تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۷ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیحالله مجاهد، ګواښ کړی چې افغانستان به د پاکستان هوايي بریدونو ته ځواب ورکړي.
هغه د پاکستان د یرغل د ځواب څرنګوالی «محرمانه» وباله، خو ویې ویل چې د پاکستان کړنې نهبخښونکې دي.
ښاغلي مجاهد له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو د تکرار مخه ونیسي.
د پاکستان هوايي ځواک د یکشنبې سهار، د حوت په ۳مه، د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار او پکتیکا ولایتونه بمباري کړل. یوناما اعلان وکړ چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. په مقابل کې، پاکستان ادعا کوي چې ۷۰ وسلهوال یې له منځه وړي دي.
د پاکستان له یرغله وروسته، سره له دې چې د افغانستان د طالبانو حکومت ویلي چې لا یې غچ اخیستونکي عملیات پیل کړي نه دي، پر ډیورند کرښه د دواړو خواوو ترمنځ ګڼې نښتې شوي دي خو د مرګژوبلې او زیانونو په اړه یې کره شمېرې نه دي خپرې شوې.

د طالبانو ویاند د چهارشنبې په ورځ له العربیه سره په مرکه کې وویل:
«طبعاً ځواب به پوځي وي، خو جزئیات یې محرمانه دي او نور وضاحت نه شم ورکولای. پاکستان باید د خپلې دې شرموونکې کړنې ځواب وویني.»
هغه پاکستان تورن کړ چې ملکي سیمې یې په نخښه کړې دي.
د پاکستان په بریدونو کې بوازې په ننګرهار ولایت کې لږ ترلږه ۱۸ ملکي وګړي وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۸ تنه د ښوونځي زده کوونکي / زده کوونکې / ماشومان وو.
مجاهد زیاته کړه: «له بده مرغه هر ځل چې په پاکستان کې برید وشي، بې ثبوته یې سمدستي افغانستان ته منسوبوي او موږ تورنوي. موږ دا ادعاوې ردوو او اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د چا پر ضد کار واخیستل شي.»
مجاهد په افغانستان کې د ټي ټي پي شتون رد کړ او ویې ویل چې «ټيټيپي په خپله د پاکستان دننه پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري او د افغانستان خاورې ته اړتیا نه لري.»
په خواله رسنیو کې ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي چې د ټي ټي پي غړي د خیبرپښتونخوا د مهمو ښارونو ترمنځ په عمومي لارو ښيي.
مجاهد ټینګار وکړ چې پاکستان د خپلو ادعاوو لپاره هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی او یوازې تبلیغات کوي.
پر پاکستان لګېدلي تورونه
مجاهد همداراز پاکستان تورن کړ چې د داعش پر وړاندې د مبارزې پر ځای، دې ډلې ته یې«خوندي پناهځایونه» برابر کړي دي. د هغه په وینا، د داعش عناصر د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ځینو برخو کې مېشت دي او کله ناکله د افغانستان پر ضد کارول شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې پاکستان ادعا کوي په وروستیو هوايي بریدونو کې یې د داعش غړي هم په نخښه کړي دي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی وویل: «موږ باور لرو چې د پاکستان دننه یوه ځانګړې پوځي کړۍ د سیمې د بېثباته کولو ماموریت لري.»
د مجاهد په وینا، طالبانو په افغانستان کې د داعش پر ضد پراخ عملیات کړي او دا ډله «هیڅ فزیکي حضور» نه لري.
ناکامې خبرې
د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د طالبانو او پاکستان ترمنځ په استانبول، دوحه او جده کې د خبرو څو پړاوونه بېپایلې پای ته رسېدلي دي.
مجاهد وویل چې پاکستان د «پلمو جوړولو» له لارې د سیمې د هېوادونو دیپلوماتیکې هڅې شنډې کړې دي.
هغه زیاته کړه: «دا ښيي چې هغوی په سیمه کې سوله نه غواړي. دا یو بهرنی ماموریت دی چې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره ورسپارل شوی.»
د طالبانو ویاند له سیمې او اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د پاکستان بریدونه وغندي او پر اسلاماباد فشار واچوي څو خپله تګلاره بدله کړي.