پنجشنبه, فبروري 26, 2026
Homeخبرونهتېره یوه اوونۍ؛ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کوډګر نیول...

تېره یوه اوونۍ؛ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کوډګر نیول شوي

تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۷مه) ‏‏ د طالبانو د حکومت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې، د دوی محتسبانو په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ کوډګر نیولي دي.

په دې تړاو د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه کوډګر په پروان، بامیان، کندهار، بدخشان، جوزجان غور او سرپل ولایتونو کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو دغه وزارت په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

خبرپاڼه زیاتوي چې، دغه راز تېره اوونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۹۶ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۲۱۲ اصلاحي ناستې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مورنیو ژبو ورځ او د پښتو نیمګړی عدالت

لیکوال: محمد خالد وردګ / لاس انجلیس، کلیفورنیا د فبرورۍ ۲۱مه د ملګرو ملتونو له خوا د مورنیو ژبو نړیواله ورځ نومول شوې ده. دا...