تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۵ مه) د افغانتسان د پرزول شوي جمهوري حکومت ولسمشر اشرذف غني نن (سې شنبه) له اوږدې موده وروسته په یوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان وضعیت بیړنی دی او هیواد د ګړتګ په غاړه دی.
ښاغلي غني په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي: «نژدې شپږ میاشتې مخکې مې تاسې سره په خبرو کې وویل چې ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارې ولاړ او له یوه سخت، خو ضروري انتخاب سره مخ دی. له هغه راهیسې مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بېخبره شوی نه دی. نن د رحمت په دې ورځ بېرته تاسو ته در ګرځم او هغه نیمګړی بحث له هماغه ځایه پيلوم، ځکه په دې دومره میاشتو کې نه یوازې انتخابونه پر خپل ځای پاتي دي، بلکې وضعیت لا ډېر بېړنی شوی او دوه لارې د ګړنګ تر غاړې رسېدلې ده.»
ښاغلي غني په خپل دې پیغام کې، چې د اختر په مناسبت یې خپور کړی، همداراز لیکلي« موږ د اختر خوشحالي په داسې حال کې نمانځو چې په زړه کې مو د هغو هیوادوالو داغ لا تازه دی چې په کابل، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کندهار، کونړ او نورو ولایتونو کې د بمباریو له امله شهیدان او ټپیان شوي دي. ټولو غمجنو کورنیو ته تسلیت وایم. دغه راز پاکستان ته وریادوم چې افغانستان ته دې د مشرق د علامه شاعر، اقبال له سترګو وګوري، په ارزښت او وقار دې یې ځان وپوهوي او درک دې کړي چې آسیا د خپل زړه له ثبات پرته ثبات ته نه شي رسېدلی. دا تصور دې هم له سره وایستل شي چې استعماري کرښې زموږ دردونه جدا کړي دي. په خیبرپښتونخوا او بلوچسنان کې زموږ خویندې او ورونه ورته درد زغمي چې هغه هم زموږ خپل درد دی.»
ده د ایران، امریکا او اسراییل د جنګ په وحه د افغان کډوالو او د سیمې د اوسېدونکو د کړاوونو د زیاتېدو یادونه هم کړې او وړاندې یې دي: « د روان وضعیت د پېټي زور له بده مرغه ولس زغمي. نن بې شمېره کورنۍ حیرانې دي چې په یوه مړۍ ډوډۍ لومړی د کوم بچي خېټه مړه کړي. چاپېریال مو د اقلیمي بدلون له ژورو منفي پایلو سره مخ دی. فصلونه مو په وچکالۍ سوځېږي او د کور سرپناه مو سیلابونه ویجاړوي. یو ځل بیا وایم چې زموږ لوږه ازلي نه ده. دا د انتخابونو پایله ده او که سم انتخابونه وشي، هیواد مو د الله جل شانه په فضل دومره امکانات لري چې د نسلونو لوږه او بیوزلې پرې ختمه شي. د قربانۍ په دې ورځ باید پوه شوو چې قرباني یوازې وینې تویول نه دي. د الله جل شانه دربار ته د مسلمان نیت او اخلاص رسېږي. دا هغه ورځ ده چې مسلمانان د یو بل لاسنیوی کوي؛ پر بیتالمال مسلط باید وپوهېږي چې دغه پانګه یوازې د بېوزلو، کونډو، یتیمانو او افغان ملت حق دی، نه د واکمنو شخصي مال.»
ښاغلي غني د اوسني واکمن رژیم د نه مشروعیت موضوع ته په اشارې ویلي، هغه کسان چې د خپل ولس له نبضه بې خبره وي، هیڅکله د خپل ولس استازي کېدای نه شي.
پخواني ولسمشر زیاته کړې: « زه ستاسې درد او وېره درک کوم او په دې پوهېږم چې وېره مو د سبا، بل سبا، بلې میاشتې او بل کال ده چې ښوونځی، کار او په ټولنه کې به ګډون ولرئ که نه. له نجونو زدهکړې پاتې کېدل او د ځوانانو نامعلوم برخلیک فرعي مسایل نه دي. دا اصلي مسئله ده. هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای. ما تل ویلي چې یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي. زموږ پېغلو او ځوانانو ته باید د پېټي په سترګه ونه کتل شي. دا زموږ د هیواد راتلونکی دی او د ۲۰۴۷ کال د افغانستان بنسټ به د دوی په ځواکمنو اوږو ایښی وي.»
ده له اوسني کړکېچه د هیواد د ایستلو لپاره د د ملي غږېدن (ډیسکورس) غوښتنه کړې او په نورو هیوادونو کې دېره افغانانو ته هم بلنه ورکوي چې په دې دیالوګ کې ګډون وکړي، ملاتړ یې وکړيخو په عین حال کې یې ویلي:« اجماع د یوه کس یا ډلې له لورې نه راځي. اجماع د هغه ملت د ملي ارادې پایله ده چې له یوه مشروع نظام، سولې او باعزته ژوند پرته ډېر څه نه غواړي. زه د تل په څېر، د ځان لپاره هېڅ نه غواړم، خو چمتو یم چې د لازمي اجماع د راتګ، او د مرګ پر ځای د ژوند؛ د فقر پر ځای د شتمنۍ؛ او د دښمنۍ پر ځای د سولې او سوکالۍ د لارې د انتخاب په برخه کې، خپله ونډه ادا کړم.»