Homeخبرونهد هند پر وړاندې د کرکټ بورډ اعلان کړې لوبډلې، له سختو...

د هند پر وړاندې د کرکټ بورډ اعلان کړې لوبډلې، له سختو نیوکو سره مخ دي

تاند ( سه شنبه د غبرګولي/ جوزا ۵مه)  ‏د افغانستان کرکټ بورډ د هند پر وړاندې د راتلونکې یوازینۍ ټېسټ لوبې او درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړل.

په ټېسټ لوبډله کې:

حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، عبدالمالک، رحمت شاه، رحمن‌الله ګربز، رحمن‌الله ځدراڼ، عظمت‌الله عمرزی، قیس احمد،شرف الدین اشرف، ننګیال خروټی، سلیم ساپی، ضیاء شریفي، صدیق اتل، اکرام علیخېل او بلال سميع شامل دي.

دغه راز، د یو ورځنیو سیالیو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې:

ابراهیم ځدراڼ، حشمت‌الله شهیدي، رحمن‌الله ګربز، صدیق‌الله اتل، دروېش رسولي، محمد نبي، راشد خان، عظمت‌الله عمرزی، اکرام عليخېل، ننګیال خروټی، غضنفر، فرید ملک، ضياء شریفي، بلال سمېع اورحمت شاه د لوبډلې برخه دي.

افغان لوبډله به د راتلونکې جون میاشتې په شپږمه نېټه د کوربه هند پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي او ورپسې به د جون له ۱۳مې تر ۲۰مې نېټې پورې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ هم ولري.

د دې لوبډلې له اعلان سره سم پر خواله رسنیو افغان کرکټ شنونکو او پخوانیو کرکټ ملي لوبغاړو سخت غبرګونونه ښودلي.

هستي ګل عابد چې د کرکټ د لومړي دور ملي لوبغاړی شمېرل کېږي په خپله فېسبوک پاڼه په توندو الفاظو لیکلي: « اشرف او نصیب خان د ۴۰ میلیونه افغانانو واک چارې حشمت ته په لاس ورکړي او لوبغاړي حشمت الله شهیدي انتخابوي.»

ایمل پسرلي لیکلي: «چې نه ابراهیم ځدراڼ وي نه راشد خان وي، هند څه چې زمبابوې ته په ټسټ لوبو کې ماتې ګرانه ده.  د بهیر شاه او عصمت عالم د لیرې کېدو په دلیل هم څوک نه پوهېږي، په تېرو دوو درو ټسټ لوبو کې ولوبېدل، عصمت عالم پکې سلیزه هم وکړه او اوس نشته. که له ټسټ لوبو سره جوړ نه یوو بیخې دې ترې لاس واخلو، په لوی لاس بایلل یا پام نه ورته کول څه مانا؟»

دغه راز په زیات شمېر کرکټ پوهانو هم دغه اعلان شوې لوبډله ننګولې او ټولو په یوه خوله ویلي چې، کرکټ بورډ د وړ لوبغاړو حقوق نا لایقه لوبغاړو ته ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...