د سیمهییزو ائتلافونو، ستراتیژیکو رقابتونو او افغان ملي ګټو انتقادي څیړنه
ډاکترمحمد همایون همت
د څېړنې بنسټیزه پوښتنه
په دې نوې نړیواله سیالۍ کې د افغانستان خپلوا کی ، ملي ګټې، ثبات، عدالت او انساني کرامت څنګه خوندي کېدای شي؟
لنډیز
د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ سیمهییزو بدلونونو وښوده چې نړیوال نظم نور د یوه واحد قطب تر واک لاندې نه دی؛ بلکې د څو قطبي، امنیتي، اقتصادي او ائتلافي شبکو پر لور روان دی.
د پاکستان ـ سعودي عربستان متقابل دفاعي تړون، د هند ـ امارات ـ اسرائیل ـ امریکا محور، د پاکستان ـ چین ستراتیژیکه ملګرتیا، د پاکستان ـ ایران محتاطه اړیکه، د پاکستان ـ امریکا تاکتیکي رابطه، د روسیې ـ منځنۍ اسیا امنیتي محاسبه، او د چین اقتصادي منځګړیتوب ټول د یوې نوې نړیوالې هندسې څرګندې نښې دي.
په دې نوې هند سه کې افغانستان یوازې یو جګړهځپلی هېواد نه دی؛ افغانستان د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، چین، ایران، روسیې او خلیج ترمنځ د اتصال، کانونو، انرژۍ، امنیت، ترانزیت ، استخباراتي لوبو او رقابت یوه مرکزي نقطه ده.
د دې مقالې بنسټیز استدلال دا دی چې د افغانستان اوږدمهاله بېثباتي یوازې د داخلي کمزوریو پایله نه ده؛ بلکې د سیمهییزو او فرامنطقهییزو قدرتونو د امنیتي محاسبې، د پاکستان د «ستراتیژیک عمق» د فکر، د هند ـ پاکستان رقابت، د چین اقتصادي دهلېزونو، د روسیې جنوبي امنیتي کمربند، د امریکا امنیتي سیاست، د ایران سرحدي اندېښنو، د اسرائیلو ـ هند ـ اماراتو نوې شبکې، او د خلیج د نوو دفاعي تړونونو له ګډ فشار څخه هم اغېزمنه شوې ده.
دا مقاله هڅه کوي چې د افغانستان درد، ملي عزت، انساني مظلومیت او تاریخي تجربه په مستند، اکاډمیک او عادلانه ژبه وڅېړي.
د پاکستان د ولس او د پاکستان د ظا لمانه نظامي ـ استخباراتي جوړښت ترمنځ توپیر د دې مقالې اخلاقي اصل دی:
ولسونه دښمنان نه دي؛ خو هغه ظا لمانه امنیتي دکترینونه چې افغانستان د خپلواک ګاونډي پر ځای د نفوذ ساحه ګڼي، د علمي نقد وړ دي.
مقدماتي فکري چوکاټ:
افغانستان د اټومي قوتونو او خلیجي امنیت ترمنځ
د دې مقالې فکري چوکاټ دا دی چې افغانستان د نړۍ د بدلېدونکي نظم په حاشیه کې نه، بلکې د څو حساسو امنیتي، اقتصادي او اټومي محاسبو په منځ کې پروت هېواد دی. د افغانستان ملي ګټې هغه وخت سمې پېژندل کېږي چې هېواد یوازې د کورني بحران له کړکۍ ونه کتل شي؛ بلکې د پاکستان د اټومي ـ نظامي وزن، د هند د ستراتیژیک حضور، د چین د اقتصادي دهلېزونو، د روسیې د جنوبي امنیتي کمربند، د امریکا د نړیوال امنیتي نفوذ، د ایران د سرحدي محاسبې، او د خلیج د انرژۍ، پانګونې او دفاعي تړونونو په ګډه هندسه کې تحلیل شي.
په دې چوکاټ کې پاکستان یوازې یو ګاونډی نه دی؛ د اټومي وسلو، نظامي ـ استخباراتي جوړښت، د خلیج له امنیتي اړیکو، او د افغانستان په اړه د اوږدمهاله ستراتیژیک عمق له فکر سره یو مهم عامل دی.
هند یوازې یو اقتصادي شریک نه دی؛ بلکې اټومي ځواک، ستر بازار، ټکنالوژیک ظرفیت او د خلیج ـ اسرائیل ـ امریکا له محور سره تړلی سیمهییز لوبغاړی دی. چین یوازې پانګهوال اقتصادي قدرت نه دی؛ بلکې د CPEC، ګوادر، کانونو، منځنۍ اسیا او خلیج له لارې افغانستان ته د خپل لوی اتصال او امنیت له زاویې ګوري. روسیه هم یوازې د تېر شوروي تاریخ خاطره نه ده؛ بلکې یو اټومي نړیوال قدرت دی چې افغانستان د منځنۍ اسیا د امنیت، داعش ـ خراسان، نشهيي توکو، او د لوېدیځ د احتمالي نفوذ د مخنیوي له زاویې څاري.
خلیج په دې بحث کې ځانګړی ځای لري.
سعودي عربستان، امارات، قطر او نور خلیجي هېوادونه که څه هم اټومي ځواکونه نه دي، خو د انرژۍ، پانګونې، اسلامي اړیکو، کارګرۍ، دفاعي تړونونو، بندرونو او نړیوال مالي نفوذ له لارې د افغانستان پر راتلونکي مستقیم او غیرمستقیم اغېز لري.
د پاکستان ـ سعودي دفاعي تړون، د هند ـ اماراتو نږدېوالی، د اماراتو ـ اسرائیلو اړیکې، او د چین له لارې د سعودي ـ ایران اړیکو بیا رغېدل ښيي چې خلیج نور یوازې د تېلو بازار نه دی؛ بلکې د اټومي سیوري، اقتصادي دهلېزونو، استخباراتي شبکو او سیمهییزو ائتلافونو یوه فعاله جغرافیه ده.
له همدې امله د مقالې جوهر دا دی چې افغانستان باید د بل چا د محور، د بل چا د جګړې، د بل چا د نیابتي سیاست، او د بل چا د کانونو د تندې خام مواد نه شي. د افغانستان ملي ګټې په دې کې دي چې خپلواکي، ملي حاکمیت، عدالت، د نراو ښځی پوره تعلیم، انساني کرامت، شفاف اقتصاد، د کانونو ملي امانت، متوازنه دیپلوماسي، او د ګاونډیانو سره د متقابل احترام اصل د هر ائتلاف، هر تړون او هرې سیمهییزې محاسبې پر وړاندې د خپل سیاست معیار وګرځوي.
دا مقاله له همدې انساني او ملي جبهې څخه لیکل کېږي: نه د نورو ولسونو د دښمنۍ لپاره، نه د احساساتي شعار لپاره، بلکې د افغان ولس د حق، درد، خپلوا کۍ ، عزت او راتلونکي د علمي دفاع لپاره.
میتود او د مقالې علمي چوکاټ
دا مقاله د کیفي ـ تحلیلي میتود پر بنسټ لیکل شوې ده. د نړیوالو خبري سرچینو، څېړنیزو راپورونو، بشري حقونو اسنادو، سیمهییزو امنیتي تحولاتو او جیوپولیټیکو مفاهیمو له لارې د افغانستان ملي ګټې، امنیتي خطرونه او اقتصادي فرصتونه څېړل شوي دي. مقاله ادعا نه کوي چې ټولې سیمهییزې معادلې په بشپړ ډول رانغاړي؛ بلکې د افغانستان له زاویې د مهمو بدلونونو تحلیلي نقشه وړاندې کوي.
اصلي فرضیه
که افغانستان داخلي مشروعیت، ملي وحدت، شفاف اقتصادي نظام، مسلکي دیپلوماسي او متوازن بهرنی سیاست ونه لري، نو د نوي نړیوال نظام په ائتلافي رقابتونو کې به د نورو قدرتونو د فشار، نفوذ او نیابتي سیاست موضوع پاتې شي.
خو که دا شرطونه پوره شي، افغانستان کولای شي له خپل جغرافیایي موقعیت، کانونو، ترانزیت او انساني پانګې څخه د ثبات، اقتصاد او ملي عزت لپاره ګټه واخلي.
سریزه: افغانستان د نوي نړیوال نظم په منځ کې
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د کاروانونو، تمدنونو، پوځونو، فکرونو او ستراتیژیکو سیالیو د تېرېدو ځای و. همدا جغرافیه د افغان ملت لپاره کله فرصت شوې، کله مصیبت.
نن هم افغانستان د داسې نړیوال بدلون په منځ کې ولاړ دی چې یوه څنډه یې د خلیج له امنیتي تړونونو سره نښلي، بله یې د چین له اقتصادي دهلېزونو سره، درېیمه یې د روسیې او منځنۍ اسیا له امنیتي کمربند سره، څلورمه یې د امریکا، اسرائیلو، هند او اماراتو له ټکنالوژیک ـ امنیتي شبکې سره، او پنځمه یې د پاکستان له نظامي ـ استخباراتي محاسبې سره.
د افغان ولس اساسي غوښتنه ډېره ساده ده:
عزت، امن، عدالت، تعلیم، کار، ډوډۍ، ملي واکمني او د خپل هېواد پر طبیعي شتمنیو مشروع حق.
خو د همدې ساده انساني غوښتنې پر وړاندې د سیمهییزو محاسبو داسې سختې کړۍ جوړې شوې چې افغانستان یې کلونه کلونه د نورو د رقابت په میدان بدل کړی دی. علمي تحلیل باید دا کړۍ وپېژني، نوم یې واخلي، خو د ولسونو ترمنځ د کرکې ژبه ونه کاروي.
له همدې ځایه د مقالې اصلي پوښتنه راولاړېږي:
آیا افغانستان به د نورو د تړونونو، استخباراتي سیالیو، د کانونو د نړیوالې تندې، او نیابتي جګړو موضوع پاتې کېږي؛
که به د خپل مشروع، متوازن، ملي ،خپلواک او علمي سیاست له لارې د سیمهییز اتصال، اقتصادي بیارغونې او انساني کرامت مرکز ګرځي؟
۱. د څیړنی هدف : د شتمنې خاورې بېوزله ولس
افغانستان د مسو، لیتیم، اوسپنې، طلا، نادره فلزاتو، طبیعي ګاز، مرمر، قیمتي ډبرو او نورو زیرمو له پلوه بډای هېواد دی.
رویټرز د افغانستان د کانونو په اړه لیکلي چې هېواد د مسو، سرو زرو، نفتو، ګاز، یورانیم، بکسایټ، ډبرو سکرو، اوسپنې، نادره عناصرو، لیتیم، کرومایټ، جستو، سرب، قیمتي ډبرو، مرمر او نورو معدني موادو پراخې زېرمې لري [۱۱].
دا طبیعي شتمني که د شفاف قانون، ملي نظارت، عادلانه قراردادونو او مشروع ادارې تر سیوري لاندې وکارول شي، د افغان ولس د بیارغونې ستر بنسټ جوړولای شي.
خو د افغانستان تراژیدي دا ده چې ډېر وخت یې ثروت د پر مختګ او رفاه سبب نه، بلکې د سیالۍ، قاچاق، بهرني نفوذ، فساد او جګړې سبب شوی دی. هره سیمهییزه فرا سیمیزه ا ستخبارات د افغانستان جغرافیه د خپل امنیت له عدسې ګوري؛
خو افغان ولس یې د خپل ژوند له عدسې ګوري. همدا واټن د افغانستان د ناورین زړه دی.
که افغانستان امن، مشروع دولت، قانوني حاکمیت، ملي وحدت، شفاف اقتصاد او متوازنه دیپلوماسي ولري، د هېواد زیرمې د ښوونځي، پو هنتون،روغتون، سړک، رېلپټلۍ، کرنې، صنعت او کاري فرصتونو په ژبه بدلولی شي.
خو که دولت کمزوری، قراردادونه مبهم، اقتصاد غیرشفاف، او سیاست منزوي وي، نو همدې زیرمو ته سیمهییز قدرتونه د نفوذ، استخراج، فشار او سیالۍ له زاویې ګوري.چی نتیجه به د شتمنی خاوری بی وزله ولس وی.
۲. د پاکستان ـ سعودي دفاعي تړون: د خلیج امنیت ته د پاکستاني اټومي سیوري ننوتل
د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ متقابل دفاعي تړون د سیمې په امنیتي معادله کې یوه مهمه نوې نښه ده.
رویټرز راپور ورکړی چې سعودي عربستان او اټومي پاکستان داسې تړون لاسلیک کړ چې د دواړو هېوادونو څو لسیزه امنیتي رابطه یې لا رسمي او ژوره کړه؛ د تړون مرکزي ژبه دا ده چې پر یوه لوري برید پر دواړو برید ګڼل کېږي [۱].
الجزیرې هم دا تړون د خلیج د امنیتي محاسبې د بدلون په توګه یاد کړی دی [۲].
دا تړون درې ژورې معناوې لري.
لومړی، سعودي عربستان نور یوازې پر امریکا تکیه نه کوي.
دوهم، پاکستان غواړي د اسلامي نړۍ د یوازیني اټومي مسلمان هېواد په توګه خپل نظامي وزن د خلیج په امنیتي بازار کې څرګند کړي.
درېیم، دا تړون هند، ایران، اسرائیلو، چین، روسیې او امریکا ته مستقیم ستراتیژیک پیغام لري.
د افغانستان لپاره دا بدلون حساس دی.
او دا ځکه چی:
هر څومره چې پاکستان په خلیج کې امنیتي ارزښت ترلاسه کوي، هومره یې د افغانستان پر وړاندې د فشار، معاملې، استخباراتي نفوذ او سیمهییز مانور ظرفیت زیاتېږي. خو د علمي عدالت غوښتنه دا ده چې پاکستاني ولس له پاکستاني ظالمانه نظامي ـ استخباراتي دکترین څخه جلا وکتل شي.
د افغانستان درد له ولسونو سره دښمني نه غواړي؛ دا درد د هغو پوځي ـ جوړښتي امنیتي سیاستونو علمي افشا غواړي چې افغانستان یې د خپلواک ګاونډي پر ځای د نفوذ ساحه ګڼلې ده.
۳. هند ـ امارات ـ اسرائیل ـ امریکا محور: له اقتصاد څخه تر امنیتي شبکې پورې
د هند، متحده عربي اماراتو، اسرائیلو او امریکا ترمنځ رامنځته شوې نوې رابطه په رسمي ژبه کې د اقتصاد، خوراکي امنیت، انرژۍ، ټکنالوژۍ، پانګونې او اتصال چوکاټ بلل کېږي؛
خو په ژوره سیا سی او علمی معنا کې دا محور د هند، خلیج، اسرائیلو او امریکا ترمنځ د نوې امنیتي ـ اقتصادي ـ ټکنالوژیکې هندسې نښه ده.
رویټرز د هند ـ اماراتو د دفاعي او انرژۍ تړونونو په اړه راپور ورکړی چې دا همکاري دفاعي صنعت، پرمختللې ټکنالوژي، ګډه روزنه، سمندري امنیت، سایبري دفاع، خوندي اړیکې او انرژي رانغاړي [۴].
متحده عربي امارات مالي پانګه، بندري ظرفیت، نړیوال لوژستیک او د نړیوال اقتصاد دروازې لري.
هند ستر بازار، پوځ، انساني ځواک، ټکنالوژیک پرمختګ او د هند سمندرګي ستراتیژیک موقعیت لري.
اسرائیل دفاعي صنعت، سایبري امنیت، استخبارات، پرمختللې زراعتي ټکنالوژي او له امریکا سره ژور ستراتیژیک تړاو لري.
امریکا بیا د نړیوال نظامي چتر، مالي سیستم، سمندري حضور او نړیوالو ائتلافونو ځواک لري.
د دې محور پټه معنا دا ده چې هند د اماراتو، اسرائیلو او امریکا له لارې د خلیج، عربي سمندرګي، هند سمندرګي او لوېدیځې اسیا په امنیتي چاپېریال کې خپل حضور پراخوي.
دا حالت د پاکستان لپاره د ستراتیژیکې اندېښنې سبب کېږي؛
ځکه اسلاماباد وېرېږي چې هند د خلیج او اسرائیلو له لارې د پاکستان لوېدیځ او سمندري چاپېریال ته نږدې کېږي.
د افغانستان لپاره دا محور دوه مخه لري.
که افغانستان متوازن او فعال سیاست ولري، له هند، اماراتو او نړیوالو پانګوالو سره د اقتصاد، کانونو، روغتیا، تعلیم، ټکنالوژۍ، زراعت او ترانزیت په برخو کې ګټه اخیستلای شي.
خو که افغانستان د هند ـ پاکستان رقابت میدان شي، نو افغان خاوره به بیا د نیابتي فشار، استخباراتي رقابت، اقتصادي بندیزونو او سیمهییز شک قرباني شي.
۴. د اسرائیلو ځانګړی رول: جیوپولیټیک، جیوستراتیژیک او جیواکونومیک ځواک
اسرائیل په دې نوې هندسه کې یوازې یو عادي شریک نه دی. اسرائیل د خپل دفاعي صنعت، استخباراتي تجربې، سایبري ظرفیت، زراعتي نوښت، ټکنالوژیک پرمختګ او له امریکا سره د ژور ستراتیژیک تړاو له لارې د خلیج، هند او امریکا په ګډ محور کې ځانګړی وزن لري.
رویټرز د هند او اسرائیلو د اړیکو په اړه راپور ورکړی چې دواړه هېوادونه د دفاعي ټکنالوژۍ، ګډ تولید، ټکنالوژۍ انتقال او ازاد تجارت پر پراختیا کار کوي [۳]. الجزیرې هم د هند ـ اسرائیل د دفاعي همکارۍ د زیاتېدو یادونه کړې ده [۳].
د ابراهیمي تړونونو وروسته د اماراتو او اسرائیلو اړیکې په رسمي ډول پراخې شوې. دا اړیکې یوازې دیپلوماتیکې نه دي؛ بلکې د اقتصاد، ټکنالوژۍ، امنیت، سایبري دفاع، پانګونې، کرنې او استخباراتي همکارۍ ساحې هم رانغاړي. له بلې خوا، د هند ـ اسرائیل اړیکې له کلونو راهیسې د دفاعي صنعت، وسلو، ګډ تولید، روزنې، سایبري امنیت او استخباراتي تجربې پر محور روانې دي.
د هند ـ امارات ـ اسرائیل مثلث د خلیج سیاست له دودیز عربي ـ ایرانی رقابت څخه د امنیت، اقتصاد، ټکنالوژۍ او استخباراتي شبکو نوي پړاو ته بیایي. دا شبکه د نړیوال امنیت لپاره فرصتونه هم لري: اقتصادي اتصال، انرژي، ټکنالوژي، زراعت، لوژستیک او د اکمالاتي ځنځیرونو امنیت. خو خطرونه یې هم څرګند دي:
د فلسطین مسئله، ایران ـ اسرائیل کړکېچ، عربي عامه افکار، د پاکستان امنیتي حساسیت، او د هند ـ پاکستان رقابت کولی شي دا محور د نوې قطبيکېدو او نیابتي فشار سرچینه کړي.
د افغانستان لپاره تحلیلي پایله دا ده چې کابل باید دې محور ته نه د ساده دښمنۍ له زاویې وګوري او نه د بېقیدې نږدېوالي له زاویې. افغانستان له اقتصادي، روغتیایي، زراعتي، تعلیمي او ټکنالوژیکو فرصتونو ګټه اخیستلای شي؛
خو ا فغا نستان با ید د ا سلام ا صول او ملی ګټی په علمی او عملی ډول په نظر کی و نیسی او همد ا رنګه افغان خاوره باید د هېڅ محور د استخباراتي، امنیتي یا نیابتي لوبې وسیله نه شي.
۵. پاکستان، ایران او د احتیاطي اړیکو سیاست
پاکستان له ایران سره نه بشپړ دښمن دی او نه بشپړ ملګری. دواړه هېوادونه اوږده پوله، بلوچستان مسئله، کډوال، قاچاق، مذهبي حساسیتونه، انرژي، او د افغانستان په اړه ګډې اندېښنې لري.
پاکستان هڅه کوي له سعودي سره دفاعي تړون وساتي، له ایران سره مستقیمه جګړه ونه کړي، له امریکا سره اړیکه خلاصه وساتي، له چین سره ستراتیژیکه ملګرتیا ژوره کړي، او له افغانستان سره د امنیتي فشار سیاست او د سیسی جاري وساتي.
دا څو اړخیز سیاست پاکستان ته د مانورونو ا مکا نات په لاس ورکوي او افغانستان ته خطر زیاتوي.
هر کله چې د ایران ـ سعودي، ایران ـ امریکا، یا ایران ـ اسرائیل کړکېچ ډېر شي، افغانستان د کډوالۍ، قاچاق، اسعارو، مذهبي فشار، استخباراتي فعالیت، سرحدي بېثباتۍ او اقتصادي بندښت له لارې اغېزمنېږي.
د افغانستان لپاره هوښیار سیاست دا نه دی چې له یوه لوري سره د بل پر ضد ودرېږي؛
بلکې دا دی چې د ملی ګټو په نظر کی نیولو سره له ایران سره د اوبو، کډوالو، سرحد، تجارت، مذهب او امنیت موضوعات په قانوني او منظم دیپلوماتیک چوکاټ کې حل کړي، او په عین وخت کې له خلیج او پاکستان سره هم خپلی ملی ګټی او استقلال وساتي.
۶. پاکستان ـ چین محور: CPEC، ګوادر او افغانستان
چین د پاکستان تر ټولو مهم ستراتیژیک شریک دی. د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز، ګوادر بندر، سړکونه، انرژي، صنعتي زونونه او عربي سمندرګي ته د چین لاسرسی د بیجینګ لپاره ستر اهمیت لري. افغانستان د دې محاسبې په منځ کې هم فرصت دی او هم خطر.
که افغانستان امن وي، د چین ـ پاکستان ـ افغانستان ـ منځنۍ اسیا اتصال د افغان اقتصاد لپاره نوې لاره پرانیزي. خو که افغانستان بېثباته وي، چین او پاکستان به ورته د اقتصادي شریک پر ځای د امنیتي خطر په سترګه وګوري. په همدې حالت کې د افغانستان کانونه، لارې او جغرافیه د افغانانو د هوساینې پر ځای د نورو د ستراتیژیکو پروژو برخه ګرځي.
پا کستان هر اړ خیز کو ښش کوی چی ا فغا نستان نا ا من کړی تر څو د کا نو نو او ا تصال نعمت په ا فت بدل کړی. او چین په دی ښه پو هیږی.
چین خلیج ته هم درې مهمې اړتیاوې لري: انرژي، سوداګریز دهلېزونه، او د امریکا د نړیوال نفوذ د انحصار کمول.
چین هڅه کوي ځان د جګړې د لوري نه، بلکې د اقتصاد، ثبات او منځګړیتوب د ځواک په توګه وړاندې کړي.
د سعودي ـ ایران د اړیکو په بیا رغولو کې د چین رول هم د همدې پراخې ستراتیژۍ نښه وه [۱۲].
افغانستان باید دی واقعیت ته په ژورو سترګیو ( عینکو ) وګوری. او دا ځکه چی ؛
چین د پاکستان له لارې ګوادر ته، د منځنۍ اسیا له لارې براعظمي اتصال ته، او د افغانستان له لارې کانونو، امنیت او سیمهییز ثبات ته ګوري.
۷. پاکستان ـ امریکا اړیکه: زړې اړیکې، نوې اړتیاوې
د پاکستان او امریکا اړیکه له سړې جګړې، جهاد، ۹/۱۱، ترهګرۍ ضد جګړې، اټومي امنیت، افغانستان، چین، ایران او هند سره تړلې ده.
امریکا له یوې خوا هند ته د چین د مهارولو په سترګه ګوري، خو له بلې خوا پاکستان د افغانستان، ایران، اټومي امنیت، ترهګرۍ او چین په موضوعاتو کې له پامه نه شي غورځولای.
دا دوهګونی سیاست افغانستان ته تل د فرصت او خطر ګډ حالت جوړ کړی دی.
افغانستان ډېر ځله د امریکا ـ پاکستان معاملې، د پاکستان ـ چین همکارۍ، او هند ـ امریکا نږدېوالي ترمنځ د فشار نقطه ګرځېدلی دی.
واشنګټن پوسټ د افغانستان د جګړې په اړه د خپلو «افغانستان پیپرز» په لړۍ کې وښوده چې د امریکا جګړه له مبهمو موخو، ناسمې ارزونې او د حقیقت له پټولو سره مخ وه [۱۰].
د افغانستان لپاره درس دا دی چې بهرني ځواکونه تل د افغان ولس د درد له مخې پرېکړه نه کوي؛ دوی اکثر د خپلو ستراتیژیکو ګټو له مخې عمل کوي.
نو د افغانستان د ژغورنې لومړی شرط دا دی چې افغان دولت، افغان سیاستوال، افغان علمي قشر او افغان ولس خپله ملي اجنډا ولري.
۸. منځنۍ اسیا، روسیه او افغانستان: د امنیتي کمربند، اقتصادي دهلېزونو او اټومي سیوري تر منځ
د افغانستان جیوپولیټیک اهمیت یوازې د پاکستان، هند، ایران او خلیج له معادلو سره نه محدودېږي؛ بلکې د منځنۍ اسیا او روسیې امنیتي، اقتصادي او ستراتیژیک فکر هم له افغانستان سره ژور تړاو لري.
تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره مستقیمې پولې لري، او قزاقستان او قرغیزستان هم د روسیې، چین، شانګهای همکاریو سازمان او سیمهییز امنیتي جوړښتونو له لارې د افغان وضعیت له اغېزو خوندي نه پاتې کېږي.
روسیه افغانستان ته د خپل جنوبي امنیتي کمربند له زاویې ګوري. د شوروي اتحاد د جګړې تجربه، د منځنۍ اسیا جمهوریتونو امنیت، د داعش ـ خراسان خطر، د نشهيي توکو قاچاق، او د لوېدیځ د احتمالي بیا نفوذ اندېښنه د مسکو افغان سیاست جوړوي.
رویټرز راپور ورکړی چې روسیې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو حکومت په رسمي ډول وپېژاند او له کابل سره یې د امنیت، ترهګرۍ ضد همکارۍ، مخدره موادو ضد مبارزې او اقتصادي اړیکو پر اړتیا ټینګار وکړ [۵].
وروسته رویټرز دا هم راپور ورکړ چې روسیه له طالبانو سره د «بشپړې ملګرتیا» د جوړولو خبره کوي [۶].
منځنۍ اسیا له افغانستان سره عملي او اقتصادي چلند لري. ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان افغانستان ته د ترانزیت، رېلپټلۍ، انرژۍ، سوداګرۍ او جنوبي اسیا ته د رسېدو له زاویې ګوري. خو دا اقتصادي لید د امنیتي اندېښنو تر سیوري لاندې دی.
که افغانستان بېثباته وي، د داعش خراسان، قاچاقي شبکو، سرحدي ناامنۍ، افراطي تبلیغاتو او مهاجرت څپې د منځنۍ اسیا داخلي ثبات ته خطر جوړوي.
د افغانستان لپاره دا شمالي جغرافیه هم خطر دی او هم فرصت.
که افغانستان بېثباته، منزوي او بېمشروعیته پاتې شي، روسیه او منځنۍ اسیا به ورته د خطر، قاچاق، افراطیت او سرحدي فشار له زاویې وګوري.
خو که افغانستان داخلي مشروعیت، ټولګډونه سیاسي جوړښت، متوازن بهرنی سیاست، شفاف اقتصادي نظام او مسلکي دیپلوماسي ولري، همدغه شمالي جغرافیه د ترانزیت، انرژۍ، صادراتو، رېلپټلۍ، کانونو او سیمهییز مشروعیت ستره دروازه ګرځېدای شي.
۹. د خلیج د جګړې نوې جغرافیه:
امریکا، چین، پاکستان، هند، اسرائیل او افغانستان
د خلیج امنیتي جغرافیه اوس یوازې د ایران، سعودي عربستان، قطر، اماراتو او امریکا تر منځ محدوده نه ده. پاکستان، هند، چین، روسیه، اسرائیل او اټومي توازن هم د خلیج په نوې محاسبه کې ځای لري. له همدې امله دا پوښتنه د مقالې په مرکز کې ولاړه ده:
آیا د خلیج د جګړو او امنیتي ائتلافونو جغرافیه بدلېږي؟
امریکا لا هم په خلیج کې تر ټولو مهم پوځي ځواک دی. خو مهم بدلون دا دی چې خلیجي دولتونه نور یوازې د امریکا پر امنیتي چتر مطلق باور نه کوي. د سعودي ـ پاکستان دفاعي تړون، د اماراتو ـ هند دفاعي نږدېوالی، د اسرائیلو ـ اماراتو ټکنالوژیکې اړیکې، او د چین له لارې د سعودي ـ ایران اړیکو بیا رغېدل ښيي چې خلیج د واحد امریکایي امنیتي مرکزیت له حالت څخه د څو اړخیز امنیتي تنوع پر لور روان دی.
دا تنوع د امریکا ځواک له منځه نه وړي، خو د امریکا انحصاري مرکزیت کموي.
سعودي عربستان غواړي د امریکا، چین، پاکستان او اسلامي نړۍ ترمنځ توازن وساتي.
امارات غواړي له هند، اسرائیلو، امریکا، چین او نړیوال بازار سره څو اړخیزې اړیکې ولري.
قطر د امریکا پوځي حضور، سیمهییز منځګړیتوب او خپلواک دیپلوماتیک هویت یوځای ساتي.
چین غواړي د انرژۍ، تجارت او منځګړیتوب له لارې خلیج ته نږدې شي.
پاکستان غواړي د سعودي دفاعي شریک په توګه خپل اټومي ـ نظامي وزن پراخ کړي.
افغانستان د دې ټولو بدلونونو له اغېزو لرې نه شي پاتې کېدای. که د ایران ـ سعودي، ایران ـ اسرائیل، یا امریکا ـ ایران کړکېچ زیات شي، افغانستان د کډوالۍ، اسعارو، قاچاق، مذهبي فشار، تېلو بیو، سرحدي بېثباتۍ او استخباراتي فعالیتونو له لارې اغېزمنېږي.
که د سعودي ـ پاکستان تړون عملي دفاعي بڼه واخلي، پاکستان به د خلیج په امنیتي اقتصاد کې لا زیات ارزښت پیدا کړي.
که هند ـ امارات ـ اسرائیل ـ امریکا محور پیاوړی شي، پاکستان به د افغانستان په اړه خپل امنیتي حساسیت نور هم زیات کړي.
که چین د خلیج او ایران تر منځ خپل منځګړیتوب پراخ کړي، افغانستان به د چین، پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا د ګډ امنیتي بحث برخه شي.
نو لنډه پایله دا ده:
افغانستان نور یوازې د پاکستان ـ هند د رقابت جغرافیه نه ده؛
بلکې د خلیج امنیت، چینایي دهلېزونو، روسي ـ منځنۍ اسیايي کمربند، امریکایي حضور، اټومي توازن او د کانونو نړیوالې سیالۍ په منځ کې واقع شوی هېواد دی.
۱۰. د پاکستان د ظالمانه نظامي ـ استخباراتي دکترین او افغانستان مسئله: عادلانه ، دملی ګټو سا تنه خو صریح نقد
دا د مقالې تر ټولو حساسه اخلاقي او علمي برخه ده
.د دې مقالې اخلاقي اصل دا دی چې د پاکستان عام ولس د افغانستان دښمن نه دی. د پاکستان په خلکو کې پښتانه، بلوڅان، روڼ اندي، ژورنالستان، سوداګر، د سولې غوښتونکي انسانان او هغه کورنۍ هم شته چې پخپله هم د پا کستان د نظامي سیاستونو قرباني دي. له همدې امله د افغان ولس درد باید د ولسونو ترمنځ د کرکې ژبه ونه شي.
خو له دې اخلاقي تفکیک سره سره، د پاکستان د نظامي ـ استخباراتي جوړښت هغه اوږدمهاله دکترین چې افغانستان یې د خپلواک ګاونډي پر ځای د نفوذ ساحه، امنیتي عمق او د ستراتیژیکو معاملو میدان ګڼلی، په حقیقت کې یو نظامي ـ استخباراتي دکترین دی.
دا تعبیر یوازې احساساتي قضاوت نه دی؛ بلکې د هغو تکراري پېښو، د فرضی کرښی بریدونو، هوايي بمباریو، د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې، د جوماتونو، کورونو او کلیو د زیانمنېدو، او د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض له واقعیتونو څخه راولاړېدونکی علمی او اخلاقي حکم دی.
کله چې یو امنیتي فکر د ګاونډي هېواد خپلواکي د خپل نفوذ له زاویې تفسیر کړي؛
کله چې د د یوذند د فر ضی کر ښی د سیمو بېوزله خلک د فشار د وسیلې په توګه قرباني شي؛
کله چې د ولسي کورونو، جوماتونو، ماشومانو، ښځو او عامو ملکیانو ژوند د نظامي محاسبې قرباني شي؛
او کله چې د یوه هېواد سیاسي راتلونکی د بل هېواد د استخباراتي ګټو تر سیوري لاندې ساتل کېږي،
نو دا سیاست یوازې «سختدریځه» یا «مداخلهپاله» نه بلل کېږي؛ دا په خپل حقیقت کې ظالمانه تیری او تجا وز دی.
افغانستان له پاکستاني ولس سره دښمني نه غواړي؛
افغانستان د هغه نظامي ـ استخباراتي فکر نقد کوي چې د افغانانو کورونه، غرونه، سرحدي سیمې، جوماتونه، کلي او انساني ژوند یې د امنیتي لوبو په ډګر بدل کړي دي.
د پکتیکا، کونړ، کامې، فرضی کرښی په مختلفو سیمو او نورو افغان مېشتو ځایونو د ملکیانو وینې یوازې شمېرې نه دي؛
دا د هغو کورنیو ماتې چیغې دي چې د لویو نظامي محاسبو په نقشه کې یې ژوند بېارزښته ګڼل شوی دی.
له همدې امله د مقالې عادلانه خو صریح دریځ دا دی:
د افغانستان ستونزه د پاکستان له ولس سره نه ده؛
ستونزه د پاکستان د هغه نظامي ـ استخباراتي دکترین سره ده چې افغانستان یې د برابر، خپلواک او محترم ګاونډي پر ځای د نفوذ، فشار، نیابتي سیاست او امنیتي عمق په هندسه کې لیدلی دی او تر نن پوری په دی دکترین کی ګوری.
د دې حقیقت نوم اخیستل د کرکې تبلیغ نه دی.
دا د افغان ولس د درد، د ملي حاکمیت د دفاع، د ملکي قربانیانو د حرمت، او د تاریخي عدالت غوښتنه ده.
علمي لیکنه هغه نه ده چې ظلم ته نرم نوم ورکړي؛
علمي لیکنه هغه ده چې د احساساتو له بېنظمه چیغې څخه تېر شي، خو حقیقت ته خپل اصلي نوم ورکړي.
Human Rights Watch په ۲۰۰۱ کال کې د پاکستان د پا کستانی طالبانو د ملاتړ په اړه لیکلي چې د پاکستان رول یوازې دیپلوماتیک نه و؛ راپور د تمویل، روزنې، تجهیز، د جګړهییزو عملیاتو د پلان، اکمالاتو او سیاسي ملاتړ یادونه کوي [۸].
USIP په ۲۰۲۰ کال کې د هند ـ پاکستان رقابت په افغانستان کې داسې تحلیل کړی چې پاکستان له وسلهوالو ډلو، په شمول د ټولو افرا طی کړیو ، د ستراتیژیکو نیابتي وسیلو په توګه استفاده کړې، حال دا چې هند ډېر پر نرم ځواک او پراختیایي حضور تکیه کړې ده [۹].
د افغانستان د سولې لپاره تر ټولو ستره ستونزه دا وه او داده چې د پاکستان امنیتي جوړښت په افغانستان کې داسې دولت نه غوښت چې له هند سره ازادې اړیکې ولري؛ د ډیورنډ د فر ضی کر ښی مسئله په خپلواکه توګه مطرح کړي؛
منځنۍ اسیا ته د هند او نړیوال اقتصاد د اتصال لاره شي؛
د پښتون او بلوڅ سیاست پر سر د پاکستان داخلي امنیتي حساسیتونه راوپاروي؛
او ا فغا نستا ن د خپلو کانونو، اوبو او جغرافیې خپلواک مدیریت وکړي.
دغه سیاست د افغان ولس لپاره یوازې یوه سیاسي ستونزه نه وه او نه ده ؛
دا د کورونو د ورانېدو، د نسلونو د بېتعلیمۍ، د مهاجرت د اوږدو قطارونو، د جنازو، بېوزلۍ او د ملي دولتجوړونې د ټپي کېدو یو دردناک عامل هم و او هم دی. د دې حقیقت نوم اخیستل د کرکې تبلیغ نه دی؛
دا د د ملی مکلفیت ، تاریخي عدالت او علمي صداقت غوښتنه ده.
۱۱. د هر عامل بېله انتقادي څیړنه
د افغانستان د ناورین د علمي فهم لپاره باید هر عامل جلا وڅېړل شي.
لومړی، د پاکستان عامل: پاکستان د افغانستان په اړه د امنیتي عمق، هند ضد توازن، ددیورند د فرضی کرښی کنټرول او سیاسي نفوذ له زاویې فکر کړی دی او لا فکر کوی. دا فکر د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره تر ټولو دوامدار فشار جوړ کړی دی. خو د حل لاره د ولسونو د دښمنۍ په ژبه کې نه ده؛
د حل لاره په مستند فشار، متوازن دیپلوماسۍ، ددیوذند دفرضی کرښی د ولسونو ملی او ا سلامی غو ښتنی ، اقتصادي بدیلو لارو او داخلي ملي قوت کې ده.
دوهم، د هند عامل: هند په افغانستان کې د تعلیم، روغتیا، زیربنا، نرم ځواک او سیمهییز نفوذ سیاست درلود. خو د هند حضور تل د پاکستان امنیتي حساسیت راپاروي. افغانستان باید له هند سره ګټوره رابطه وساتي، خو خپله خاوره د پاکستان ضد پروژې برخه نه کړي.
درېیم، د اسرائیل عامل: اسرائیل د دفاعي صنعت، سایبري امنیت، استخباراتي تجربې او ټکنالوژۍ له لارې د هند ـ امارات ـ امریکا په محور کې ستر وزن لري. افغانستان باید له دې شبکې سره د اقتصادي او تخنیکي فرصت له زاویې هوښیار ا سلامی -ملی حسا س واټن وساتي، خو د فلسطین، ایران، پاکستان او اسلامي ـ ملي حساسیتونو واقعیتونه هم له پامه ونه غورځوي.
څلورم، د خلیج عامل: سعودي عربستان، امارات او قطر د پانګونې، کارګرۍ، اسلامي اړیکو، انرژۍ، بشري مرستو او امنیتي تړونونو له لارې پر افغانستان اغېز لري. افغانستان ته خلیج هم فرصت دی او هم د پاکستان د زیاتېدونکي امنیتي وزن له لارې فشار.
پنځم، د ایران عامل: ایران له افغانستان سره د اوبو، کډوالو، مذهب، تجارت، سرحد او امنیت ګډې مسئلې لري. د افغانستان لپاره له ایران سره عقلاني رابطه اړینه ده؛ خو د هېڅ سیمهییز کړکېچ په نیابتي برخه کېدل نه دي پکار.
شپږم، د چین عامل: چین د کانونو، امنیت، CPEC، ګوادر، منځنۍ اسیا او خلیج له زاویې افغانستان ته ګوري. افغانستان ته د چین اقتصادي حضور فرصت دی، خو که قراردادونه شفاف نه وي او ملي نظارت موجود نه وي، د کانونو ثروت د بهرني نفوذ وسیله کېدای شي.
اووم، د روسیې او منځنۍ اسیا عامل: روسیه افغانستان ته د جنوبي امنیتي کمربند، داعش، قاچاق، او د لوېدیځ د نفوذ د مخنیوي له زاویې ګوري. منځنۍ اسیا افغانستان ته د ترانزیت او امنیت ګډه دروازه ګڼي. دا محور د افغانستان لپاره هغه وخت ګټورېږي چې کابل مشروع، منظم او د اعتماد وړ سیاست ولري.
اتم، د امریکا عامل: امریکا له افغانستانه وتلې، خو افغانستان یې د ترهګرۍ، چین، ایران، روسیې، پاکستان او اټومي امنیت له محاسبې نه دی ایستلی. د افغانستان لپاره د امریکا او اروپا رابطه باید د تعلیم، روغتیا، تخنیکي مرستې، مالي سیستم او نړیوال مشروعیت پر محور وي، نه د جګړې پر محور.
نهم، داخلي افغان عامل: تر ټولو مهمه جبهه د افغانستان دننه ده.
که عدالت، تعلیم، ټولګډونه مشارکت، شفاف اقتصاد، د ښځو او نارینهوو انساني حقونه د ا سلام د مبین دین او د ا فغانی ټولنی د منل شو ارزښتونو په رڼا کی ، د قانون حاکمیت او ملي وحدت پوره او عملی شې ، نو ددښمنا نو د سیسی به کمزوري او یا شنډی شې .
دا د ا فغا نستان د ژغورنی او نا و رینونو د مخنوی بنسټیز فکتورونه دی.
۱۲. د افغانستان زیرمی : ثروت که د بېثباتۍ عامل؟
د افغانستان کانونه یوازې اقتصادي موضوع نه ده؛
دا د ملي حاکمیت، نسلونو د راتلونکي او د بهرني نفوذ د مخنیوي موضوع هم ده.
کانونه هغه وخت نعمت دي چې دولت مشروع، قراردادونه شفاف، استخراج قانوني، عواید ملي، چاپېریال خوندي، او د محلي خلکو حقونه تضمین وي.
که دا شرطونه نه وي، کانونه د فساد، قاچاق، نیابتي جګړې، بهرني فشار او کورني اختلاف سبب ګرځي.
د افغانستان د ځمکې لاندې شتمني ځکه د بیارغونې وسیله نه ده ګرځېدلې چې زموږ هېواد تل د امنیتي محاصرې، داخلي جګړې، ناقانونه استخراج ، استخبا را تی لوبو او بهرني رقابت تر فشار لاندې پاتې شوی دی.
د افغانستان راتلونکی اقتصادي عزت له همدې ځایه پیلېږي:
د کانونو ملي ستراتیژي باید د لنډمهاله عاید سند نه، بلکې د نسلونو د امانت سند وي.
هر تړون باید د ولس په حق، د چاپېریال په ساتنه، د ملي صندوق په جوړولو، او د فساد ضد میکانیزم په شتون کې وشي.
۱۳. د اوسني وضعیت ستره فیصله: افغانستان د خطر او فرصت تر منځ
د پورته ټولو سیمهییزو او فرامنطقهییزو بدلونونو له تحلیل څخه یوه مهمه فیصله راوتلای شي:
افغانستان د نوي نړیوال نظام په حاشیه کې نه دی؛ افغانستان د همدې نظام د څو حساسو کرښو په منځ کې پروت دی.
د پاکستان ـ سعودي دفاعي تړون، د هند ـ امارات ـ اسرائیل ـ امریکا محور، د چین ـ پاکستان دهلېز، د روسیې ـ منځنۍ اسیا امنیتي کمربند، د ایران سرحدي حساسیتونه، او د امریکا پاتې امنیتي محاسبه ټول د افغانستان له راتلونکي سره تړلي دي.
افغانستان د درېیو متضادو حالتونو تر منځ ولاړ دی:
د نیابتي رقابت خطر، د اقتصادي اتصال فرصت، او د ملي استقلال د سا تنی ملی مکلفیت .
که افغانستان داخلي مشروعیت، ملي وحدت، مسلکي دیپلوماسي او شفاف اقتصادي نظام ونه لري، د نورو قدرتونو د تړونونو، دهلېزونو، استخباراتي رقابتونو او امنیتي اندېښنو موضوع به پاتې شي.
خو که افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت، طبیعي زیرمو، انساني ظرفیت او سیمهییز اتصال ارزښت په مسول او علمي ډول درک کړي، نو له همدې خطرناکې جغرافیې څخه د ملي بیارغونې فرصت جوړولای شي.
علمي حکم دا دی: افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله محکوم نه دی؛
بلکې که ملي عقل، عدالت، مشروعیت، علمي پلان، شفاف اقتصاد او متوازنه دیپلوماسي ولري، همدې خطرناکې جغرافیې ته د نجات جغرافیه ورکولای شي.
خو که داخلي مشروعیت او ملي یووالی کمزوری پاتې شي، د افغانستان جغرافیه به د نورو د تړونونو، استخباراتي لوبو او نیابتي رقابتونو وسیله پاتې شي.
۱۴. د راتلونکي لپاره پنځه چانسونه
لومړی، د ترانزیت چانس: افغانستان کولای شي د منځنۍ اسیا، ایران، پاکستان، چین، هند او خلیج ترمنځ د ځمکنۍ لارې مرکز شي. دا چانس یوازې په نقشه نه جوړېږي؛ امنیت، ګمرکي اصلاحات، رېلپټلۍ، قانوني بندرونه، شفاف تجارت او سیمهییز باور غواړي.
دوهم، د کانونو چانس: مس، لیتیم، اوسپنه، طلا، نادره فلزات، مرمر او قیمتي ډبرې د افغانستان د اقتصاد بنسټ کېدای شي، خو یوازې هغه وخت چې قراردادونه ملي، عادلانه، شفاف او حسابورکوونکي وي.
درېیم، د متوازنې دیپلوماسۍ چانس: افغانستان کولای شي له چین، روسیې، ایران، پاکستان، هند، خلیج، امریکا او اروپا سره په یو وخت کې اړیکې ولري، خو شرط یې دا دی چې هېڅ محور ته د بل پر ضد ونه کارول شي.
څلورم، د انساني پانګې چانس: د افغانستان تر ټولو لویه شتمني یوازې کانونه نه دي؛ بلکې ځوان نسل، تعلیم، مسلکي کدرونه، ښځې او نارینه، سوداګر، ډاکټران، انجنیران، علما، استادان او مهاجر افغانان دي.
پنځم، د اسلامي ـ ملي مشروعیت چانس: افغانستان کولای شي داسې نظام جوړ کړي چې هم له اسلامي ا صولو او هم د ا فغا نی ټو لنی د منل شوی ارزښتونو سره برابر وي، هم د عدالت، تعلیم، کار، مشورې، قانون، د خلکو حقونو او ملي مشارکت اصل پکې خوندي وي.
مشروعیت د زور له لارې نه، بلکې د عدالت، خدمت، علم او د ولس د رضایت له لارې رامنځته کېږي.
لنډه سپارښتنه دا ده چې افغانستان باید د خپل ولس داخلي اعتماد او ملا تړ بېرته جوړ او تر لا سه کړي؛
ځکه بېاعتماده ملت او کمزوری ولسی ملا تړ د هر بهرني فشار پر وړاندې نا توانه او بیا د ا سخباراتی د سیسو او پلمو ښکار کیږی.
پایله
نوی نړیوال نظام د اټومي سیوري، اقتصادي دهلېزونو، دفاعي تړونونو، سایبري جګړو، استخباراتي شبکو، کانونو او انرژۍ د سیالۍ نظام دی.
په دې نظام کې پاکستان د سعودي، چین، امریکا او ایران ترمنځ ځان د مهم امنیتي لوبغاړي په توګه ځای پر ځای کوي.
هند د اسرائیلو، اماراتو او امریکا له لارې خپل ستراتیژیک افق پراخوي.
اسرائیل د ټکنالوژۍ، استخباراتو او دفاعي صنعت له لارې د خلیج او هند په نوې هندسه کې فوقالعاده وزن ترلاسه کوي.
چین د پاکستان، ایران، خلیج او منځنۍ اسیا له لارې اقتصادي دهلېزونه غواړي.
روسیه د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا امنیت، د لوېدیځ د نفوذ مخنیوی او د غیرلوېدیځ محور پیاوړتیا محاسبه کوي.
ایران د سرحد، مذهب، کډوالۍ او امنیت له زاویې افغانستان ته ګوري.
امریکا لا هم افغانستان د ترهګرۍ، چین، ایران، روسیې، پاکستان او اټومي امنیت له محاسبې څخه نه شي ایستلای.
افغانستان په دې لویه لوبه کې یا د نورو د رقابت میدان کېږي، یا د خپل عقلاني، مشروع، متوازن او ملي سیاست له لارې د اتصال، اقتصاد، کانونو او سیمهییز ثبات مرکز ګرځي.
د افغانستان نجات په دې کې دی چې د احساساتو پر ځای مستند علمی فکر، د افغا نستان د بقا ملی سترا تیژی ، د انزوا پر ځای فعاله دیپلوماسي، د قومي وېش پر ځای ملي وحدت، د پټو تړونونو پر ځای شفاف اقتصاد، او د نیابتي سیاست پر ځای خپلواک ملي سیاست غوره کړي.
په نوي نړیوال نظام کې افغانستان ته تر ټولو لوی خطر دا نه دی چې نور هېوادونه تړونونه کوي؛
تر ټولو لوی خطر دا دی چې افغانستان خپله ملي ستراتیژي ونه لري. او تر ټولو لوی چانس دا نه دی چې نور قدرتونه افغانستان ته پام کوي؛
تر ټولو لوی چانس دا دی چې افغانستان د خپل ولس، خپلې جغرافیې، خپلو زیرمو او خپل تاریخ په ارزښت پوه شي او د نورو د لوبې له میدانه د خپلواک سیاست فاعل جوړ شي.
سرچینې او ماخذونه
۱. Reuters. “Saudi Arabia, nuclear-armed Pakistan sign mutual defence pact.” September 17, 2025.
۲. Al Jazeera. “Saudi Arabia signs mutual defence pact with nuclear-armed Pakistan.” September 17, 2025.
۳. Reuters / Al Jazeera. “India and Israel pledge to boost cooperation on trade and defence.” February 26, 2026.
۴. Reuters. “India deepens defence, energy ties with UAE during PM Modi visit.” May 15, 2026.
۵. Reuters. “Russia becomes first country to recognise Taliban government in Afghanistan.” July 3, 2025.
۶. Reuters. “Russia says it is establishing full partnership with Afghan Taliban.” May 14, 2026.
۷. Reuters. “Afghan trade resilient as Iran and Central Asia routes offset Pakistan closures.” January 6, 2026.
۸. Human Rights Watch. “Crisis of Impunity: Pakistan’s Support of the Taliban.” 2001.
۹. United States Institute of Peace. Zachary Constantino, “The India-Pakistan Rivalry in Afghanistan.” Special Report 462, January 2020.
۱۰. The Washington Post. “The Afghanistan Papers: At war with the truth.” December 2019.
۱۱. Reuters. “What are Afghanistan’s untapped minerals and resources?” August 19, 2021.
۱۲. Reuters. “Iran and Saudi Arabia agree to resume ties in China-brokered deal.” March 10, 2023.
محمد همایون همت
MD, PhD