان ته کله راغی، دا هغه پوښتنې دي چې موږ يې د ځواب موندلو لپاره هڅه کوو.

لرغون پېژندونکي په دې نظر دي چې له ميلاده دوه پېړۍ مخکې په چين کې خلکو چای کارولو، حتا دوی په دې نظر وو چې بايد زموږ مړي هم د چايو له پاڼو سره يو ځای خاورو ته وسپارل شي: (( د چين مرکزي سيمې ينګ لنګ په يوه لرغوني هديره کې چايو ته ورته وچې پاڼې موندل شوې دي. دغه پاڼې کافين او تهيانين کيمياوي مواد لري چې د کارپوهانو په اند ښايي چې دغه چای پاڼې له مړو سره د دې لپاره په قبرونو کې ايښي چې د ژوندو له عقيدې سره سم يې بله دنيا کې پکار شي. له دې موندنې سره د چايو څښلو تاريخ هم دوې پېړۍ شاته تللی.

په يوه بل روايت کې راځي چې له ميلاده (۲۷۳۷) کاله وړاندې چين يو ټولواک يا بادشاه درلود چې نوم يې ( شين نونګ-Shen Nung) و. شين نونګ د بوټو په پېژندنه کې ځانګړی مهارت درلود، يوه ورځ د ده خدمتګار د چايو د ونې لاندې د بادشاه لپاره اوبه ايشولې، په دې وخت کې د چای کومه پاڼه په دې ايشيدلو اوبو کې لويدلې وه، کله چې شين نونګ اوبه وڅکلې، هم يې خوند درلود او هم يې ارام کړ، له هغه وروسته ده دا بوټی توصيه کړ ترڅو خلک د يوه څښاک په توګه ترې استفاده وکړي. (د چايو تاريخ)

چې څومره تاريخي شواهد وکتل شي، د چايو منشاء له چينه راپيليږي، په همدې دليل ويلی شو چې همدا چين په اصل کې د چايو اصلي ټاټوبی دی له دې ځايه په نوره نړۍ کې هم خور شو، د بېلګې په توګه د شپږمې ميلادي پېړۍ په اوږدو کې يوه بودايي مذهبه چاپاني راهب د چايو بوټي له چينه د ځان سره چاپان ته يوړل او په مذهبي حلقو کې يې ډېر شهرت پيدا کړ.

له دې وروسته ورو ورو تجارانو د اوښآنو په کاروانونو کې د چايو صادرات پيل کړل چې تر اروپا او روسيې ورسېدل، خو په اوه لسمه پېړۍ کې کله چې د چين او برېتانيا تر منځ سفارتي اړيکې خرابې شوې او تجارتي اړيکې يې سره پرې کړې برېتانيا مجبوره شوه چې په شکل د اشکالو په چايو باندې د چين واکمنۍ او انحصار ته د پای ټکی کېږدي، په همدې وجه د برېتانيا ايسټ انډيا شرکت چې د برېتانيا بهرنۍ سوداګري يې تنظيموله د ( رابرټ فورچون) په نوم د ونو او بوټو  يو تن ماهر ته دنده وسپارله ترڅو له چينه د چايو بوټي را پټ کړي او په يوه مناسب اقليم کې يې وکري، دې کس شل زره بوټي له چينه پټ کړل او په هند کې يې وکرل، ډېر ښه حاصل يې ورکړ، خو ستونزه دا وه چې د هند چايو ډېر تيز خوند درلود په همدې وجه انګريزانو له دې چای سره د شيدو ګډول پيل کړل. (بي بي سي پښتو وېبپاڼه، 29 اګست 2019 – 07 وږي 1398)

اوس هم په ډيورنډ پورې هغه پښتني سيمې چې د برېتانوي هند تر اغېز لاندې وې شيدو چای ( له شيدو سره ګډ شوی چای) ډېر مشهور دی، حتا ډېر داسې خلک شته چې پرته له شيدو د چايو څښاک ورته ليونتوب ښکاري.

داسې دقيق تاريخ نه دی معلوم چې کله افغانستان ته چای راغلی، خو ځينې داسې انځورونه شته چې په ( ۱۸۷۹) زيږديز کال د افغانانو او انګريزانو ترمنځ د دويمې جګړې پر مهال ځينې کسان چای څکي. ( ګرافيم مجله)

خو زما له انده کله چې د ورېښمو لارې خبره کېږي او له دې لارې د چين ورېښم نړۍ ته تلل او چين د نړۍ مارکېټونو ته چای هم لېږلو ښايي په هماغه وختونو کې افغانستان ته هم راغلی وي.

خو زما پلار چې له اتيا کلونو ډېر عمر لري ما ته ( ليکوال ته) دا کيسه کوله چې زموږ پلار ( د ليکوال نيکه) به اوښان چلول، او له خوسته به يې بنو ته تمبې ( چارتراش) وړل، او له هغه ځايه به يې ګوړه، غله او چای راوړلو، خو کوم چا به چې د چای وس نه درلود او يا به يې چای تمام شو، نو بيا به يې د خونه ( زيتونو) ونو پاڼې په ايشېدلو اوبو کې اچلولې، يعنې دلته د چای تاريخ هم ډېر لرغونی دی، حتا په بديل باندې يې هم فکر شوی و، او خلکو به خپله مينه پرې خړوبوله.

داسې ويل کېږي چې په پنځلسمه پېړۍ کې چينايي راهبانو د چايو مذهبي مېلمستياوې دود کړې، خو جاپانيانو بيا دا مېلمستياوې رسمي کړې او له نيمه مذهبي سره خوا کې يې فرهنګي او ټولنيزې کړې، خو په افغانستان کې داسې ښکاري چې چای د هر ډول مېلمه پالنې اصل ګرځېدلی دی، په همدې دليل هر کال لسګونه ټنه چای افغانستان ته راوړل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب