جمعه, اپریل 19, 2024
Homeکلتورتوپاني بېړۍ/ قاسم خان مندوخېل

توپاني بېړۍ/ قاسم خان مندوخېل

د پښتونخوا لرغونی او تاریخي پېښور، چې ورته د ګلونو ښار ویل کېږي، خو د ترهګرۍ راټوکېدلې څپې په کې د وطن ښکلي وګړي داسې په بېدردۍ رژوي لکه پر شنو زرغونو ونو چې د مني ځول راشي.

د ویرلړلو کورونو په انګړونو کې د مني ماځیګري له سپېرو بادونو او رژېدلو پاڼو سره یو ځای پر ګوډ مات ولس د بېچارګۍ یو تور څادرغوړولی دی. ګڼ یې لکه مات وزري بازان د هسک الوت له همته لوېدلي ښکاري.

د سپین پښتون بېړۍ توپاني سیلیو داسې پر مخ اخیستې لکه چې سمندر ته هم تش دا ورپاتې ده چې بیا بیا یې د ناکرده ګناهونو په سزا کله ټټر کله څنګل په خپلو خوني پنجو ورپږي او ژوبلوي.

تاریخ ته لکه چې یوازې سپین پښتون ورپاته دی چې تر تېغ یې باسي، که یې د وسپینې غوندې کلکوي؟ رنځور ترې جوړوي؟  که یې له ناروغیو پخوي؟ د جنګ  بټۍ ته یې ټېل وهي؟ او که یې د امن او سولې کورګي ته بیايي؟

د نړۍ ګڼو ولسونو په پېړیو پېړیو جنګونه کړي خو پایلوري ته هم تللي دي.  سپین پښتون هم یو داسې پایلوبې او پایلوري ته څار باسي چې د خټو له کوره یې نور په یبلو پښو ماشومان د خپل کلي ښوونځي ته بې له ویرې او ترهې زدکړو ته بسته په شا روان وي. چې نه یوازې د خپلې مورکۍ او پلار جان د ستړي ژوند هوساینه شي بلکې د خپلو خویندو او وروڼو د روڼ سباون یو هسکین ستوری شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب