شنبه, جولای 27, 2024
Home+د بایډن سپی ولې له سپینې ماڼۍ وایستل شو

د بایډن سپی ولې له سپینې ماڼۍ وایستل شو

ژباړه: مینه احمد

په وروستیو کې یو راپور خپور شو چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن سپي لږترلږه ۲۴ ځلي د امریکا استخباراتي مامورین داړلي دي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د استخباراتو یوه مامور ویلي د بایډن د سپو له لاسه استخباراتي چارواکي اړ شوي چې خپل تاکتیکونه بدل کاندي او خپلو مامورینو ته ووايي چې «کمانډر» ته نږدې نه شي.

د جو بایډن سپی اوس له سپېنې ماڼۍ ایستل شوی دی.

تر دې مخکې جوبایډن ویلي و، ټول له دفتره وختي وځې، مګر دا سپی تر ډېرو راسره پاتي کیږي

ویل کیږي چې، ښاغلی بایډن د حیواناتو له ساتلو سره ډېره مینه لري. نوموړي په سپینه ماڼۍ کې ګڼ حیونات ساتلي دي.

د هغو په منځ کې یو هم، دا سپی دی. دا سپی تر ډېرو د امریکا له ولسمشر سره په دفتر کې پاتي کیږي.

تر جوبایډن وړاندي د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حیوناتو له ساتنې سره مینه نه درلوده. په سپینه ماڼۍ کې هیڅ ډول حیوان نه ساتل کېده.

جو بایډن له خپل سپي سره سپورت او ساتیری هم کوي. د تېر ځل د انتخاباتي کمپاینونو په مهال ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې، د جوبایډن پښه له خپلو سپو سره د ساتیري په ترڅ کې اوښتې او ماته شوې ده.

په لوېدیځو هیوادونو کې ښايي له کورنیو حیواناتو سره د خلکو د زیاتې مینې یو دلیل دا وي چې ډېری جوړې اولاد نه زېږوي او که یې زېږوي هم یو یا دوه وي چې هغه هم په اتلس – نولس کلنۍ کې ورڅخه جلا کېږي او مستقل ژوند کوي، نو ممکن د یوازیتوب له کبله په حیواناتو پام غلطوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب