Home+علمي اپډیټ | نعمت‌الله صدیقي

علمي اپډیټ | نعمت‌الله صدیقي

زموږ سایل صاحب دې خدای لري، له خپل شاعرانه نبوغ سره ــ سره یې د تخلیقي قوت او فکر چینې لا هم روانې او بهاندې دي، په پېښور پوهنتون کې یې د دوکتورا د ډیزرټیشن یوې غونډې ته په خورا جرات وویل، چې “که خپل معاصر علم تخلیق نه کړو؛ نو راروان وخت به دغه زموږ تعلیمي سندونه او علوم یوازې د میرازیانو او منشیانو کار ورکولای شي او بس!!”

د سایل صاحب په خبرو هلته ناست څېړونکي هم ممکن د علم د تخلیق په اصطلاح چندان ځکه نه وي پوهېدلي، چې موږ له دغسې علمي پروسس سره بلد خلک نه یو، علم زده کول یوه خبره او تخلیق یا پیدا کول یې بله خبره ده. موږ په عام ډول علم زده کوو او یو نیم یې راپکې داسې وي، چې د علم او علمي مواردو او مطالعاتو په اساس یې فکر او تجربې ته متوجې کېږي؛ خو بخت یې له ماحول سره د نه موندنې په وجه ډغرو سره مخ کړي.

زه که د الجبر معادلې یا د تخنیک کوم خاص څه زده کوم، دا په معاصرو علمي تعریفونو کې کوم علمي کمال نه دی؛ بلکې تیاره او جوړه مړۍ ده؛ خو که په همدې اړه مې داسې فکر وکړ، چې نوي څه مې په کې پیدا او وموندل، دا تخلیقي عمل یا د علم تخلیقول دي. مانا د علم تخلیقول له نوي سره علمي سوچ او فکر کولو سره تړاو لري. زموږ علمي مرکزونه لکه پوهنتونونه، د علومو اکاډمۍ او څېړنیز سازمانونه چې د علم او فکر د ودې لپاره کار کوي، د همدې نوي علمي سوچ او فکر له طرزه محروم دي؛ بلکې په همغه کلیشيي او سطحي علومو او طرزونو یې یوازې علمي میتود کاروي، چې تر ډېره یې د معاصر علم په اساس بنده علم نشي بللی. مانا د معاصر علم یوه مهمه ځانګړنه همدا نوی علمي او تخلیقي سوچ او فکر هم دی، یوازې د علم زده کول سندونه یا ډیګریانې زیاتولی شي؛ خو په ژوند یا له ژوند سره په تړليو هیڅ مواردو کې بهتري نشي راوستلی. ښایي همدا وجه وي چې موږ لسانسه یا سندلرونکي ماسټران او حتی دوکتوران ډېر ولرو؛ خو د واقعي عالمانو او د همدې نوي او تخلیقي معرفت په تعریف به ډېر کم عالمان لرو.

په موږ کې چې د ډېرو معلوماتو لرونکي کس په اړه هم د عالم ګمان کېږي دا اصلاً د همغه زوړ تعریف له مخې عالم دی، چې معلومات په کې د علم اصل و، حال دا چې د اپلاتون او ارسطو له زمانې راهیسې د علم یو عام تصور له «پوهې» سره تړلی و او اوس خو یې له پوهې سره «تجربه» هم جدي مهمه بللی شي. «تجربه» او «پوهه» همغه دواړه برخې دي، چې د علم دوه مهم اصلونه افاده کوي، چې یو یې د پوهې د معرفت په اساس ټولنیز ژوند لکه اخلاق، عواطف او حتی ټول فکري او ذهني کړه وړه د همدې پوهنیزې او عقلي پروسې په اساس علم کېږي او دویم یې د عقل او تجربې پر بنسټ د کایناتو او له ژوند سره د ټولو هغه تړلیو ساینسي او مادي واقعیتونو روښانول او پلټل دي، چې دا دواړه برخې خپل خپل ځای او ارزښت لرپ، چې ساینسي علوم یې د تجربې له مخې او ټولنیز او انساني علوم یې د پوهې په اساس معرفېږي.

مانا دا چې پوهه او تجربه دواړه د ساینسي او فکري ودې لپاره د علم اساسي توکي دي، تر هغې چې د همدې علومو په برخه کې د همدې دواړو توکیو پر بنسټ له نوي سره خپل تخلیقي فکر او سوچ پکې شامل نکړو، د واقعي معاصر علم څېره لېده ناممکن ده او دا به رښتیا وي، چې موږ به له سندونو او ډېګریانو سره ـ سره همغه د سایل صاحب په اصطلاح د اینده وخت میرزایان او مبتدي زده کوونکي یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...