جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهغم کاسه/ اجمل پسرلی

غم کاسه/ اجمل پسرلی

د جمعې شپه وه، وختي مې سر کیښود، چې خوب راشي، ځکه چې یوه نیمه بجه بیا پاڅیدم او د شپې کار ته تلم. چې سترګې مې سره تلې ډنګ ډونګ شو. د ګاونډي په کور کې یې لوړه موسیقي نیولې وه.

بالښت مې پر سر کېښود، خو بیا هم د سندرو غږ راته. کړکۍ مې بنده کړه، خو لږ ځنډ وروسته مې ګرمي وشوه، بیرته مې ورسۍ پرانیسته. ساعت ته مې وکتل لس بجې وې.

 له کوره راووتم. له ګاونډي جورج سره مې حویلۍ شریکه وه. د وریتې شوې غوښې بوي ته. جورج په چمن کې د کباب نغري ته پکی واهه، څو دانې ساسچه او یو څو ټوټې غوښه یې پرې ایښې وه. جورج یو ساسچ خولې ته ونیو، راته ویې ویل:

– لږ غوښه واخله د خوګ نه ده

ما مننه ترې وکړه. ده سر راته وخوځاوه او د برنډې لور ته روان شو، هلته څو تنه نڅیدل. زه بیرته کوټې ته راغلم.

د دولس بجو خواته خوب یوړم خو د کار په وخت ګنګس وم. د سهار لس بجې چې کور ته راغلم د جورج یوه توره پلاستیکي کڅوړه په لاس کې وه د بیګنۍ میلې پاتې شوني یې ټولول. ما ورته وویل:

– بیګا لکه چې تر ناوخته ویښ وې خوب به دې نه وي پوره شوی

– خوب مې لږ کړی خو چې خوشاله یم بیا زما څلور ساعته خوب هم بس دی

– بیګا مو د څه میله جوړه کړې وه

– د زوی د ملګرې (لوڅي) لپاره وه

ـ د دوی د خوږې څه پروګرام و

جورج کټ کټ وخندل:

– نه د لوڅي انا مړه شوې وه موږ ویل چې غم یې غلط شي

– نو غم یې غلط شو

– هو سهار یې زموږ ټولو مخې ته اقرار وکړ، چې نوره مې انا نه یادوم که رایاده هم شي دغه د نن د خوښۍ په ویاړ یې هیروم او موږ هم چک چکي ورته وکړې.

1 COMMENT

  1. د اجمل پسرلي په لیکنو کې د نورو ملتونو د ژوند له مختلفو اړخونو خبرېږو . کاشکه زموږ نور لیکوال چې نورو هېوادونو ته تللي او یا هتله اوسېدلی دي د دوی د ژوند ، فکرونو، دودونو په اړه ډېر څه راته ولیکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب