پنجشنبه, فبروري 26, 2026
Homeخبرونهذ.مجاهد: د پاکستان پر وړاندې ځوابي بریدونو کې ۱۵ پاکستانۍ پوستې نیول...

ذ.مجاهد: د پاکستان پر وړاندې ځوابي بریدونو کې ۱۵ پاکستانۍ پوستې نیول شوي

تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۷مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د «پاکستان د پوځي حلقي» د مکررو سرغړونو په غبرګون کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکزونو او نظامي تاسیساتو تهاجمي عملیات پيل شوي دي.

دغه عملیات په کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې  د پاکستان د څو ورځې وړاندې هوایي یرغل په ځواب کې پيل شوي دي.

 ذبیح الله مجاهد وایي چې، د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ اړوند ماشین ناو سیمه کې د پاکستاني پوځیانو دوه پوستې، د ګوشتې انارګي سیمه کې ۳ پوستې او د کونړ د ناړۍ ولسولۍ په دوکلام سیمه کې دوه پوستې نیول شوې دي.

دغه په تازه پیغام کې ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې:

ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي:«د دیورند کرښې په اوږدو کې پراخو لیزري قطعاتو هم عملیات پیل کړی دی، چې د شپې له تیاره څخه په استفاده به د دښمن ټول متحرک افراد تر برید لاندې نیسي او دوزخ ته به یې استوي. له دښمن څخه د نیول شوو پوستو شمیر ۱۵ ته ورسید، ګڼ عسکر وژل شوي، یو شمیر یې ژوندي هم نیول شوي دي.»

پاکستاني ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د ډېورنډ پر کرښه پر پاکستاني پوستو ځوابي بریدونه پیل کړي

په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو پر خواله رسنیو د طالبانو د امنیتي مسوولانو په خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې، طالب ځواکونو له پاکستاني پوځیانو ګڼ شمېر پوستې نیولې دي.

دا بریدونه د پاکستان د هغه هوایي یرغل پر وړاندې پيل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نامتو هندي هنرمن امیتاب بچن د خپل زوی مینه او اخلاص ستایلي

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۴ مه) نامتو هندي فلمي ستوري امیتاب بچن خپل زوی ابیشیک بچن د خپل ژوند په سختو شېبو کې...