Homeخبرونهحامدکرزي په اختریز پیغام کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د خلاصېدو...

حامدکرزي په اختریز پیغام کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه د غبرګولي/ جوزا ۶مه)  ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې یو وار بیا د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستلو غوښتنه وکړه.

کرزیوایي، افغانستان ابادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري؛ خو پرمختللي او هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره باید «متحد او لوستی ملت واوسو».

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:«زموږ هېواد ابادۍ او ترقۍ ته ضرورت لري؛ خو ترقي او هوسا ژوند ته هغه وخت رسېدلی شو، چې متحد او تعلیم یافته ملت واوسو او په علم، فن او پوهې سمبال ځوانه پیاوړې بشري قوا ولرو.»

ښاغلي کرزي دې هدف ته د رسېدو لپاره یو وار بیا هیله څرګنده کړې چې، ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

هغه ویلي چې د مېرمنو او روزلو کدرونو ته دې د کار او چارو کې د شمولیت زمینه برابره شي.
نوموړي تر دې وړاندې هم په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې پرانیزي.
تر دې وړاندې یونېسف په خپل راپور کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

1 COMMENT

  1. دکرزی لهجه او نښه تکراری ده کرزی په خپل زعامت کې دکندهار او هلمند تعلیم اوتربیې سره څه وکړل (UNCHR)او په ټوله کې پښتانه نور هم په توغندیو وویشتل او له حکومت او ادارې یې بالکل منزوی کړل . ګوګل ته لاړشی او دکرزی مرداریانې ښې وڅېړی .
    اوس که مولا نداء او که یعقوب دی جمع دکندهار استخبارتی وطن فروشان دا دهمدې ولایت ستر جنګی محصول دی د مسکو فارم ته ګوری اوپه نوم مولا یا مولوی یعقوی ته چې سبق ته سبکان وایی خو ق اوک سره ډیر توپیر لری دابحث اوږدیږی خو د کرزی سیاست محتوا نه لری!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کندهار کې د میرویس نیکه د پاڅون د ۳۲۰مې کلیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک...