پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeکلتورخاطرهیو دم څومره ژر شیبې تیریږي/ژ: کمالپوري

یو دم څومره ژر شیبې تیریږي/ژ: کمالپوري

په کور دننه شو، سترګې يي په دیواله ولګیدې، خپه شو!

وړوکې لور يي د کاغذ یوه ټوټه له دیواله پرې کړې وه!

ويي نه شو کړای چې ځان کنټرول کړي او غوسه  يي پرې وکړې …

سبا د پلار ورځ وه.

نجلۍ یوه وړه ډبه له ښکلي کاغذه راتاوه کړې راوړه او ويي ویل:

پلار جانه ورځ دې مبارک شه، ډیر مې خوښیږئ.

وی زما خدایه!

اوس څه وکړم؟

کله يي چې د دیواله کاغذ له ډبي لیرې کاوه، پر پرونی پیښې يي چرت واهه.

د ډبي سر يي پرانیسته.

هیڅ هم په کې نه وه!

بیا په غوسه شو او ويي ویل:

دا خو تشه ده!

ځواب يي واورید:

ډکه ده پلاره:

له مچکو (بوسو) ډکه ده:

پلار جانه څو میاشتې کیږي، هر وخت چې کله بیده کیږم دا ډبی په غیږ کې نیسم او خپلې مچکې (بوسې) په کې ور اچوم زما بوسې دې ونه لیدې؟!

پلار يي چې ډیر پیکه شوې و، فکر يي کاوه چې څنګه خپله تیروتنه جبران کړي؟

له درې ورځو وروسته نجلۍ په يوه پیښه کې ساه ورکړه.

پلار يي پاتې شو له ډبي سره.

په شپو شپو يي ډبی غیږ کې نیولی وو او یوه یوه مچکه يي په خپلو اننګو کې کیښودله څو چې به يي مخ په اوښکو لوند شو.

هیره دې نه وي ترڅو چې زموږ په ژوند کې له ارزښت ډک خلک پاتې وي مینه ولټوو او مینه وکړو. ودې نه شي کومه ورځ داسې راشي چې ووایو: یو دم څومره ژر شیبې تیریږي.

ژباړه: کمالپوري

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب