Home+د خوراک په کمولو نه، د خوراک په بدلولو ډنګر شئ

د خوراک په کمولو نه، د خوراک په بدلولو ډنګر شئ

ژباړه: مینه احمد

که غواړئ چې وزن مو کم شي، نو د خوراک تر کمولو د خوراکونو په ډول کې مو تغییر راوړئ چې ښه نتیجه ترلاسه کړئ.

دا لاندې خواړه د وزن په کمولو کې درسره مرسته کوي:

۱-  هوږه (Garlic):

په هوږه کې موجود الیسین (Allicin) نومې انزایم هغو ته تر ټولو پیاوړی انټي سیپټيک (Antiseptic) خاصیت ورکړی. هوږه یا سیر د وینې د کولیسټرول د مخنیوي او حجرو په میتابولایزم کولو سره اضافي وزن کموي.

۲-  رومي بانجان (Tomatoes):

پر دې سربیره چې سره بانجڼ په بدن کې سرطاني حجرات له منځه وړي په بدن کې د اضافي وزن په کمولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه زیاته اندازه ویټامين سي (Vitamin C) لري چې په ویټامین سي کې شته انټي اکسیډنټ (Antioxidant) د بدن د اضافي وزن لپه کمولو کې کومک کوي.

۳- شین چای (Green Tea):

په شین چای کې شته انټي اکسیډنټ (Antioxidant) په بدن کې د اضافي وزن د حجراتو پر له منځه وړلو سربیره د میتابولیزم فعالیت زیاتوي. شین چای کافین (Caffeine) نومې مواد لري چې انسان ته خاصه اندازه انرژي ورکوي.

۴- هګۍ (Eggs):

پروتین په انسان کې د وزن د کنترولولو لپاره ډیر زیات اړین دي ځکه چې دغه مواد ضعیف عضلات بیرته رغوي. هګۍ د ښو  پروتینو تر ټولو غوره منبع ده چې ستاسې د عضلاتو په ساتلو او د میتابولیزم د اندازئ په کنترولولو کې خاص اثر لري.

۵- مڼه (Apple):

په مڼه کې شته انټي اکسیډنټ د بدن د اضافي وزن په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. همدا راز دپه مڼه کې شته فایبر (Fiber) انسان مړوي او له ډمرسته درسره کوي چې ډیر خوراک ونه کړئ.

۶-  شات (Honey):

شات یا عسل انسان ته د انرژۍ پر ورکولو سره د بدن غذایي اړتیا پوره کوي. که یوه کاچوغه شات په تړمو اوبو کې وڅښئ اضافي وزن به مو نه زیاتیږي. شات او تړمې اوبه باید سهار په نهره وخوړل شي.

۷- لیمو  (Lemon)

لیمو چې خورا ډېر سي وټامین لري، که سهار په نهره په تړمو اوبو کې وڅښئ، نه په ځانګړي ډول به د ځیګر او زړه شاوخوا وازګې درویلي کړي. سهار په نهر په تړمو اوبو کې د لیمو د اوبو څښلو صفتونه ډېر اورېدل کېږي او ګڼو څېړنو  پر ځیګر او زړه په تړمو اوبو کې د لیمو د څښلو ګټه تایید کړې ده.

1 COMMENT

  1. د مختلیفو سبزیجاتو او میوه جاتو استعمال د انسانانو وجود ته ګته رسوی. پدی شرط چه په اندازه وخوړل شی.
    هغه انسانان چه د معدی زخم ولری د لیمو اوبه چه زیادتره د سي ویټامین لری په نهاره یی خوړل غوره نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...