شنبه, جولای 27, 2024
Home+د ويكتور هوګو ورځ 

د ويكتور هوګو ورځ 

تاند- د فرانسې نامتو شاعر، ډرامه ليكونكى، ناول ليكوال، د بشري حقونو فعال اوپه فرانسه كې د رومانتيك Romantic غورځنګ تر ټولو اغېزمن ليكوال ويكتور هوګو د اتلس سوه دوهم عيسوي كال د فبرورۍ په شپږويشتمه نېټه دنيا ته سترګې رڼې كړې.

په فرانسه كې هوګو تر ډېره په شعر او ډرامو مشهور دى. د هغه په شعري ټولګو كې (Les Contemplations) او ( La Légende des siècles) په ځانګړي ډول ډېرې ستايل كېږي او كره كتونكي يې د هوګو اوچت كارونه بولي. خو په انګليسي ژبه نړۍ كې بېنوايان (Les Misérables) او (Notre-Dame de Paris) د هوګو تر ټولو ښه آثارګڼل كېږي.

هوګو په زلميتوب كې شديد محافظه كار ؤ خو څو لسيزې وروسته د جمهوريت غوښتنې سخت ملاتړى شو. د هوګو سياسي ميلان د هغه په آثارو كې هم ښكاري. هوګو د خپل عمر ډېره موده په فرانسه كې تېره كړې خو د ۱۸۵۱ تر ۱۸۵۵ ترمنځ د ناپليون د واكمنۍ په موده كې د لنډوخت لپاره په بروكسل او جرسي كې او له ۱۸۵۵ څخه تر ۱۸۷۰ پورې يې په ګورنسي Guernsey كې د تبعيد شپې ورځې تېرې كړې دي.

د هوګو د کوچینوالي دوره له هسکو ټیټو ډکه دوره وه، په همدې دوره كې د فرانسې په انقلاب كې د بروبن لړۍ Bourbon Dynasty وپرزېده. لومړنى جمهوريت بريالى او نسكور شو او د ناپليون بوناپارت تر مشرۍ لاندې د فرانسې لومړنۍ امپراتوري رامنځته شوه.

 ناپليون د هوګو تر زېږېدو دوه كاله وروسته د امپراتورۍ ادعا اعلان كړې وه. دى لا اتلس كلن شوى نه ؤ چې د بوربن شاهي رژيم واك ته ورسېد.

د ويكتور هوګو پلار (ليوپولد) چې پر دين باور نه لارۀ، د ناپليون په پوځ كې لوړپوړى صاحب منصب ؤ او هغه ته ناپليون يو اتل ښكارېدۀ. خو مور يې سوفيا كلكه كاتوليكه سلطنت غوښتونكې وه. د هغې په هكله ويل كېږي چې له جنرال ويكتور لهوري (Victor Lahorie) سره يې مينه لرله. نوموړى جنرال په اتلس سوه دولسم كې د ناپليون پر ضد د كودتا په تور اعدام شو. د هوګو مور له خپل خاوند سره چې د پوځ جنرال ؤ ، ډېر وخت په ايټاليا او هسپانيا كې تېر كړ خو په اتلس سوه درېم كې چې له ليوپولد څخه موقتاً جلا شوه پاريس ته لاړه، هلته يې د هوګو په پالنه كې ډېره برخه واخيسته. له همدې امله د ويكتور هوګو په لومړنيو آثارو كې په تېره بيا شعرونو كې هم پاچا او هم دين ته تمايل زيات ليدل كېږي.

ويكتور هوګو د خپل نسل د ګڼو نورو ځوانو ليكوالو په څېر د رومانتيزم د بنسټګر (François-René de Chateaubriand) تر ژور اغېز لاندې ؤ.

(François-René de Chateaubriand) د اتلس سوه اتيايمې لسيزې په لومړيو كې د فرانسې مخكښه او نامي څېره ګڼل كېده.

د هوګو د شعرونو لومړۍ ټولګه (Nouvelles Odes et Poésies Diverses)) په ۱۸۲۴كې خپره شوه چې دى په دې وخت څلرويشت كلن ؤ. د دې كتاب په خاطر دربار، هوګو ته معاش مقرر كړ او شعرونه يې د ښه فصاحت او بلاغت په خاطر ډېر وستايل شول. له دې دوه كاله وروسته يې بله شعري ټولګه (Odes et Ballades) خپره شوه او ورسره هوګو د ستر شاعر په حيث ومنل شو.

هوګو د خپلې مور د خوښې خلاف له (Adèle Foucher) سره په مينه كې كښېوت. نوموړې د هوګو د كوچينوالي ملګرې وه. په ۱۸۲۲ كې د مور له مړينې وروسته موقع په لاس ورغله چې له هغې سره وادۀ وكړي. په ۱۸۲۳ كې يې لومړى اولاد وزېږېد ليكن هغه په ماشومتوب كې مړ شو. وروسته دوى د څلورو اولادونو خاوندان شول. خو په ۱۸۴۲ كې د بېړيو په ټكر كې د هوګو دوه زامن مړۀ شول. په ۱۸۷۰ كې چې هوګو له جلاوطنۍ پاريس ته راغى خلكو يې د يوۀ ملي اتل په توګه هركلى وكړ. خو له شهرت او ګرانښت سره سره يې په ۱۸۷۲ كې د ملي اسمبلۍ انتخابات وبايلل. هوګو يوه موده له ځان سره په چورتونو كې ډوب شو. ويل كېږي د دوو زامنو مرګ د هغه په خپګان كې لوى لاس درلود.

هوګو د ۱۸۸۵كال دمې په دوه ويشتمه نېټه په ابدي خوب ويده شو.

دا كتابونه يې په ژوندوني كې خپاره شوي دي:

• Nouvelles Odes (1824)
• Bug-Jargal (1826)
• Han d’Islande (1823) (Hans of Iceland)
• Odes et Ballades (1826)
• Cromwell (1827)
• Les Orientales (1829)
• Le Dernier jour d’un condamné (1829)
• Hernani (1830)
• Notre-Dame de Paris (1831), (The Hunchback of Notre Dame)
• Marion Delorme (1831)
• Les Feuilles d’automne (1831)
• Le roi s’amuse (1832)
• Lucrèce Borgia (1833) (Lucretia Borgia)
• Marie Tudor (1833)
• Étude sur Mirabeau (1834)
• Littérature et philosophie mêlées (1834)
• Claude Gueux (1834)
• Angelo (1835)
• Les Chants du crépuscule (1835)
• Les Voix intérieures (1837)
• Ruy Blas (1838)
• Les Rayons et les ombres (1840)
• Le Rhin (1842)
• Les Burgraves (1843)
• Napoléon le Petit (1852)
• Les Châtiments (1853)
• Lettres à Louis Bonaparte (1855)
• Les Contemplations (1856)
• La Légende des siècles (1859)
• Les Misérables (1862), (on which the very successful musical of the same name is based)
• William Shakespeare (essay) (1864)
• Les Chansons des rues et des bois (1865)
• Les Travailleurs de la Mer (1866), (Toilers of the Sea)
• Paris-Guide (1867)
• L’Homme qui rit (1869), (The Man Who Laughs)
• L’Année terrible (1872)
• Quatre-vingt-treize (Ninety-Three) (1874)
• Mes Fils (1874)
• Actes et paroles — Avant l’exil (1875)
• Actes et paroles – Pendant l’exil (1875)
• Actes et paroles – Depuis l’exil (1876)
• La Légende des Siècles 2e série (1877)
• L’Art d’être grand-père (1877)
• Histoire d’un crime 1re partie (1877)
• Histoire d’un crime 2e partie (1878)
• Le Pape (1878)
• Religions et religion (1880)
• L’Âne (1880)
• Les Quatres vents de l’esprit (1881)
• Torquemada (1882)
• La Légende des siècles Tome III (1883)
• L’Archipel de la Manche (1883)
Poems of Victor Hugo
داآثاريې له مړينې وروسته چاپ شوي دي
• Théâtre en liberté (1886)
• La fin de Satan (1886)
• Choses vues – 1re série (1887)
• Toute la lyre (1888)
• Alpes et Pyrénées (1890)
• Dieu (1891)
• France et Belgique (1892)
• Toute la lyre – nouvelle série (1893)
• Correspondances – Tome I (1896)
• Correspondances – Tome II (1898)
• Les années funestes (1898)
• Choses vues – 2e série (1900)
• Post-scriptum de ma vie (1901)
• Dernière Gerbe (1902)
• Mille francs de récompense (1934)
• Océan. Tas de pierres (1942)
• Pierres (1951)
• Conversations with Eternity
• په انترنت كې دهوګودژونداوآثاروپه اړه ډېرڅه موندلى شئ .ځينې يې دادي :
o E-texts of some of Hugo’s works from various sources
o Victor Hugo Central
o Political speeches by Victor Hugo: Victor Hugo, My Revenge is Fraternity!
o Biography and speech from 1851
o Works by Victor Hugo at Project Gutenberg

1 COMMENT

  1. وروره تاسو لیکلي چه د هوګو هوګولمړی شعري ټواګه په 1824 کې خپره شوه او په دې وخت کې دی 40 کلن وو که دی په 1802 کې زېګېدلی وي نو دلته یو کوجنی غلتي ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب