پنجشنبه, فبروري 26, 2026
Homeخبرونهد کونړ ۲۵ زره زلزله ځپلي ماشومان لا هم په خیمو کې...

د کونړ ۲۵ زره زلزله ځپلي ماشومان لا هم په خیمو کې اوسي

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۷ مه) د سېف دي چادرن مرستندوی بنسټ ویلي چې د افغانستان د کونړ ولایت شاوخوا ۲۵ زره ماشومان لا هم د اګست د میاشتې له مرګونې زلزلې شپږ میاشتې وروسته په خیمو کې اوسي، او خبرداری یې ورکړی چې په ډېرو سختو ځپل شویو سیمو کې د بیارغونې چارې تر اوسه نه دي پیل شوې.

یادې زلزلې، چې د تېر کال د اګست په ۳۱مه د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې، د دغه هېواد له تر ټولو مرګونو زلزلو څخه وه.

د سېف دي چلدرن د معلوماتو له مخې، په زلزله کې تر ۲ زره ډېر کسان مړه شول او تر ۸ زره ډېر کورونه ویجاړ یا سخت زیانمن شول.

ټول کلي له منځه ولاړل او زرګونه کورنۍ اړې شوې چې په موقتي کمپونو کې واړوي.

ډېری دغه کورنۍ لا هم د ژمي په سړه هوا کې په ترپالي خیمو کې ژوند کوي؛ ځینې خیمې د غرنیو سیمو د وروستیو درنو واورو له امله هم زیانمنې شوې دي. د ځان تودولو لپاره کورنۍ په خیمو کې د لرګیو او سکرو بخارۍ کاروي، چې د اورلګېدو خطر یې زیات دی.

د بیارغونې هڅې تر ډېره نه دي پیل شوي، او په ځینو کلیو کې ویجاړۍ دومره پراخې دي چې ښايي بیا هېڅکله هم ونه رغول شي.

زلزلې د ولایت د پوهنې نظام هم سخت ځپلی دی. د سېف دي چلدرن په وینا، له نژدې ۱۳۰۰ ارزول شوو درسي خونو څخه تر نیمایي ډېرې یا بشپړې ویجاړې شوې او یا هم شدیدې زیانمنې دي.

په کونړ کې تر زلزلې مخکې لا د لومړني ښوونځي د عمر نژدې ۵۰ زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې وو.

د زیانمنو ښوونځیو د رغونې کار لا نه دی پیل شوی، او دا مهال شاوخوا ۱۷ زره ماشومان په زلزله ځپلو سیمو کې په موقتي ځایونو کې زده‌کړې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د بریتانیا په سالزبري کې د افغان کلتور یو ورځنی فستیوال

تاند (شتبه، د کب/ حوت ۲ مه) د بریتانیا سالزبري Salisbury ښار به د افغان کلتور او خوړو د یو ورځني فستیوال کوربه وي. دا...