Homeخبرونهفطرت: په غچ اخیستونکو بریدونو کې د پاکستاني پوځیانو مرګ ژوبله ۴۰...

فطرت: په غچ اخیستونکو بریدونو کې د پاکستاني پوځیانو مرګ ژوبله ۴۰ ته پورته شوه

تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۷مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا پر پاکستاني ملېشو د بریدونو له امله ۴۰ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

فطرت تازه په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې، دغه بریدونه نن شپه اته بجې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې چې له پاکستان سره پوله لري پيل شوي دی.

هغه تازه پر خپل ایکس لیکلي چي، د هغوی شاوخوا ۱۷ پوستې هم سقوط سوي او ګڼ شمېر نظامي مهمات او تجهیزات د دوی د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د فطرت په وینا، لا هم په پکتیا، خوست، ننګرهار، کنړ او د نورستان ځینو سیمو کي پر پاکستاني لوري انتقامي عملیات روان دي.

تر دې وړاندې په ختیځ کي د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي ویلي وو چې، تر دا مهاله ئې په ننګرهار او کنړ کې د پاکستاني ځواکونو ۱۰ پوستې سقوط کړي او د پاکستاني ځواکونو ۱۲ جسدونه ئې ترلاسه کړي دي.

د پاکستاني پوځیانو ۱۲ جسدونه افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي

ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو چې، پر پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو عملیاتو کې لېزري ځواکونو هم برخه اخستې او پاکستاني ملېشه ئې په نښه کړي دي.

مجاهد خبرداری ورکړی چې د هر برید ځواب به ورکوي.

ذ.مجاهد: د پاکستان پر وړاندې ځوابي بریدونو کې ۱۵ پاکستانۍ پوستې نیول شوي

1 COMMENT

  1. د تاند ملي دریځ واقعا د ستایلو دی.
    زما یوه غوښتنه ده چې د افغانستان حکومت یوازې د تالبانو حکومت په نامه مه یادوئ. د افغانستان سرپرست حکومت په نامه که یاد شي د دواړو په کې پرده ده یعنې هم د حکومت پرده ده او هم د ولس. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې...