Homeخبرونهافغان هندوانو او سیکانو له طالبانو د خپلو ستونزو د حل غوښتنه...

افغان هندوانو او سیکانو له طالبانو د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۷ مه) د طالبانو حکومت وایي چې د افغان هندوانو او سیکانو د ستونزو د حل او د هغوی د غوښتنو د پوره کولو په اړه غور کوي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۵مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې د هندوانو او سیکانو د شورا مشر، منجیت سنګ لامبه، د ریاست‌الوزرا د دفتر له رئیس ملا عبدالواسع سره په کتنه کې بېلابېل موضوعات مطرح کړي دي.

په دغو موضوعاتو کې غصب شوې ملکیتونه، برېښنا ته لاسرسی، د یوناني طب د جوازونو ورکړه، او د شوربازار په سیمه کې د هغه درمسال وضعیت شامل دي چې د سړک د نقشې په مسیر کې واقع دی.

ملا عبدالواسع د افغان هندوانو او سیکانو پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د هغوی ستونزې او غوښتنې به له اړوندو ادارو او مسوولانو سره شریکې شي.

له دې وړاندې هم طالبانو اعلان کړی وو چې د دغو اقلیتونو د غصب شویو جایدادونو او ملکیتونو د بېرته ستنولو لپاره د عدلیې وزارت له لوري یو ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.

د افغان هندوانو او سیکانو اکثره جادیدادونه د نجیب الله د حکومت له برزېدو او د تنظیمونو له واکمنېدو وروسته غصب شول. دذ جمهوریت په کلونو کې څه نا څه هڅه وشوه چې هندوانو او سیکانو ته خپلې شتمنۍ بېرته وګرځول شي خو د دې لپاره چې پخواني تنظیمي قوماندانان په واک کې وو، د هغوی غږ چندان وانه ورېدل شو.

له بلې خوا،  د بخښنې نړیوال سازمان په خپل یو راپور کې په افغانستان کې د اقلیتونو، په ځانګړې توګه د هندوانو او سیکانو، د حقونو د نقض په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د افغان هندوانو او سیکانو شمېر چې له څو لسیزو جګړو او بې‌ثباتۍ مخکې لسګونو زرو ته رسېده، اوس د پراخې کډوالۍ له امله په څرګند ډول کم شوی او ډېری یې له افغانستانه بهر مېشت شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې...