تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۷مه) د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو پړاو کې نن دوه مهمې لوبې ترسره کېږي.
په لومړۍ ستره لوبه کې سویلي افریقا او ویسټ انډیز سره مخامخ کېږي او په دویمه لوبه کې هند د زمبابوې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
لومړۍ لوبه د سویلي افریقا او ویست انډیز ترمنځ دوه بجې پيلېږي.
یادو دواړو لوبډلو په اته غوره لوبډلو پړاو کې تر اوسه ماته نه ده خوړلې. ویسټ انډیز دوه بریاوې لري چې لومړۍ لوبه یې له زمبابوې او بله یې له کوربه سریلانکا وګټلې.
همداراز د دغه جام بله کوربه لوبډله هند هم په لومړۍ لوبه کې له سویلي افریقا څخه ماته ومنله.
باید وویل شي چې سریلانکا تېره شپه د نیوزیلڼد پر وړاندې له ماتې وروسته نیمه پایلوبې ته له تګ څځه پاتې شوه.
له دې سره پاکستان چې لومړۍ لوبه کې یې باران شوی او په دویمه لوبه کې یې له انګلستان څخه ماته وخوړه بل پړاو ته یې د تګ سناریو په لاندې ډول ده:
۱ـ که انګلستان نیوزیلنډ ته په ۱۵ منډو ماتې ورکړي، نو پاکستان ته به پکار وي چې سریلانکا ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړي.
۲ـ که انګلستان نیوزیلنډ ته یوازې په ۱ منډه ماتې ورکړي، نو پاکستان ته به پکار وي چې سریلانکا ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړي.
۳ـ که نیوزیلنډ انګلستان ته ماتې ورکړي، نو پاکستان به په رسمي ډول له ټورنمنټ څخه بهر شي.
د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام د اته غوره پړاو ته هند، پاکستان، سریلانکا، نیوزیلانډ، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، انګلستان او زمبابوې لوبډلو لاره پیدا کړې ده.