تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۸ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د حکومت ویندوی زبیح الله مجاهد د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت پیغامونه خپاره کړي او د افغانانو قربانیو او سرشیندونو ته یې پیرزوینې وړاند ېکړي دي.
نن، چهارشنبه د اګست ۱۹مه، له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ده. په همدې ورځ پاچا امانالله خان د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.
افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان ترواکمنۍ لاندې د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹ د راولپنډۍ تړون له لاسلیک وروسته چې د افغان – انګلیس دریمه جګړه ورسره پای ته ورسېده، په بهرني سیاست کې خپلواکي ترلاسه کړه.
لومړۍ افغان-انګلیس جګړه له ۱۸۳۹ تر ۱۸۴۲ کال پورې وشوه او دوهمه افغان-انګلیس جګړه له ۱۸۷۸ تر ۱۸۸۰ کال پورې روانه وه. درېیمه افغان-انګلیس جګړه د ۱۹۱۹ کال د مې په ۶مه پیل او د همدې کال په اګست کې پای ته ورسېده چې په پایله کې یې د افغانستان خپلواکي بېرته ترلاسه شوه.
حامد کرزي د دې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د هغو افغانانو ستاینه کړې چې د هېواد د خپلواکۍ لپاره یې مبارزه او قربانۍ ورکړې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې فرصت څخه په استفادې یو وار بیا د نجونو د زده کړو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ده ویلي: «که څه هم د خپلواکۍ ګټل او د هغې لپاره د مبارزې سختۍ زغمل زموږ د ملت لپاره ارزښتمن او د ویاړ او سرلوړۍ سرچینه ده، خو د خپلواکۍ ساتل او له هغې څخه ګټه اخیستل یوازې هغه مهال شوني دي چې زموږ ګران افغانستان یو پیاوړی او پر ځان بسیا هېواد وي.»
کرزي ویلي، د یوه هېواد ځواک په تلپاتې سولې او ثبات، ملي یووالي او داسې ځوان نسل پورې تړلی دی چې په زدهکړو او پوهه سمبال وي.
هغه په ایکسپاڼه کې په خپل پیغام کې ویلي، د مسلکي کاري ځواک رامنځته کول هغه مهال ممکن دي چې د افغانستان ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو، ته د زدهکړو فرصتونه برابر شي.
نوموړي زیاته کړې چې ملي یووالی او پیوستون هغه مهال پیاوړی کېدای شي چې خلک د ګډ مالکیت او ګډ برخلیک احساس ولري.
کرزي ویلي: «افغانستان یوازې د ملي یووالي او ځواک له لارې کولای شي له خپلې خپلواکۍ ګټه واخلي او پرمختګ وکړي، او په ورته وخت کې په نړیواله ټولنه کې د یوه مسوول او درناوي وړ غړي په توګه په نړۍ کې خپل وړ ځای ترلاسه کړي.»
د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړی دی.
عبدالله عبدالله ویلي: «د خپلواکۍ د ورځې نمانځل د دې خاورې د هغو بېشمېره خلکو د قربانیو یاد تازه کول دي چې د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره یې مبارزه کړې ده، څو د دې قرباني ورکوونکي ولس تاریخ او هویت تلپاتې پاتې شي.»
عبدالله عبدالله په خپل پیغام کې د افغانستان د خلکو لپاره د یووالي، پیوستون او ملي همغږۍ دعا کړې ده.
د افغانستان د اوسنۍ واکمنې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان ټولو وګړو ته د دې ورځې د مبارکي ترڅنګ ویلي چې افغانانو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتیجه کې د وخت استعمار، بریتانیايي امپراتوري دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني. هغه همداراز د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا د پوځي یرغلونو په وړاندې د افغانانو د جهاد یادونه کړې او پرافغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو ته په اشاره یې ویلي چې له نن څخه څلور ورځې وړاندې یې د “فتحې” ورځ ولمانځله.
طالبان د ۲۰۲۱ د اګست ۱۵ ته، چې دوی کابل ته ننوتل او جمهوري حکومت وپرزېد، د فتحې ورځ وايي.