پنجشنبه, فبروري 26, 2026
Home+د سرچوک انډیوالي| شاه‌محمود میاخېل

د سرچوک انډیوالي| شاه‌محمود میاخېل

افغانستان کې به چې د سرک په سر یا چوک په منځ کې څوک ولیده او بیا به ورسره اشنا شولې، دې ته یې سرچوک اشنایي ویله. سره چوک ډیر پخوا د میوند جادې منار سیمې ته وایه او هلته به خلک راټولیدل. په سماوارونو کې به یې بنډارونه سره کول. خو عمیقه پیژندګلوې به نه وه، چې د یو بل کور ته سره تګ او راتګ ولري. دې ته یې د سرچوک انډیوالي ویله.

نن سبا دا سیاست هم دومره پیچل شوې او مغلق دی چې حد نه لري. هند د پاکستان مخالف او اسرایلو دوست دی. بیا اسرایل او پاکستان د امریکې دوستان دي. هند په ۲۰۲۵زکال کې د ۲۰۰ میلیون ډالرو تیل د ایران نه اخستلې چې د ایران اقتصاد تقویه شي او دا کچه زیاتوي. بیا ایران د اسرایلو دښمن دی. هند د طالبانو سره ښه روابط لري خو د پاکستان خلاف دی. بیا طالبان د ایران او هند سره ښه روابط لري او د پاکستان سره یې اړیکې خړ پړې ښکاري. روسیه او چین د امریکې سره خرابې اړیکې لري خو د پاکستان سره یې اړبکې ښې دي.

اوس هیڅوک نه پوهیږي چې کوم هیواد د کوم هیواد دوست او دښمن دی.

دلته د سیاسي علومو په اساس، اړیکې د دوست او دښمن د تعریف په اساس نه ټاکل کیږي ځکه په سیاسي معادلاتو کې دوست کیدې شي چې دښمن او رقیب شي او همدا شان دښمن او رقیب دوست شي. هر هیواد خپلې اړیکې د نورو هیوادونو سره د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ګټو په اساس ټاکي نه د قومي، سمتي، مذهبي، دیني او ګاونډیتوب د انډیوالې په اساس.

یوازې افغانان فکر کوي چې د دنیا کارونه اوسیاست د طالبانو او تنظیمونو د تشکیلاتو او د ښوروا د کاسې د انډیوالې په شان دی. کله چې ګټې تعریف شولې بیا د ګټو لپاره دوست او دښمن او شریک ټاکل کیږي. افغانان لا ګټې تعریف کړې نه وي، وایي فلانې مو دوست او فلانې مو دښمن دی.

دوست او دښمن د سرچوک په انډیوالې، د کنفرانسونو او د ښورواګانو د کاسې په خوراک نه ټاکل کیږي او نه پیژندل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د بریتانیا په سالزبري کې د افغان کلتور یو ورځنی فستیوال

تاند (شتبه، د کب/ حوت ۲ مه) د بریتانیا سالزبري Salisbury ښار به د افغان کلتور او خوړو د یو ورځني فستیوال کوربه وي. دا...