په يوۀ کلي کې يوه ښځه وه، نوم يي بيبي نازو و.
بيبي نازو ډيره غريبه وه هغې يوازې يو کوچنی د خټو کور او يو زوړ تنور درلوده.
نازو به هره ورځ سرۀ تنور ته ناسته وه، لۀ سترګو به يي د دود له امله اوښکې روانې وې، لاسونه يي اور سوځولي وو او داسې خط خط داغونه پری جوړ شوي وۀ، په مخ به يي خولې راروانې وې،زړۀ به يي د تنور لمبو سوځاوۀ ، خو بیا به هم ټوله ورځ د دودونو تر منځه سرۀ تنور ته ناسته وه، نور ولولئ