Homeخبرونهپاکستاني پولیسو ۱۲ نیول شوي افغان محصلان بېرته خوشې کړل

پاکستاني پولیسو ۱۲ نیول شوي افغان محصلان بېرته خوشې کړل

تاند (پنج شنبه د کب – حوت ۷مه) ‏‏ د پنجاب ایالت د بهاولپور ښار پولیسو هغه ۱۲ افغان محصلان بېرته خوشې کړل چې، د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه محصلان تر څېړنو وروسته په لنډمهالي ډول خوشې شوي؛ خو ویل کېږي چې لاهم تر څار لاندې دي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې دغه افغانان په قاعد اعظم کالج کې د طب پوهنځي محصلان دي.

پنجابي پولیسو ویلي چې، دغه اقدام د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو روانې لړۍ په ترڅ کې شوی دی.

د معلوماتو له مخې؛ له دې ډلې د شپږو محصلانو ویزې پای ته رسېدلې وې او پاتې نورو د «پي او ار» کارتونه لرل، چې د اعتبار موده یې ختمه شوې وه.

د پنجاب ایالت چارواکو ویلي، یاد کسان دا مهال په لنډمهالي ډول خوشې شوي او اجازه ورکړل شوې چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د مالوماتو له مخې پاکستان له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د افغان محصلانو په ګډون د ټولو مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید چارې درولې دي.

 له دې سره د زده‌کړیالانو په ګډون ګڼ افغانان له ستونزو سره مخ شوي دي.

دا محصلان په داسې مهال ونیول شول کله چې، پاکستاني پوځي رژیم پر افغان خاورې هوایي یرغل وکړ او دلته یې ملکیان په نښه کړل.

مجاهد وايي،افغانستان به د پاکستان یرغل ته ځواب ووايي خو اوس یې څرنګوالی نه افشا کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...