Home+د ښځو د تعلیم تاریخي محدودیتونه او مذهبي-ټولنیز حساسیتونه

د ښځو د تعلیم تاریخي محدودیتونه او مذهبي-ټولنیز حساسیتونه

محمدهمایون همت

پرتلیزه او مستنده تحلیلي څېړنه

اروپا/امریکا، اسلامي نړۍ او افغانستان

لنډیز (Abstract)

دا مقاله د ښځو د تعلیم پر وړاندې تاریخي محدودیتونه په درېیو تمدني-سیاسي ساحو کې پرتله کوي:

(الف) اروپا/امریکا،

(ب) اسلامي نړۍ، او

(ج) افغانستان.

څېړنه د تاریخي-پرتلیز تحلیل، کیفي متني تحلیل او پالیسۍ-محور سنجش پر بنسټ ولاړه ده. پایلې ښيي چې د ښځو پر تعلیم «مطلق بندیز» ډېری وخت د قطعي شرعي نص مستقیم حکم نه وي؛ بلکې د عرف، سیاست، امنیت، اقتصاد او د دیني تفسیر د ټولنیز استعمال ګډ محصول وي.

په دې مقاله کې «مطلق بندیز» هغه حالت ته ویل کېږي چې د پالیسۍ/فرمان له لارې د نجونو او ښځو تعلیمي حق په عمومي، پرله‌پسې او عملي ډول وځنډول شي یا وتړل شي.

UNESCO یادونه کوي چې افغانستان دا مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د نجونو ثانوي تعلیم او د ښځو لوړې زده‌کړې پکې په سیستماتیک ډول منع/تعلیق دي او شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له ثانوي تعلیم څخه بې‌برخې پاتې دي. UNICEF د نجونو د ثانوي تعلیم د محرومیت له امله لږ تر لږه ۵۰۰ میلیونه ډالره کلنی اقتصادي زیان سنجولی. UNESCO هم اټکل کوي چې که د ښځو لوړې زده‌کړې تعلیق دوام ومومي، تر ۲۰۶۶ پورې به د افغانستان اقتصاد لږ تر لږه ۹.۶ میلیارد ډالر تاوان وویني.

علمي احتیاط: پورته شمېرې د نړیوالو بنسټونو د عامه راپورونو پر بنسټ پالیسۍ-محور اقتصادي-ټولنیز اټکلونه دي؛ د سناریوګانو/ماډلي فرضیاتو پر بنسټ لوستل کېږي (نه د قطعي حساب په معنا).

کلیدي کلیمې: ښځې، تعلیم، عرف، تفسیر، افغانستان، طالبان، قرآن، ابن کثیر، حجت الوداع، حضرت عمر، مهر، شفاهي تاریخ، پالیسۍ، روغتیا/قابلګي، حیا/ناموس، شرافت او عزت، امنیت

۱. سریزه (Introduction)

تعلیم د ټولنې د روغتیا، اقتصاد، کورني ثبات او اوږدمهاله سولې بنسټ دی. د ښځو تعلیم یوازې «فردي حق» نه دی؛ بلکې د ټولنې د نیمایي بشري پانګې د پیاوړتیا او د نسل د کیفیت د لوړولو بنسټیزه وسیله ده. په افغانستان کې د نجونو د ثانوي ښوونځیو بندښت او د ښځو د لوړو زده‌کړو تعلیق یوازې تعلیمي بحران نه دی؛ بلکې د روغتیا، اقتصاد او د راتلونکي نسل د کیفیت بحران هم دی.

افغاني ټولنیز تړاو:

په افغاني کورنۍ کې «حیا/ناموس، شرافت او عزت» او «امنیت» د نجونو د تګ-راتګ او تعلیم په پرېکړه کې مرکزي رول لري. له همدې امله د حل ژبه باید هم د اسلامي اخلاقو او هم د افغاني ارزښتونو (حیا، ناموس، شرافت او عزت، د کورنۍ عزت، خوندي تګ-راتګ) حرمت وساتي؛ خو په عین وخت کې د انساني ژوند ضرورت (علم، خدمت، صحت) هم بند نه کړي.

اصلي پوښتنه (Central ethical question):

کله چې ښځه په اروپا او امریکا کې د انسان په حیث د تعلیم او کار قانوني حق ته ورسېده، او کله چې په اسلامي نصوصو او اسلامي تمدني تجربه کې د ښځې د علم امکان نه رد کېږي؛ نو ولې په افغانستان کې ښځه—د مسلمانې، د افغاني مور/خور/لور، او د اسلامي-افغاني ارزښتونو (حیا، ناموس، شرافت او عزت، امنیت) په چوکاټ کې—له علم، معرفت او تعلیم څخه محرومه پاتې کېږي؟

ایا دا محرومیت واقعاً د اسلام قطعي حکم دی، که د عرف/سیاست/امنیت د مدیریت ناکامي؟

او که د مدیریت ناکامي وي، نو حل یې باید څنګه شرعي، انساني، افغاني او عملي بڼه غوره کړي؟

۱.۱ مور او مورني ژبه: د پوهې حکمت، د کرامت ژبه، او د ښځو د تعلیم فلسفي-ټولنیز تړاو

مور د ژوند او تربیې سرچینه ده، او مورني ژبه د فکر، هویت، پوهې او ارزښتونو د لېږد لومړنی کانال دی. انسان خپل لومړنی ادب او لومړنۍ پوهه ډېری وخت د مور له خولې او د مورني ژبې په ژوندي تمرین کې زده کوي. له همدې زاویې، د ښځو تعلیم یوازې د یوې فردي ډلې موضوع نه ده؛ بلکې د ټولنې د «ژبني-ذهني بنسټ» او د نسل د کیفیت موضوع ده. که مور/ښځه له زده‌کړې محرومه شي، نو د ماشوم د ژبني مهارت، روغتیايي پوهاوي، اخلاقي تربیې او کورني ثبات پر کیفیت مستقیم اغېز کوي. د ښځې تعلیم که د افغاني-اسلامي نظم په چوکاټ کې منظم شي، د کورنۍ عزت خوندي کوي او د علم حکمت د ټولنې اړتیاوو ته خدمت کوي.

۲. د څېړنې موخې او پوښتنې (Research aims & questions)

۲.۱ موخې (Aims)

• د ښځو د تعلیم د محدودیتونو تاریخي رېښې روښانه کول

• د مذهب (نص/فقه) او عرف (کلتور) ترمنځ تفکیک واضح کول

• د افغانستان قضیه په مفصلې کرونولوژۍ تحلیلول

• د پالیسۍ لپاره عملي حل-لارې وړاندې کول

• د شفاهي تاریخي شاهدۍ له لارې د «حل-لارو محلي منطق» مستندول

۲.۲ اصلي پوښتنې (Core questions)

• ایا د ښځو پر تعلیم مطلق بندیز د قطعي شرعي نص لازمه پایله ده؟

• په اروپا/امریکا کې محدودیتونه څنګه او په کومو پړاوونو کې مات شول؟

• په افغانستان کې د ښځو د تعلیم مسیر څنګه د جګړو او سیاسي بدلونونو تابع پاتې شوی؟

• د دیني حساسیت او عرفي واقعیت ترمنځ د جوړجاړي عملي لارې څه دي؟

۳. میتودولوژي (Methodology)

• Historical-Comparative Analysis: د اروپا/امریکا، اسلامي نړۍ او افغانستان پرتله

• Qualitative Content Analysis: د راپورونو/سیاستونو/متنونو موضوعي تحلیل

• Oral History Case-Study: د شوروي یرغل/مهاجرت په کلونو کې د طبي اړتیا او شرعي-عرفي مشروعیت د جوړجاړي تجربه (د لیکوال شفاهي شاهدي)

• Source Triangulation: نړیوال راپورونه + حدیث/تفسیر + تاریخي منابع + شفاهي شاهدۍ + آرشیفي/مطبوعاتي شواهد

مېتودولوژیک وضاحت (لنډ): د موضوعاتو کلیدي کلمې (حیا/ناموس، شرافت او عزت، امنیت، نظم، ضرورت/مصلحت، خدمت/کدر) د سیاق او تکرار له مخې تحلیل کېږي؛ شفاهي شاهدي د «محلي منطق» د بیان لپاره کارول کېږي، نه د قطعي نص بدیل په توګه؛ او د اشخاصو د کرامت/محرمیت له مخې حساس جزئیات عام نه کېږي.

۴. نظری چوکاټ (Framework)

دا مقاله د دین-عرف-دولت-امنیت د متقابل تړاو (Religion–Custom–State–Security Nexus) چوکاټ کاروي:

• نص/فقه: علم، کرامت، عدالت، ضرورت/مصلحت

• عرف: حیا، ناموس، شرافت او عزت، د تګ-راتګ دودونه، ټولنیز فشار

• دولت/سیاست: فرمان، تطبیق، مشروعیت، کنټرول

• امنیت/اقتصاد: جګړه، فقر، مهاجرت، روغتیايي اړتیا

عملي سنجش (Operationalization):

(۱) نص/فقه څه عمومي روح او حدود ښيي؟ (۲) عرف د اعتماد/حساسیت کوم شرطونه جوړوي؟ (۳) دولت د تطبیق کوم میکانیزمونه لري؟ (۴) امنیت/اقتصاد کوم عاجل خدمات/کدر ته اړتیا رامنځته کوي؟

الف: اروپا/امریکا

۵. اروپا/امریکا کې د ښځو تعلیم: محدودیتونه او تدریجي بدلون

په اروپا او امریکا کې د ښځو د تعلیم محدودیتونه غالباً د حقوقي/اداري محرومیت، مسلکي انحصار او د ټولنیز نقش د وېش محصول وو. بدلون په تدریجي ډول رامنځته شو: لومړی د عمومي ښوونې پراختیا، وروسته پوهنتونونو ته د ښځو د داخلې پراخېدل، او بیا د تبعیض ضد قانوني ضمانتونو پیاوړتیا.

کرونولوژي (د تدریج واضح تصویر):

• انګلستان/وېلز: Elementary Education Act 1870 — د ملي کچې د ښوونې ژمنتیا او د ښوونځي د نظام بنسټ؛ Royal Assent: 9 August 1870.

• فرانسه: Jules Ferry laws — وړیا ښوونه (1881) او اجباري/سیکولر ابتدایي ښوونه (1882).

• جرمني (Baden): د 28 February 1900 پرېکړه — ښځو ته د پوهنتون د رسمي matriculation اجازه (په Baden کې).

• امریکا: Title IX (Education Amendments of 1972) — د جنس پر بنسټ تبعیض منع؛ Pub. L. 92-318، 23 June 1972.

تحلیلي نتیجه: لوېدیځ تجربه ښيي چې حساسیتونه او محرومیتونه د نظم/قانون/موسسې له لارې مدیریت شوي، نه د مطلق بندیز له لارې. د ښځو د تعلیم د پراخېدو ترڅنګ موسسې (ښوونځي، د ښوونکو روزنه، پوهنتوني تګلارې) او وروسته د تبعیض ضد قوانینو د دوامدار تضمین حیثیت پیدا کړ. د افغانستان لپاره مهم درس دا دی: که د حساسیت ژبه د منظم سیاست ژبې ته واوړي، نو د بندیز پر ځای د تدریجي پرانیستلو امکان زیاتېږي.

ب: اسلامي نړۍ

۶. قرآني چوکاټ: علم، لوستل، قلم، تعلیم

قرآن د علم ارزښت په عمومي ژبه بیانوي:

د وحې پیل د لوست په امر دی (العلق 96:1)، قلم د علم د ثبت وسیله ګڼل کېږي (العلق 96:4؛ القلم 68:1)، او د علم زیاتېدو دعا (طه 20:114) د دوامدارې زده‌کړې فلسفه څرګندوي. د ابن کثیر په تفسیري دود کې هم د «اقرأ» او «قلم» د علم/تمدن د بنسټ په توګه بحث شوی.

نتیجه: د علم خطاب عمومي دی؛ نو د ښځو د تعلیم «مطلق منع» که ادعا کېږي، باید د قطعي دلیل له معیار سره وکتل شي.

۷. ابن کثیر: «اقرأ/قلم» تمدني معنا

په تفسیري روایت کې «اقرأ» د معرفت د پیل، او «قلم» د علم د انتقال/ثبت الهي نعمت ګڼل کېږي. دا روح د علم تمدني نقش پیاوړی کوي: علم د ټولنې د بقا او پرمختګ وسیله ده، نه یوازې شخصي فضیلت.

۸. حجتُ الوداع: ښځه د الله امانت

په صحیح مسلم کې د حج د روایت په جریان کې د ښځو په اړه د امانت/مسؤولیت ژبه راځي: «…فَإِنَّكُمْ أَخَذْتُمُوهُنَّ بِأَمَانَةِ اللهِ…» (Sahih Muslim 1218a).

تحلیلي ادغام: که ښځه «امانة الله/د الله امانت» وي، نو کرامت، امنیت او بنسټیز حقوق یې د شریعت د روح له مخې د ساتنې وړ دي. له همدې زاویې، د مطلق منع پر ځای د خوندیتوب او اداري نظم حل د نص له اخلاقو سره نږدې ښکاري.

۸.۱ د حضرت عمر (رض) او د مهر موضوع: د قرآن پر بنسټ د ښځې علمي استدلال

په روایتونو کې مشهور نقل دا دی چې حضرت عمر (رض) د مهر د زیاتوالي د محدودولو په اړه نصیحت وکړ؛ یوې ښځې د قرآن د آیت پر بنسټ استدلال وکړ (النساء 4:20)؛ او په ځینو نقلونو کې د منلو/اعتراف عبارتونه راغلي. د دې روایت د دقیقې صحنې/الفاظو په صحت کې د محققینو بحث شته.

تحلیلي کارونه: دا مقاله دا کیسه د قطعي تاریخي حکم په توګه نه، بلکې د مفهومي شاهد په توګه کاروي: (۱) د قرآن نص پر شخصي نظر برلاسی دی، (۲) د ښځې علمي استدلال د منلو وړ دی، (۳) د حق منل د اسلامي اخلاقو برخه ده.

۹. د مسلمانو ښځو علمي میراث او ابتکار

موخه دا ده چې لوستونکی په منظم ډول وویني:

اسلام د ښځو علمي امکان نه ردوي، او اسلامي تمدني تجربه د ښځو علمي/خدمتي رول په بېلابېلو بڼو کې ښيي—په هغه شرط چې نظم، حیا/ناموس، شرافت او عزت، او د ټولنې اعتماد موجود وي.

۹.۱ علمي مرجعیت او روایت

حضرت عایشه (رض) د حدیث د روایت او د فقهي پوښتنو په ځواب کې د علمي مرجع په توګه مشهور مقام لري. دا مثال ښيي چې ښځه د علم په بنسټیزه حوزه کې ناممکنه نه ده؛ محدودیتونه زیاتره د زمان/عرف/امنیت له شرایطو سره تړلي وي.

۹.۲ تدریس، اجازې شبکې، او اعتماد

په اسلامي ښارونو کې علم د حلقو، روایت او اجازې له لارې خپرېده. په تاریخي روایتونو کې د ښځو د تدریس/روایت یادونې هم شته—په ځانګړي ډول هلته چې د ټولنې اړتیا او د نظم/اعتماد چاپېریال قوي و. درس: د ښځو علمي رول د اړتیا او نظم تابع و—نه د مطلق بندیز تابع.

۹.۳ فقه، مشوره، او عامه اخلاق

د اصولو له مخې د قرآن پر بنسټ استدلال باید ومنل شي؛ او د «حق منل» د اسلامي اخلاقو برخه ده—که له هر چا راشي.

۹.۴ طب، نرسنګ، قابلګي: د ضرورت او مصلحت عملي منطق

د ښځو روغتیا، ولادت او نسایي عاجل حالات داسې ضرورتونه دي چې د ښځینه کدر پرته یې حل د عرفي حساسیت او انساني محدودیت له امله ستونزمنېږي. د شریعت د مقاصدو له زاویې (حفظ النفس) او د ضرورت/مصلحت د قاعدوي منطق له مخې، د ښځو لپاره د طب/نرسنګ/قابلګي زده کړه د ټولنې د ژوند اړتیا ده. (قاعدوي اشاره: الضرورات تبيح المحظورات، ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب، د ضرر دفع/مصلحت جلب منطق.)

۹.۵ وقف او بنسټ جوړونه

وقف/خیرات د اسلامي تمدن د علمي موسسو د دوام ستنه وه. درس: ښځه یوازې د علم مصرفوونکې نه ده؛ د علم ملاتړ هم تمدني امکان لري—په ځانګړي ډول کله چې ټولنیز اعتماد موجود وي.

۹.۶ ابتکار/اختراع په پراخ مفهوم

په منځنیو پېړیو کې ابتکار یوازې صنعتي ماشین نه و؛ آلو جوړول، دقیق حساب، کتابت، اداري نوښت، او د علم انتقال هم د ابتکار بڼې ګڼل کېدای شي. درس: کله چې ټولنه اړتیا ولري او نظم موجود وي، ښځې د مهارت او خدمت رول اخلي.

۹.۷ د افغانستان لپاره تطبیقي درس

که اسلامي تمدني تجربه د ښځو علمي امکان ښيي، نو په افغانستان کې د تعلیم بندیز باید د قطعي نص په نوم «ټینګېدونکی حقیقت» ونه ګڼل شي؛ بلکې د نظم/امنیت/عرف د مدیریت ستونزه وبلل شي—او حل یې هم د نظم او مرحلې له لارې تعریف شي.

ج: افغانستان

۱۰. افغانستان کې د ښځو تعلیم: کرونولوژي (د حکومتونو/پاچاهانو له نومونو سره)

• امیر شیرعلي خان (1863-1879): محدود دولتي ظرفیت؛ نجونې تر ډېره له رسمي سیستم بهر.

• امیر عبدالرحمن خان (1880-1901): مرکزیت/محافظه‌کاري؛ د نجونو منظم دولتي سیستم کم.

• امیر حبیب‌الله خان (1901-1919): ښاري رسمي تعلیم پیاوړی کېږي؛ د نجونو برخه ورو.

• امان‌الله خان (1919-1929): چټک اصلاحات؛ د نجونو د تعلیم هڅې؛ ټولنیز مقاومت.

• نادرشاه (1929-1933): احتیاط او تدریج.

• ظاهرشاه (1933-1973): ښاري پراختیا؛ کلیوالي شاته پاتې کېدل.

• داود خان (1973-1978): دولت-محوره عصري کول؛ فرصتونه زیات، خو سراسري یو شان نه.

• 1978-1992: د شوروی د ا شغال هڅې :جګړې/بې‌ثباتي؛ تعلیمي نظام زیانمن.

• 1992-1996: کورنۍ جګړې؛ اداري سقوط.

• طالبان ۱ (1996-2001): سخت محدودیتونه.

• 2001-2021: پراختیا + ناامني + د پرد ې ا فراطې کلتور بی وخته ا نتقال او د پر دیو په خو ښه ې د تطبیق هڅی+ارزښت-شخړې.

• طالبان ۲ (2021-تر اوسه): د نجونو ثانوي او د ښځو لوړې زده‌کړې بند/تعلیق.

۱۱. طالبان ۱، 2001-2021، او طالبان ۲

۱۱.۱ طالبان ۱ (1996-2001)

• پر ښځو د تعلیم/کار/عامه حضور سخت محدودیتونه

• د ښځینه مسلکي کدر کمښت؛ د ښځو روغتیايي ستونزې ژورېدل

• عرفي حساسیت د مطلق بندیز په ژبه بدل شو

۱۱.۲ 2001-2021: د امریکا/ناټو دوره

په دې اوږده مرحله کې د نجونو تعلیم او د ښځو لوړې زده‌کړې په لویه کچه پراخې شوې؛ خو ناامني، او د پردیو حاکمیت ،فساد، کیفیتي ستونزې او ….. ښار-کلي نابرابري پاتې وه. همدارنګه په ځینو ښاري ماحول کې داسې تفریط/بې‌نظمي هم رامنځته شوه چې د اسلامي اخلاقو او افغاني دود له معیار سره نه برابره کېده؛ همدا وضعیت د خلکو د اعتماد کمېدو ته زمینه برابره کړه. په مقابل کې افراطي سخت‌دریځي هم د ښځو مشروع حقونه محدودول.

علمي نتیجه: حل اعتدال/نظم دی؛ نه تفریط او نه افراط.

۱۱.۳ طالبان ۲ (2021-تر اوسه)

• د نجونو ثانوي زده‌کړې او د ښځو لوړې زده‌کړې بند/تعلیق

• د ښځینه کدر بحران ژورېږي

• اقتصاد، روغتیا، او انساني پانګې ته دروند زیان

۱۲. د طالبانو ۱ او ۲ سیستماتیک پرتله

• تعلیم: طالبان ۱ پراخه محدودیتونه؛ طالبان ۲ کې ابتدایي کچه ځینې ځایونه شته، خو ثانوي/لوړې زده‌کړې بند.

• کار/عامه حضور: طالبان ۱ سخت محدود؛ طالبان ۲ کې فرماني/اداري محدودیتونه دوام لري.

• چاپېریال: طالبان ۱ د ۱۹۹۰مو محدود شرایط؛ طالبان ۲ ډیجیټلي نړۍ او ژورې اړتیاوې—خو بندیز ثابت.

د عبرت پوښتنه:

که شل کلنه تجربه او د ښځینه کدر اړتیا معلومه وه، ولې بندیز دوام کوي؟

پالیسي-محور سنجش:

د بندیز اداري منطق عموماً په درې محورونو کې راټولېږي: (۱) امنيتي-اخلاقي ادعا (حیا/خوندیتوب، ناموس، شرافت او عزت)، (۲) د تطبیق میکانیزم (فرمان/اداري محدودیتونه)، (۳) د استثناوو محدودوالی. دا تحلیل ښيي چې «مطلق بندیز» د نظم-محور بدیلونو په شتون کې لازمي نه ښکاري؛ بلکې د مدیریت د انتخاب پایله ده.

۱۳. Case-Study: د لیکوال شفاهي شاهدي

۱۳.۱ د اسلام تعریف (د مرحوم موسی شفیق په حواله؛ د مرحوم ډاکټر عبدالصمد حامد روایت)

د شوروي یرغل/کډوالۍ په کلونو کې، په پېښور او کوټه کې کمپونه او خیمې د فقر، ناروغۍ او بیړنیو اړتیاوو ځای و. زه (لیکوال) د مرحوم ډاکټر عبدالصمد حامد صاحب سره (چې زما ډېر نږدې دوست او معنوي ښوونکی هم و) د افغانستان پر سیاسي حالاتو او د «اسلام د تعریف» پر مفهوم بحث کوم. ما ترې وپوښتل:

«ستاسو په فکر اسلام څنګه تعریفېږي؟»

هغه مرحوم—الله دې مغفرت ورته وکړي—داسې وویل (د مرحوم محمد موسی شفیق د تعریف په تکیه): «هر هغه څه چې د قرآن مخالف نه وي او انسان ته ګټه ورسوي، هغه اسلام دی.»

علمي امانت او د لیکوال پوښتنه:

ایا تر دې بهتر تعریف پیدا کولی شو؟

۱۳.۲ عاجلې طبي اړتیاوې (TB (نری رنځ) + ولادي/نسایي او …)

• TB (نری رنځ) او نورې ساري ناروغۍ

• ولادت: بیړنی زېږون، خونریزي، د مور/ماشوم خطر

• نسایي ستونزې: عفونتونه، بیړنۍ معاینات

دا اړتیاوې یوازې طبي نه وې؛ انساني، اخلاقي او ټولنیزې هم وې. عرفي حساسیت (پرده/محرم) د عملي خدمت خنډ ګرځېده.

۱۳.۳ د مرحوم مولوي یونس خالص صیب سره مفصل بحث: خنډونه او حل

لیکوال د مشروعیت او ټولنیز قبولیت لپاره د هغه وخت د دیني اعتماد سرچینې ته ولاړ او د مرحوم مولوي محمد یونس خالص صیب ( جی په هغه وخت کی د ټولو احزابو مشر و) سره یې پوښتنه مطرح کړه:

زموږ خویندې/میندې په کیږدې او کمپونو کې په بد طبي حالت کې دي—په ځانګړي ډول TB (نری رنځ)، ولادي او نسایي عاجل حالات—موږ څنګه عاجلې طبي مرستې برابرې کړو؟

د خنډونو چوکاټ:

(۱) شرعي حساسیت: حیا/حدود/اختلاط؛

(۲) کلتوري حساسیت: ناموس، شرافت او عزت، د کورنیو وېره، تګ-راتګ؛

(۳) اقتصادي کمښت: کدر/وسایل/ترانسپورت.

د لیکوال حل وړاندیز:

ښځینه شاګردانې/کدر او مېرمنې ډاکترانې په چادري کې راځي؛ خوندي موټري تګ-راتګ (وړل/راوړل)؛ جلا او منظم روزنه؛ ښځې د ښځو علاج کوي او ښځې ښځو ته تدریس کوي (په ځانګړي ډول ولادت/نسایي)؛ چې هم دین او هم عرف، او د کورنیو اعتماد، د شاهدانو او منظمې ادارې له لارې پیاوړی کېږي.

نتیجه (د شاهدۍ له مخې):

دا حل د «بهترینې حل لارې» په توګه هما لته ومنل شو، ځکه هم شرعي حساسیت پکې خوندي و، هم افغاني ارزښتونه (حیا/ناموس، شرافت او عزت)، او هم انساني ضرورت.

سوال:

چې ۴۵ کاله پخوا دا پرېکړه هم شرعي او هم عرفي (ناموس، حیا، شرافت او عزت) د منلو او عملي تطبیق بریالۍ پرېکړه وه، نو نن ولې عملي کېږي/نه عملي کېږي؟

۱۴. بحث (Discussion)

لوېدیځ تجربه ښيي چې حقوقي/موسساتي نظم د ښځو د تعلیم حق په تدریجي ډول پراخ کړ. اسلامي نصوص د علم عمومي روح او د ښځې د امانت/مسؤولیت اخلاقي چوکاټ وړاندې کوي؛ نو د «مطلق منع» ادعا د قوي او قطعي دلیل غوښتنه کوي. په افغانستان کې جګړه، فقر، او عرفي/امنیتي حساسیتونه د پالیسۍ تطبیق ستونزمن کړی. د 2001-2021 تجربه هم ښيي چې «بې‌نظم تفریط» د قبولیت خلاف دی او «افراطي بندیز» د انساني/اقتصادي زیان کچه لوړه وي. Case-Study ثابتوي چې نظم-محور حل شونی دی: د حیا/ناموس، شرافت او عزت، او امنیت ژبې ته داخل، منظم تعلیمي ماډل جوړېدای شي.

۱۵. پایله (Conclusion)

پایله دا ده چې د ښځو پر تعلیم مطلق بندیز عموماً د اسلام د قطعي نص لازمه پایله نه ده؛ ډېری وخت دا د عرف، سیاست، امنیت، اقتصاد او د تطبیق د مدیریت ناکامي ده. که دا ناکامي وي، نو حل باید داسې جوړ شي چې: (۱) شرعي اړخ (حیا/حدود) خوندي کړي؛ (۲) انساني اړخ (تعلیم، صحت، اقتصاد) پوره کړي؛ (۳) افغاني اړخ (ناموس، شرافت او عزت، امنیت/قبولیت) یقیني کړي؛ (۴) عملي اړخ (مرحلې، نظم، ښځینه کدر، خوندي تګ-راتګ) تطبیق کړي. عبرت: مطلق بندیز نه، بلکې منظم حل—هم اسلامي دی، هم افغاني قبلېدونکی، هم انساني اړین.

۱۶. حل لارې (Recommendations)

• د علماوو-متخصصینو ګډه شورا: د علم عمومي روح + د امانت اخلاقي چوکاټ پر بنسټ لنډ شرعي-ټولنیز سند.

• مرحله‌وار تعلیمي ماډل: جلا صنفونه، ښځینه ښوونکې/کدر، خوندي تګ-راتګ، تدریجي پرانیستل.

• عاجله مسلکي روزنه: نرسنګ/قابلګي/طبي معاونیت (ولادت/نسایي).

• د اعتماد ژبه: نه افراط، نه تفریط—اعتدال/نظم.

• شاخصونه: ښځینه کدر، حاضري، د پرېښودنې (dropout) کمېدل، د ولادت خدمات ښه کېدل.

Minimum Implementation Package (MIP) – درې مرحلې:

• مرحله ۱ (۰–۶ میاشتې): عاجله مسلکي روزنه + جلا روزنیز چاپېریال + خوندي تګ-راتګ.

• مرحله ۲ (۶–۱۸ میاشتې): د نجونو ثانوي تعلیم تدریجي پرانیستل (جلا صنفونه، ښځینه ښوونکې، د اعتماد میکانیزم).

• مرحله ۳ (۱۸–۳۶ میاشتې): د ښځو لوړې زده‌کړې د حساسیت-محور نظم سره (جلا چاپېریال، واضح تګلاره، ارزونه).

سرچینې او ماخذونه (References)

UNESCO. (19 Aug 2025). Afghanistan: Four years on, 2.2 million girls still banned from school. https://www.unesco.org/en/articles/afghanistan-four-years-22-million-girls-still-banned-school

UNESCO. Protecting the right to education for all Afghans (Afghanistan education emergency page). https://www.unesco.org/en/emergencies/education/afghanistan

UNESCO & UNICEF. (24 Jan 2026). UNESCO and UNICEF urge action to protect the right to education in Afghanistan (Joint Press Release). https://www.unesco.org/en/articles/unesco-and-unicef-urge-action-protect-right-education-afghanistan

UNICEF. (14 Aug 2022). Depriving girls of secondary education translates to a loss of at least US$500 million for Afghan economy in last 12 months. https://www.unicef.org/press-releases/depriving-girls-secondary-education-translates-loss-least-us500-million-afghan

UNESCO. (9 Oct 2024). The Costs of Suspension of Women’s Higher Education in Afghanistan. https://www.unesco.org/en/articles/costs-suspension-womens-higher-education-afghanistan

UNESCO (Report PDF). (Oct 2024). Cost of suspension of women’s higher education (full report). https://articles.unesco.org/sites/default/files/medias/fichiers/2024/10/08.Cost_of_suspension_of_women%27s_higher_education_full_report.pdf

UK Parliament. (1870). Elementary Education Act 1870 (33 & 34 Vict c. 75). https://www.legislation.gov.uk/id/ukpga/Vict/33-34/75

UK Parliament. The 1870 Education Act (overview). https://www.parliament.uk/about/living-heritage/transformingsociety/livinglearning/school/overview/1870educationact/

France (secondary reference). Jules Ferry laws overview. https://en.wikipedia.org/wiki/Jules_Ferry_laws

University of Freiburg. Germany’s First Female Student (matriculation as of 28 Feb 1900). https://uni-freiburg.de/en/germanys-first-female-student/

U.S. Department of Justice. Title IX of the Education Amendments of 1972. https://www.justice.gov/crt/title-ix-education-amendments-1972

U.S. GovInfo. Public Law 92-318 (June 23, 1972) PDF. https://www.govinfo.gov/content/pkg/STATUTE-86/pdf/STATUTE-86-Pg235.pdf

ابن کثیر (آنلاین متن): تفسیر سوره العلق (۹۶:۱). https://quran.ksu.edu.sa/tafseer/katheer/sura96-aya1.html

ابن کثیر (آنلاین متن): تفسیر سوره القلم (۶۸:۱). https://quran.ksu.edu.sa/tafseer/katheer/sura68-aya1.html

صحیح مسلم 1218a (حج/خطبه). https://sunnah.com/muslim:1218a

د مهر روایت (د Musannaf ‘Abd al-Razzaq 10420 حواله نقل). https://www.abuaminaelias.com/dailyhadithonline/2018/02/19/umar-woman-right-man-wrong/

د مهر د مشهورې مناظرې په اړه د سندي بحث/نقد بېلګه. https://authenticseerah.com/2020/04/22/the-story-of-a-woman-interjecting-and-correcting-umar-%D8%B1%D8%B6%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%B9%D9%86%D9%87-on-the-issue-of-mahr-is-unauthentic/

1 COMMENT

  1. په لنډه توګه چې اوږدې ته هېڅ اړه نه لری حقیقت لکه لمر روښانه دی
    لا نفرق بین احد منهم ونحن له مسلمون
    دال عمران سورة۸۴ ایه
    دا دچا خبره او فرموده ده ، چاته وایی ؟
    دښځو په نوم زموږ مقدس کتاب کې سورة النساء لومړۍ ایه څه وایی
    الله فرمایی:
    یا ایهالناس اتقوا ربکم
    الذی خلقکم من نفس واحدة وخلق منها زوجها
    وبث منهما رجالا کثیرا ونساء

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې...