تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۷مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې جاپان په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۴.۴ مېلیون ډالره نوې مرسته ځانګړې کړې.
دغه مرسته به د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لارې ولګول شي.
ټاکل شوې چې، تر ۶۰زرو زیات کسان چې تر نیمايي ډېر یې ماشومان دي؛ د څښاک اوبو، حفظالصحې، روغتیا او نوروبرخو کې له خدمتونو برخمن شي.
یونېسف ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان نه د څه باندې ۲.۸ مېلیونه کسانو تر بېرته ستنېدو وروسته په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا پېچلې شوې او شاوخوا ۶۰ سلنه بېرته ستانه شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
د یونېسیف د راپور ارزونې ښيي، چې ۶۷ سلنه کورنۍ له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي او ۲۵ سلنه کورنۍ له ناپاکو اوبو ګټه اخلي.
دغه راز په هغو سیمو کې چې د بېرته ستنېدونکو شمېر زیات دی، د اوبو د کمښت له امله د نسناستي پېښې ډېرې شوې او له دې سره د ناروغیو د خپرېدو ګواښ هم لوړ شوی دی.
راپور زیاتوي، د ۲۰۲۵کال له جنورۍ تر نومبر میاشتې پورې له ۱۳زرو ډېر بېسرپرسته ماشومان له دوی سره ثبت شوي چې دا د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا مرسته داسې مهال اعلانېږي چې، بل لورته تازه د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو کمښت د کونړ زلزله ځپلې زرګونه کورنۍ د بېځایه کېدو له ګواښ سره مخ کړې دي.
د یاد بنسټ په وینا؛ ډېری هغه کورنۍ چې د زلزلې له امله یې خپل کورونه له لاسه ورکړي، د ژمي په سړې هوا کې تر خېمو لاندې شپې سبا کوي.
د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا مشر جاکوپو کاریدي ویلي، چې د مالي سرچینو په کمېدو سره به د دغه بنسټ په ګډون یوشمېر مرستندویه بنسټونه اړ شي خپلې چارې په زیانمنو سیمو کې ودروي.
د هغه په خبره؛ دا کار ښايي د بنسټیزو خدمتونو د درېدو او د مناسبې سرپناه د جوړولو فرصتونو لهمنځه تلو لامل شي.