تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۷مه) پر پاکستانیو ځواکونو د طالبانو د حکومتي ځواکونو سخت او ځوابي بریدونه لا هم دوام لري.
دغه بریدونه نن شپه اته بجې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې چې له پاکستان سره پوله لري پيل شوي دی.
په ختیځ کي د طالبانو د حکومت د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، تر دا مهاله ئې په ننګرهار او کنړ کې د پاکستاني ځواکونو ۱۰ پوستې سقوط کړي او د پاکستاني ځواکونو ۱۲ جسدونه ئې ترلاسه کړي دي.
محمدي په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
بل لورته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پر پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو عملیاتو کې لېزري ځواکونو هم برخه اخستې او پاکستاني ملېشه ئې په نښه کړي دي.
مجاهد خبرداری ورکړی چې د هر برید ځواب به ورکوي.
ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي:
«د دیورند کرښې په اوږدو کې پراخو لیزري قطعاتو هم عملیات پیل کړی دی، چې د شپې له تیاره څخه په استفاده به د دښمن ټول متحرک افراد تر برید لاندې نیسي او دوزخ ته به یې استوي. له دښمن څخه د نیول شوو پوستو شمیر ۱۵ ته ورسید، ګڼ عسکر وژل شوي، یو شمیر یې ژوندي هم نیول شوي دي.»
مجاهد وايي، چې د «پاکستان د پوځي حلقي» د مکررو سرغړونو په غبرګون دوی دغه عملیات پيل کړي دي.
ذ.مجاهد: د پاکستان پر وړاندې ځوابي بریدونو کې ۱۵ پاکستانۍ پوستې نیول شوي
پاکستاني ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.