Homeخبرونهمسوولان: پاکستاني پوځي رژیم، تورخم کې د تازه راغلو کډوالو پر کمپ...

مسوولان: پاکستاني پوځي رژیم، تورخم کې د تازه راغلو کډوالو پر کمپ برید کړی

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۸ مه) ‏ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات آمر وایي، د پاکستان پوځي رژیم، تورخم کې فرضي کرښې ته څېرمه راستنو شویو لپاره پر جوړ شوي مېشت غالي برید کړی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، بدلون قریشي وايي، برید کې د یوې مېرمنې په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي دي.

بدلون د ټپي شوې مېرمنې روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ ښودلی دی.

پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا داسې مهال ملکیان په نښه کوي چې، څو ورځې وړاندې یې هم په بهسودو ولسوالۍ کې ۱۳ ملکیان په یوه هوایي یرغل کې ووژل.

د همدې سرغړولو پر اساس د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې دوی پنج شنبه د شپې ۸ بجې غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړي او لا هم دوام لري.

ذبیح الله مجاهد وایي،په دې غچ اخیستونکي بریدونو کې یې تر ۵۰ زیات پاکستاني پوځيان وژلي او تر ۲۰زیاتې پوستې یې ترې نیولي او یو شمېر پاکستاني پوځیان ژوندي هم نیول شوي دي.

فطرت: په غچ اخیستونکو بریدونو کې د پاکستاني پوځیانو مرګ ژوبله ۴۰ ته پورته شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...