شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونه حمدالله محب: د هغه مقاومت ملاتړ نه کوم چې پیسه او قومنده...

 حمدالله محب: د هغه مقاومت ملاتړ نه کوم چې پیسه او قومنده یې د بل چا وي

د افغانستان د تېر جمعوري حکومت د ملي امنیت سلاکار، ډاکټر حمدالله محب له لیکوال او شنونکي ولي الله ملکزي سره مرکه کړې، په دې مرکه کې ځینې ناویل شوي معلومات لوستلی شئ.

«زما د سیاسي ژوند یوه له سترو تیروتنو همدا ده چې عسکرو مو مورال بایللی وو، خو موږ په مورچل کې د هغوئ په فزیکي شتون باندې محاسبه کوله

«له ولسمشر، امرالله صالح او زما پرته، د نظام ګڼ شمیر مطرح شخصیتونو له طالبانو سره تارونه غزولي وو. البته له خلیل الرحمان حقاني سره زما لومړنۍ او وروستۍ رابطه د نظام د سقوط په درشل کې وه چې ما ورته وړاندیز وکړ چمتو یم له تاسره په وردک یا لوګر کې مخامخ وګورم، خو بیا معلومه شوه چې د هغه نومره له هیواده د باندې وه.»

پوښتنه: کله چې د طالبانو لخوا د ولسوالیو او ولایتونو د نیولو او د نظام د شړیدو خبرونه درسیدل، په ارګ کې حالت څه ډول وو؟

ځواب: (طبیعي ده چې حالت نورمال نه وو، د پنجشنبې په ورځ یعنې له سقوط څخه درې ورځې مخکې ما د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو او د ملي امنيت د رئیس سره یوه بیړنۍ غونډه درلودله. له بسم الله خان محمدي څخه مې پوښتنه وکړه چې د دفاع لپاره څومره چمتو والی لرې؟ ځواب یې راکړ چې دفاع ممکن نه ده. بیا مې ورته وویل چې په پنجشیر کې خو ممکن ده، را ته یې وویل چې نه هلته هم امکان نه لري ځکه چې نه د لومړني مقاومت په څیر رهبر لرو او نه هغه مجاهدین او مورال).

ډاکټر محب د جمهوري نظام د راپرځیدو لاملونه په څلورو نقطو کې داسې رانغاړي:  «زموږ تیروتنې، په سیمه یزو پولیسو (اربکیانو) د معاشونو بندول، د ځینو کړیو له خوا طالبانو ته د حکومتي رازونو ورکول او د دوحې په تړون کې په چورلټ ډول زموږ له پامه غورځول). د ډاکټر اشرف غني د شخصیت وژنې د یوې هڅې په توګه،‌ ډاکتر محب دریو تبلیغاتي ګونګسو ته هم اشاره کوي: (په ارګ کې هیڅکله کلیسا نه وه جوړه شوې،‌ ولسمشر له خان سره د ډالرو شین لیکې بوجې نه دي وړې او تل یې د ژبني او سمتي سیاست په ضد مخلصانه مبارزه کړی او تاریخ به یې همیشنې ګواه وي).

زما د دې پوښتنې په ځواب کې چې لومړې خو واک د عین او غین ترمنځ نیم په نیمه وویشل شوی وو؛ بیا ډاکټر اشرف غني دوه مرستیالان درلودل، نو آیا رښتیا هم د واک اصلي مثلث همدا تاسې درې واړه ډاکټر صاحبان واست (غني،‌ محب، فضلي)؟ په څرګندې لهجې یې زما خبره نفې کړه او ویې ویل: ( نه،‌ بالکل داسې نه ده. زه او ډاکتر صیب فضلي د حکومت مامورین وو او د ټاکنو او پارلمان له خوا نه وو ګمارل شوي. بلی، زما مقام د ملي امنيت د مشاور وو، خو ډیر کله چې زما له ادرسه کومې پریکړې کیدلې هغه به د رئیس صیب د امر او لارښوونې پربنسټ ترسره کیدلې او زما شخصي فیصلې نه وې).

ستاسو دغې وړې حلقې ولی په جنګ اصرار کولو او په مسکو کې مو له طالبانو سره دغونډې څخه انکار وکړ؟ (ګوره، د خبرو په میز کې د هغه چا خبره میره وي چې زور لري؛ موږ نه غوښتل چې په کمزوري دریځ کې و اوسو او تش لاسونه راستانه شو. په دغو ورځو کې د کرزي صیب کور د روسیې د سفارت د یوې څانګې بڼه خپله کړې وه، خلک به یې هڅول چې پاسپورټونه ور وړي، ویزه ورته واخلي او موسکو ته یې ولیږي. بیا هلته ولیدل شول چې طالبانو دوستم ته په روغبړ کې لاس هم ورنکړ او هغه څه وشول چې زموږ دریځ یې صحیح ثابت کړ).

د جمهوري نظام د سقوط په مهال، عامه انګیرنه همدا وه چې ښاغلی اشرف به حتما په هندوستان کې پناه اخلي ځکه چې ډیره خوږه راشه درشه یې ورسره لرله. څه باعث شول چې هغه د ډهلي په ځای د متحده عربي اماراتو پلازمینې «ابوظهبي» ته مخه کړه؟ داسې ځواب یې راکړ:(د هند همیشنۍ پالیسي‌ همدا ده چې هرڅوک په کابل واکمن وي له هماغه اړخ سره اړیکې ساتي او موږ نور په واک کې نه وو. ناروې او سویس زرلنیډ چې بې پرې هیوادونه ګڼل کیږي، هم حاضر نه شول چې ولسمشر ته ځای ورکړي نو ځکه اماراتو ته لاړ او هغوئ پناه ورکړه).

نن سبا مو له ښاغلي أشرف غني سره د اړیکو نوعیت څه ډول دی؟ (ټول پوهیږو چې ډیرو نژدې کسانو هم ډاکټر صیب ته شا کړه،‌ هغه سپین ږیری دی او یواځې دی. نو ما تصمیم ونیو چې په ابوظبې کې و اوسم او له هغه سره نژدې پاتې شم. موږ د هرې ورځې د لیدو کتو لپاره کومه ځانګړې اجنډا نه لرو،‌ ولی هره اونۍ یا دوهمه اونۍ له هغه سره په اړیکه کې یم. یوه ډیره جالبه خبره دا ده چې رئیس صیب تیره هفته عمرې ته تللې وو، خو ډنډروچیانو آوازه واچوله چې له سراج الدین حقاني سره د لیدلو لپاره سعودي ته تللی دی. خو ښه شوه د طالبانو خپلو رسنیو د حقاني تصویرونه خپارل کړه چې نوموړی په همدغې ورځې په خوست کې دی او سعودي ته نه دی تللی. همدا زموږ د رسنیو حالت او مسلکیتوب دی).

کله چې ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې ته ۴۱ ځوان، ډیر تعلیم یافته او یو موفق سیاستوال یې؛ په لږ وخت کې د قدرت او شهرت دنګې څوکې ته ورسیدې. آیا بیا د کوم مقام په لټه کې یې او آیا طالبانو ته کومه مشوره لرې؟ داسې یې راته وویل: (ما د واک او حکومتي مقام یوه مهمه مرحله تیره کړه،‌ ډیرې ترخې تجربې او ډیرې لاس ته رواړنې مو درلودلې. د ځوانو سربازانو، افسرانو او نورو بیګناه هیواد والو په بې جوړې قربانیو هم ویاړم او هم ژاړم. باید په ډاګه کړم چې زه اوس د هیڅ دولتي منصب په لټه کې نه یم اوس په کار ده چې نور څوک راوړاندې شي. زه په دې باور یم چې طالبان اوسمهال د قدرت په نشه کې دي او دوئ د چا مشورې ته غوږ نه ږدي).

د وروستۍ پوښتنې په عنوان مې د هغه د نظر غوښتنه وکړه چې آیا د طالبانو د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوې چې ځانونه مقاومت بولي؟ ځواب یې دا ډول وو:( نه، د هیڅ هغه مقاومت ملاتړ او ننګه نه کوم چې وسله، قومنده او نقشه یې د بهرنیانو په لاس کې وي. البته که موږ خپل امکانات ولرو،‌ بیا خبره جلا ده). د یادونې ده چې د ملي امنيت پخواني مشاور، ډاکټر حمدالله محب او ملګرو یې د سمندر د اوبو په غاړه هغې غونډې کې برخه واخیسته چې په شمالي کلیفورنیا کې د کلتوري ټولنې مشر،‌ عبدالنصیر یاسیني د دوئ په ویاړ جوړه کړې وه.

——————————

پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

په وټس اپ کې د تاند چاینل ته راشئ. دا ځای کلیک کړئ

22 COMMENTS

  1. ښاغلی او عزتمند ولي الله ملکزي صاحب
    السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
    ښاغلی زه ډیر خوښ شوم چه تاسو د ښاغلی حمدالله محب سره مرکه کړیده.

    دا خبره شاید اکثره افغانان او په افغانانو کی حتی د اوسنی حکومت لوړ پولی چارواکی ومنی، چه د داکتر محب په شان بی فساده چارواکو سره کوم سیاسی جنجال او کومه بده او خطرناکه موضوع ونلری. ځکه ښاغلی محیب داسی سړی نه وه چه د افغانانو په وینو تویدو کی ډیره دلچسپی ولری. او نه یی ډالر غلا کړیدی. او نه کوم قصر لری.

    خبره دا وه چه د افغانستان جګړه د پردییو استخباراتی او نوبتی جګړه وه او نه پکی د ډاکتر اشرف غنی او نه پکی د داکتر محیب توان او قدرت رسیدو.
    کله د جمهوریت په مینځ کی کشمکشونه او منم او نه منم روان وه او کله د سفارتخانو نا انډوله فرمایشونه روان وه. او د ډالرو باران امریکا قصدآ داسی حد ته ورساوه. چه ځینی افغانان یی په وطن او هم په ترکیه، دوبۍ او غرب کی قیمتی قصرونه، بحری کیشتۍ، زیورات او نور پریمانه سهولتونه لری. او هم یی خپل ځینی امریکایان داسی حد ته ورسول چه د امریکا خلک ورته اوس خپله هم حیران دی.
    فقط خبره داده چه دافغانستان عام بی ګناه خلک په یو نوم او بل نوم د امریکا، ناتو، پنجابیستان، ایران او د دوی ځینو ډالری افغانانو په یوه نامعلومه استخباراتی جګړه کی قتل عام کړل. په درناوی

    • قدرمند وطندار صیب،‌ تاسې ته سلام او درناوئ. د ژورنالیزم په مسلک کې مرکه کوونکی باید د احتیاط مضر تر سرحده خپل احساسات او عاطفه کنترول کړي او بله داچې د مقابل لوري غږ، نظر او لید باید په شفاف ډول له لوستونکو او کتونکو سره شریک کړي. ما دلته هڅه کړې هغه پوښتنې مطرح کړم کومې چې د هر هیواد وال په ذهن کې تیندکونه وهي، ولی ما خپل آند او جهت له نظر سره ساتلی دی.
      زه ستا د همیشني مثبت دریځ او ملاتړ قدر کوم. مننه

  2. ملکزی صیب رب ج د تل قلم تاند لره او پرلاسونو د برکت شه، بیخی ټکی په ټکی حقیقتونه مو رانخښتی دی، تاسی یاست چی ولس او هیواد والو ته لوی ویاړ یاست. مننه د مرکی څخه مو

  3. د اشرف غنی تر ټولو غټه سهوه او خطا همدا وو چې د محب په شان کمپیوتر کاران یې راوستل او پرته له مسؤلیته یې غیر مسلکي کسان په کلیدي او مسلکي څوکیو کې نصب کړل. محب د افغانستان د وسلوال پوځ په تشکیلاتو هم نه پوهیده راواسته او د شورای امنیت مشاور یې ترې جوړ کړو. غنی خو یو جاهله خود خواه انسان وو او محب هم دا اخلاقي جرعت نه درلود چې خپله بې کفایتي ومنئ او واک نه لاس په سر شوي وي. د افغان ځواکونو د تلفاتو مسؤلیت د همدغو غلو خاینو جواسیسو په غاړه د طوق لعنت په څیر به زوړند وي. د دغو غلو دفاع له هیواد او افغان امنیتي ځواکونو سره جفا دي. محب غلا کړي او پیسې یې د خپلې امریکایې ښځې په نامه کړي.

    • محترم شمس صیب،
      حضرت پیغمبر صیب فرمايي:(هر بني آدم خطا کار دی، خو غوره اشتباه کوونکی او ښه خطا کار هغه دی چې توبه باسي او پښیمانه کیږي) زه هیله مند یم چې ښاغلي ډاکټر محب او د هغه په څیر د تیر نظام مخکښې څیرې به ستا دغه لنډه تبصره ولولي ترڅو په آینده کې د بې مسلکو خلکو په ګمارولو کې دغسې اشتباه بیا تکرار نه کړي.
      کور مو ودان

  4. د ګل مرجان، کرزی او امریکا دلاسه اشرف غنی یو مسلکی کس نشو راوستلای. ښاغلی غنی ډیر زیات مجبوره وه حتی ګلبدین یی راوست مګر په سبا د اشرف غنی غټ مخالف شو.

    • دا خبره واقعیت نلري چې کرزی او امریکا غنی جاهل کار ته نه پریښود. د لومړیو ټاکنو وروسته د غني ټیم مشوره ورکړه چې د عبدالله په مقابل کې د ولاړېدو همت او غیرت نلري نو دومره وکړه چې له واک نه لاس په سر شه. غنی وویل چې زه د امریکا سفیر سره مشوره کوم. غنی خپلو پلویانو ته د امریکا سفیر ترجماني کوله او په ترڅ کې یې وویل چې سفیر غواړی زه په واک کې پاتې شم. تاسو ووایاست چې په دی کې د کرزی یا امریکا ګناه څه دي؟ غنی محب، فضلي، رولا غني، نورزي او د اجمل غني پرته له غلا او عیاشي بل هیڅ ندي کړي. غنی په دین کې دومره ضعیف وو چې د جنازه لمانځه په احکامو هم نه پوهیده.دی خلکو دومره میندې کونډی او ماشومان یتیمان کړي چې شمیر یې یو الله ته معلوم دی. او په خپله را وتښتیدل او په امریکا کې د عیش او عشرت ژوند تیروي. که محب لږ څه غیرت او وجدان ولري نو لومړى دي له کونډو او یتیمانو بخښنه اوغواړي او بیا دي د خپل وجدان په قضاوت ځان ته سزا ورکړي. کم تر ګم هغه کورونه یې چې د خپلې خواښې او میرمني په نامه اخستي خرڅ او پیسې دی د وسلوال پوځ په کونډو او یتیمانو وویشي. د دغو مختورو خاینو څیرو دفاع ستا شخصیت ته صدمه رسوي. دا خاینین د دفاع وړ ندي

    • خاین انسان د ملي خاینانو دفاع او ننګه کوي لکه دلته چې ځینې ټولو ته ور معلومیږي. زه د هغه نظر او افکارو مخالف یم چې بې کفایته جاسوسانو او غلو ته د قهرماني پرتوګ ور اغوندي. دا مه هیروي چې دا پرتوګ په دغو جاسوسانو معامله ګرو او دهغوي په حامیانو لوى دي. یو وخت ملا ګلبدین د حقیقت نفاق از دیدګاه قرآن په نامه کتاب لیکلې وو او بیا یې له مولوي خالص نه د کتاب د محتویاتو په هکله نظر غوښتې وو. خالص ګلبدین ته ویلي وو چې منافق بل منافق ښه پیژني ، نو حکمتيار صاحب ځان دي ښه په کې تشریح کړي. دلته هم په ځینو لیکونکو همدا کانه شوي. خاین د بل خاین حامي او دواړه خایف دي.

  5. مړهغه دی چی ساه یې ووتله
    غښتلی هغه دی چې له ډیرو غښتلو دوښمنانو اوسختو حالاتو سره مقابله وکړای شی
    عاقل هغه دی چی هرې ستونزې ته دحل لاره جوړه کړې
    ښه سیاستوال هغه دی چې دخپل ولس اوهیواد ژوره مطالعه ولری
    دافغانستان په تاریخ کې هیڅ یو مشر دګلونو پر تخت نه و ناست . بلګی ترښاغلی اشرف غنی یی لا په سختو حلاتو کې حکومت کړی دی
    لمر په دوو ګوتو نه پټیږی . حقیقت ډیر څرګند دی.

  6. هر انسان خپل ازاد نظر لری. د یو انسان نظر یو ډول وی او د بل انسان نظر بل ډول وی. هیڅوک د چا شخصی نظر زندان ته نشی اچولی.

    • دلته هیڅوک په بل چا باندې د خپل نظر د منلو هڅه نکوي. دا کسان تاسو په امریکا کې پیژني خو ماته د دوې غیرت د محاربه په ډګر کې معلوم دي. او ما چې لیکلی دا زما نظر دي

  7. ممکن زما لاندنی نظر د پورته لیکنی په باب کی نه بلکه د تیرو او اوسنی اوضاع په باره کی یو عمومی نظر وی.
    د نړی د ټولو ناول لیکونکو او رومان لیکونکو او د هالیووډ او بالیووډ د فلمی سناریوګانو د لیکونکو آثار به زموږ د هیواد د روانو سلو کلونو عینی واقعیتونو غوندی جالب او په زړه پوری او کُمیک او تراژدیک نه وی.
    د هسپانیا په هیواد کی هر کال د اوړی په فصل کی د ” رومیانو د سابه ” یو جشن یا فسټیوال یا مستی یا ساتیری یا د رومیانو تبلیغ ( یا هر څه چی ونوموَل سی ) تر سره کیږی.
    په سلګونو یا زرګونو کسان په یوه مخصوص ځای کی سره غونډیږی او زرګونه زرګونه کیلو رومیان پخپلو منځو کی ویشی او وروسته یو بل په رومیانو وَلی چی په نتیجه کی د ټولو ګډونوالو بدنونه او جامی د رومیانو په سره رنګ لړلی وی ( البته مسابقه نه ده بلکه هر یو پکی ګټونکی دی او بایلونکی نلری ) .
    نو خبره می دا ده چی:
    که ددی فسټیوال وروسته یو یا څو ګډونوال پداسی حال کی چی حتی سږمی ئی لا په رومیانو سری او کلکی وی او بیا په عمومی محضر کی ووائی چی شریکه ما پدی فسټیوال کی اصلاً ګډون نه ؤ کړی او فقط ولاړ وم او نورو ګډونوالو په رومیانو ویشتلم نو دی مدعی کس ته باید ددی اخلاقی!!!!!! جرئت !!!!!!! ( حلالو دروغ ویَلو یا حرامو رشتیا ویلو) له کبله یوه ستره جائزه ورکړه سی.
    زموږ د روانو سلو کلونو د ټولو مشرانو او د هغوی د مُریدانو حال هغه چا ته ورته دی کوم چی غوږونه او سږمی او نسونه او پښی او لاسونه ئی په رومیانو سره دی خو همیشه ئی د رومیانو په فسټیوال کی د ګډون څخه انکار کړی دی.

  8. جناب غلام حضرت صیب،‌
    زه کله نا کله په تاند کې ستا لنډې خو له معنا او ځانګړي مفهوم څخه ډکې تبصرې لولم چې هم الهام لري او هم پیغام.
    په هسپانیه کې خو د رومیانو او د پيښوریانو په اصطلاح د ټماټرو فیستوال ترسره کیږي، خو زموږ په هیواد کې د پنځو لسیزو راهیسې، د دل شوو ککریو، وینو، باروتو، غمونو او ویرونو فیستوال روان دی. د یرغلونو او جنګونو فیستوال، د ایډیالوژیو او نفرتونو فیستوال او د الحاد او مذهبي نعرو فیستوال.
    خوښي او بریا مو غواړم

  9. ملکزی صاحب دا تښتېدونکې خاینان دې له کوم سورکی راپیدا کړل ؟ ته یو لیکوال یی حیف نه دی چې له داسې خلکو سره مرکه کوې ؟

    • شریف زاد صیب، ښې چارې.
      فکر کوم د لیکوالانو او ژورنالستانو اصلي دنده همدا ده چې د ټولنې د هرډول وګړو سره مرکې وکړي او د هغوئ خبر او نظر له نورو سره شریک کړي.
      ما ستا ځینې کامنټونه د همدې تاند په سایټ کې لوستي او ستا د ښه فکر او قلم انعکاس مې په کې لیدلی دی.
      خوښي دې غواړم

  10. لیکل شوی چه په امریکا کی ژوند کوی؟
    په یاد مو وی زه به هڅکله په هغو هیوادو کی ژوند ونکړم، چه زما ورونه او خویندی به یی په شپني عملیاتو کی وژلی او وروسته به یی د کور څخه ورته غلاوي هم کولی. په تیره بیا اشغالګر انګریز، اشغالګر پخوانی شوروی یا اوسنی روسیه او اشغالګر امریکا. او په ګاونډ کی به شیطان او کاذب پنجابیستان او ایران وی.
    ځینی نور بیا د خایین لفظ کاروی، زما په فکر که څوک د خپلی ریښی څخه خایین نه وی هغه بل ته د خایین لفظ نه کاروی. او ځینی نور…..
    تاریخ به وروسته قضاوت وکړی چه خایین څوک وه او ملی خایین څوک وه.
    دغه تبصره زما شخصی نظر دی او خپل شخصی نظر په ډیر فخر سره لیکم.
    مړه دي وی د افغانستان د خاوری دښمنان

  11. شمس فبروري 28, 2024 At 8:16 am تبصری ته ځواب
    په تاند کی دوه نومي جعل کار (شمس که حسن)
    حسن فبروري 27, 2024 At 12:54 pm
    خلیفه تراوسه نه پوهیږي ، چې د هغه دنده مدرسې او ملایی ده که د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرستي ؟
    د دې الهي ارشاد ځواب به څنګه وایي :
    {وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فِيها..}

    شمس فبروري 27, 2024 At 12:54 pm
    خلیفه تراوسه نه پوهیږي ، چې د هغه دنده مدرسې او ملایی ده که د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرستي ؟
    د دې الهي ارشاد ځواب به څنګه وایي :
    {وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فِيها..}

    آیا دا هم خیانت نه دی چه د تاند په صفحه درڅخه پرون ورځ خپل دواړه جالي نومونه رسوا او بر ملا شو. ټولو تبصره لیدونکو ستا دغه حالت ولیدلو.
    په ټولو تبصرو کی وګوره د شمس په نوم یو نظر او د حسن په نوم بل نظر؟
    فلهذا داسی دوه مخی زما د ديی تبصری وروسته د تبصری وړ نه دی. کله چه په تاند کی ستا داسی کارونه ګورم نو تاسی به د افغانانو په ….. کی څومره ډیر رول لوبولای وی.

    • ما خو داسې اټکل کاوه چې ته شوده یې ، خو په خپلو چټیاتو دي دا هم نن ثابته کړه چې ډیر احمقه غول او جاهله انسان یې. زه نه حسن پیژنم او نه هم دا نوم مستعار یا غیر مستعار استفاده ترې کوم. او بل دا چې ته کوم داسې کوم حاتم بیک یا کاکه ځوان هم نه یې چې له تا څخه ویره یا ډار ولرم. ته دوه کاره وکړه:
      ١- د پښتو کره لیکل زده کړه
      ٢- کله چې د قرآن آیتونه ریفرنس ورکوي نو هڅه وکړه چې لومړى ځان پرې پوه کړي او سبب نزول باندې ځآن پوه کړه. کله چې پوه شوي بیا نو لومړي ته خپله پرې عمل وکړه. دا خبره ځکه درته لیکم چې تا په ما تهمت او بهتان تړلي. په هر ډول تاسره بحث د وخت ضایع ګنړم.

    • بس اوس نه شي خلاصیدي څرنګه چې د ګل ببو منافقت مولوي خالص پیژندلي وو نو د ته هم ما ا پیژندي چې شین یا..ب.يې.

  12. د مطبوعات د معلوماتو څخه خبرونه: ځما شخصی نظر دلته د الجبر په حساب (+X+=+) دی او یا (+X-=-) دی. او یا بی طرفه نظر دی.

    ډیر احتمالات شته چه ښاغلی اشرف غنی یو وخت د نوبل جایزی ته انتخاب شی. ځکه ښاغلی اشرف غنی وکولای شو د .. …. .. او ….. په مرسته په افغانستان کی د تل لپاره سوله راولی. چه عملآ یی سوله راوسته او افغانستان اوس تر ټولو ملکونو ارام او د پرمختګ قوی زیربینای پروژی پکي شروع دی. د انجونو مکتوبونه، د شځو کارونه به هم شروع شی…………………

    نور به لکه د جمهوریت په وخت کی د دواړو خواو( جمهوریت او طالیبانو) څخه د کال په زرهاو افغانان نه وژل کیږی.

    د امریکا د خلکو د مالیی ډالر به نور د زور واکانو شخصی جیبونو ته نه غلا کیږی او افغانستان به هم د تل لپاره د سوال اوخیرات څخه خلاص شی.
    کوم ډالر چه اوس راروان دی دا به یو وخت واوری چه دا د افغانستان خپلی د … پیسی او ډالر دی، خیراتی پیسی نه دی. په درناوی

    کیدایشی د ځینو ورونو زما د ایمیل شخصی ID پکار وی په دغه ادرس زما سره خبری وکړی.
    [email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب