Homeخبرونهطالبانو د ډېورنډ پر کرښه پر پاکستاني پوستو ځوابي بریدونه پیل کړي

طالبانو د ډېورنډ پر کرښه پر پاکستاني پوستو ځوابي بریدونه پیل کړي

تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۷مه) طالبانو په کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې  د پاکستان د څو ورځې وړاندې هوایي یرغل په ځواب کې، ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

دغه راز د خوست په ځاځي میدان کې هم د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې سخته جګړه روانه ده.

په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو پر خواله رسنیو د طالبانو د امنیتي مسوولانو په خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې، طالب ځواکونو له پاکستاني پوځیانو ګڼ شمېر پوستې نیولې دي.

په یوه وېډیو کې په جګړه اخته طالبان خپل امنیتي مسوول ته وایي چې، تازه یې ۵ پاکستاني پوستې نیولي او لاهم پرمخ روان دي.

دغه انتقامي بریدونه نن شپه شاوخوا اته بجې پيل شوي او لا هم دوام لري.

دا بریدونه د پاکستان د هغه هوایي یرغل پر وړاندې پيل شوي چې څو ورځې وړاندې پاکستان په افغانستان کې ملکیان په نښه کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...